شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     22 ذولقعده 1440

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 25 جولای 2019 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۱۲/۱۴۳۹

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د ټرمپ څرګندونو د افغانستان په اړه د امريکا بد نيت افشا کړ

د امريکا جمهور رییس د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره د ليدنې کتنې پر مهال ويلي: «که موږ غوښتلی چې په افغانستان کې جګړه وکړو او په هغې کې بريالي شو، کولای مو شول په يوه اونۍ کې دغه جګړه وګټو، مګر زه نه غواړم ۱۰ ميليونه انسانان ووژنم. افغانستان د ځمکې له مخ څخه پاک کېدای شي. زه نه غواړم پر دغه لاره لاړ شم.»

د حزب التحریر ـ ولایه افغانستان مطبوعاتی دفتر د امريکا د جمهور رییس دغه خبرې د امکان تر پولې په سختو ټکو غندي او هغه د ټول بشريت په ځانګړي توګه د افغانستان د مجاهد او شریف ولس لپاره سپکاوی ګڼي. سره له دې چې موږ د امريکا او ناټو وحشت او ترور په ورځني ډول په افغانستان کې تجربه کوو او د غرب د رهبرانو په دروغ ويلو هم بشپړ پوهېږو، مګر د دغه عصر د دجال دغه خبرې د غربي ښکېلاکګرو څېره چې د انسان دوستۍ د الفاظو، د ډموکراسۍ د دروغجنو ارزښتونو او بشري مرستو تر شا پټه شوې وه، زموږ د خاورې د هغو ړوند اندو لپاره يو ځل بيا بربنډه کړه چې همېشه له هغوی څخه د خير او نېکمرغۍ د ترلاسه کولو تمه کوي. همداراز د ټرمپ دغه څرګندونې د مسلمانانو پر وړاندې د غربي رهبرانو له خبيثو نيتونو څخه پرده پورته کوي، چې له يوې مخې له مسلمانانو سره په بغض، دښمنۍ او کرکې ولاړ دي.

ټرمپ دوه مهم واقعيتونه هېر کړي دي:

لومړی: امریکایي رهبران باید د دغه مجاهد روزونکې خاورې تاريخ ته يو ځل کتنه وکړي او په دغه خاوره کې د ماتې خوړلو قدرتونو له برخليک څخه د عبرت درس واخلي، چې له امله يې دغه خاوره په تاریخ کې د «امپراطوريو په هديره» مشهوره شوې ده. دا يرغلګر ابر ځواکونه وو چې پر دغه خاوره باندې له يرغل وروسته يې نومونه د ژوندانه له پاڼې ورک شوي دي.

دويم: امريکايي رهبران د فرعون په څېر د تکبر او ځان لوړ ګڼلو ښکار شوي دي، چې د خپلو کثیفو چلندونو، ويناوو او سياستونو په واسطه د نړۍ خلک توهينوي. حال دا چې د امريکا خپل اوسنی واقعيت يې هېر کړی، چې د خپل تاريخ په تر ټولو ناوريني شېبو کې شپې تېروي او هره شېبه له داخله د هغې د وېش او نړېدو وېره شتون لري. امريکا د تېر اتلس کلن اشغال په اوږدو کې عملا په افغانستان کې ماتې خوړلې او د هغې ټولې سياسي او نظامي ستراتيژۍ له ناکامۍ سره مخ شوې دي. له همدې امله امريکا له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پيل کړې دي، ترڅو د افغانستان له کړکېچ څخه د آبرومندانه وتلو لپاره حللاره ومومي. له دې امله يې لاس د پاکستان لمنې ته وراوږد کړی او د دغه هېواد خاينو رهبرانو هم د امريکا مرستې ته وردانګلي او پر طالبانو باندې د فشار راوړلو له لارې د امريکا د ماتې د مخنيوي په موخه خپل خاينانه رول لوبوي.

همدا چې يو ابر ځواک له داسې وسله والې ډلې سره د خبرو اترو مېز ته ناست دی چې يو وخت يې هغې ته د «تروريست» خطاب کاوه، په حقيقت کې د هماغه ځواک ضعف او ماتې نندارې ته وړاندې کوي. له شک پرته که له امريکا سره د اسلامي خاورو د چارواکو خاينانه مرسته، له هغې څخه وېره او د دوی بې غيرتي نه وای، امريکايي رهبرانو د دا ډول غير مسوولانه ويناوو جرئت نه درلود. غرب د دغو چارواکو په غاړه کې د غلامۍ رسۍ اچولې او ورځ تر بلې يې کړۍ ورباندې تنګوي، مګر دغه بې غيرته چارواکي له غرب څخه د نفرت پر ځای، ورته لازياته وفاداري ښيي.

نو تر هغه چې دويم راشده خلافت تاسيس نه شي او غيرتمن او عزتمن چارواکي د مسلمانانو رهبري پر غاړه وانخلي، غربي چارواکي به په اسلامي خاورو کې همدا ډول سرغړونو، متکبرانه څرګندونو او بې عقلانه سياستونو ته دوام ورکوي. د نبوت پر منهج راشده خلافت چې په نژدې راتلونکې کې قايمېږي، دغو فرعونيانو ته به داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي چې نه يوازې د بې ادبانه ويناوو جرئت به له لاسه ورکړي، بلکې د هغوی واکمني به له اسلامي خاورو څخه لېرې او له بين المللي ډګر څخه به يې شته هژموني هم له منځه يوسي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ﴾ [آل عمران: ۱۱۸]

اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! له خپلو پرته بل څوک د رازونو محرم مه ټاکئ! هغوی ستاسو په اړه له هرراز شر او فساد څخه مخ نه اړوي. هغوی غواړي ترڅو تاسو په ستونزو او زحمت کې وئ. د دښمنۍ «نښې» يې له خولو «په خبرو» کې ښکاره شوې دي؛ او هغه څه چې په زړونو کې پټ ساتي، تر هغو هم ستر دي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې