جمعه, ۱۵ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     17 ذولحجه 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 19 آګست 2019 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ ۱۴/۱۴۳۹

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان د مسلمانانو وينه د سولې په پروسه کې د امتياز اخيستو وسيله ګرځېدلې ده

د کابل په لوېديځ کې د يوه واده په مراسمو کې د چاودنې له امله نژدې سل کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي. د حزب التحرير – ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر دغه چاودنه په تر ټولو سختو ټکو غندي او له الله سبحانه وتعالی څخه د وژل شوو لپاره جنت الفردوس، د ټپيانو لپاره بشپړه او بيړنۍ شفا او متضررو کورنيو ته د جميل صبر غوښتنه کوي. هر چا چې دغه وحشيانه عمل ترسره کړی، هېڅ انساني او اسلامي ارزښت ته ژمن نه دي.

د دغه وحشتناک جنايت عامل د سولې په پروسه کې د سيمې او نړۍ د هېوادونو استخباراتي رقابتونه دي چې د دا ډول حيوان صفته بريدونو په واسطه غواړي د افغانستان د سولې له کيک څخه د ځان وژونکو بريدونو او چاودنو له لارې د دغه خاورې د ملکي وګړو د وينو په بيه ډېره برخه ترلاسه کړي. لکه څنګه چې د سولې د پروسې له پيل څخه تر ننه کلي، ښارونه، مسجدونه، مدرسې، مکتبونه، پوهنتونونه، د واده او غم مراسم او نور عامه ځايونه د جګړې پر لومړۍ کرښه بدل شوي دي. په سوله کې ښکېل اړخونه د افغانستان د مسلمانانو وينې تويول په دغه پروسه کې د لازياتو امتيازونو د ترلاسه کولو وسيله ګڼي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړه او سوله د امريکا او غرب د ګټو لپاره ده. هغوی د خپلو ګټو د تامين لپاره کله د سولې شعار ورکوي او کله هم د جګړې اورونه بلوي. لکه څنګه چې په وروستي ځل جمهور رییس اشرف غني په پوره بې شرمۍ سره امنيتي ځواکونو ته وویل: «نن ستاسو له برکته په واشنګتن او نيويارک کې چاوده نه کيږي. تاسو د نړيوال امنيت مسووليت لرئ.» حال دا چې په دې اړه واقعیت دا دی چې د افغانستان د مسلمانانو وينه د استخباراتي رقابتونو له لارې د واشنګټن، نيویارک، لندن، پاریس، برلين، بیجنګ، مسکو، ډيلي، تهران او اسلام آباد د ګټو او امنيت لپاره تويېږي. په دې اړه په وارر- وار امريکايي مقاماتو ويلي چې د دوی لومړيتوب په افغانستان کې د امنيت او ثبات ضمانت نه، بلکې خپله د امريکا او د هغې د متحدو هېوادونو ګټې او امنيت دي.

نو دغه وحشتناک سریال هغه وخت پای ته رسېږي چې د استعمار نظامي، فکري، سياسي، استخباراتي، اقتصادي او فرهنګي جرړې له بېخه له افغانستان څخه راوایستل شي او په هغو سوله ييزو شعارونو و نه غولېږو چې تر شا يې جګړه او ستر استعماري پروګرامونه پټ دي. دقيقاً دغه موخه هغه وخت ترلاسه کېدای شي چې خاين چارواکي له واکه ليرې او کافر يرغلګر د هغوی له ټولو ډلو ټپلو سره يو ځآی له دغه خاورې څخه وشړل شي او پر ځای يې د نبوت په طریقه راشده خلافت زموږ د ځپل شوو خلکو پر برخلیک حاکم شي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې