دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     23 صفر 1444

میلادی نېټه :     دوشنبه, 19 سپټمبر 2022 م

شمیره:     

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
که موږ کفري دولتونه حق ته را دعوت نه کړو؛ دوی مو باطل ته ور دعوتوي!

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، نډ پرايس د پنجشنبې په ورځ په مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «موږ په ډاګه ویلي چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په لټه کې نه یو. موږ په دې لټه کې يو چې یوازې په عملي ګامونو سره په ځينو برخو کې له طالبانو سره عملي تعامل ولرو او په دې هیله یو چې دا ګامونو به طالبان سمې لارې ته برابر کړي او په دې توګه به له دوی سره تعامل ته دوام ورکړو».

د حزب التحریر-ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر په دې اړه څو ټکو ته اشاره کوي:

۱. امریکا د «سمې لارې» خبره کوي؛ ځکه هر دولت او نظام داسې فکر کوي چې دوی پر سمه او مستقیمه لار روان دي. د امریکا دولت هم د سیکولر عقیدې او خپلو ګټو پر بنسټ خپله لاره سمه او د نورو ناسمې بولي. کله چې امریکا وايي چې اسلامي امارت به «سمې لارې» ته برابر کړو، په حقیقت کې غواړي چې اسلامي امارت باطلې لارې؛ یعنې د سیکولرېزم، سیکولر نړیوال نظم او لیبرال ارزښتونو لارې ته سم کړي او له بلې خوا یې په سیمه کې له خپلو ګټو سره همغږی کړي.

۲. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز ویلي چې امریکا له اسلامي امارت سره د تعامل او «سمې  لارې» ته د دوی د سمولو لپاره د دې په لټه کې ده چې «عملي ګامونه» پورته کړي. له عملي ګامونو یې موخه همغه ستراتیژۍ او پالیسۍ دي چې له لسیزو راهیسې غربي قدرتونو او په ځانګړي ډول امریکا د اسلامي امت پر وړاندې عملي کړې دي. د دغو عملي ګامونو يوه برخه د ګواښلو او تطمیع سیاست دی چې امریکا غواړي له دې لارې اسلامي امارت د غربي ارزښتونو او خپلو استعماري ګټو لارې ته برابر کړي. نغدي مرستې او سیاسي تعامل د تطمیع په توګه او سیاسي فشارونه، اقتصادي بندیزونه، د پیسو کنګل کول، ډرون بریدونه او استخباراتي چاودنې د ګواښونو په توګه یادولی شو. همداراز د ټول‌شموله حکومت غوښتنه، بشري حقونه، د ښځو حقونه، له «ترهګرۍ» سره مبارزه، د ترهګرو لپاره په خوندي ځای د افغانستان نه بدلېدل او نور هغه موارد دي چې امریکا غواړي د دغو مواردو په واسطه اسلامي امارت هغې لارې ته برابر کړي چې دوی یې «سمه» بولي.

۳. هر مبدائي او ایډیولوژيک دولت خپله عقیده لري چې د هغو پر بنسټ ځان ته ښه او بد تعریفوي او خپلې ګټې او زیانونه سنجوي. امریکا چې د لیبرال نړیوال نظم د رهبرۍ داعیه لري، له یوې خوا فکر کوي چې نړۍ سمې لارې ته برابره شوې او سیکولرېزم هماغه صراط المستقیم دی. له بلې خوا، کله چې په خپل بهرني سیاست کې د سمې لارې خبره کوي؛ په حقیقت کې یې موخه خپلې استعماري ګټې دي او نور خلک د هغو تابع ګرځوي. په داسې حال کې چې یوازنۍ سمه لار هغه لار ده چې الله متعال د خپل وروستي پيغمبر په رسالت سره مشخصه کړې. سمه لاره (صراط المستقیم) یوازې اسلام دی چې د اسلامي دولت له لوري په دار الاسلام کې پلی کېږي او د دعوت او جهاد له لارې دارالکفر ته رسول کېږي.

نو که موږ خپل رسالت ترسره نه کړو، د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس نه کړو او د خپل دولت په بهرني سیاست سره نور جنت او سمې لارې ته دعوت نه کړو؛ هغوی به موږ د دوزخ لارې ته دعوت کړي. ځکه کله چې حق د مبارزې ډګر پرېږدي، باطل داسې فکر کوي چې حق دی او ان په ډېر جرات سره نور خپل لوري ته رابولي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې