پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     10 محرم 1445

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 27 جولای 2023 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ ۰۱/۱۴۴۵

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د موسساتو خطرناک عواقب او د چارواکو مکلفيت!

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت ویاند د زمري په لومړۍ نېټه "ملت ته د دولت د حساب ورکولو" په غونډه کې د دغه وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل چې په ۱۴۰۱ هـ ل کال کې ۲۱ بهرنۍ او ۳۵۵ داخلي موسسې چې ټولې نادولتي دي، په دغه وزارت کې ثبت شوې دي او همدارنګه اسلامي امارت په ۱۴۰۱ هـ ل کال کې د ۴ بهرنیو او ۲۱۲ داخلي موسسو فعاليت منحل کړی دی. نوموړي زیاته کړه: "اوسمهال په دې اداره کې ۲۱۲ بهرنۍ او ۲۱۲۱ داخلي موسسې ثبت دي او ۲۱۶ نادولتي موسسې منحل شوې دي."

د حزب‌التحریر ولایه-افغانستان مطبوعاتي دفتر یو ځل بیا د خپل پخواني دریځ یادونه کوي او ټيڼګار کوي چې د دغو موسسو کار د خیر په موخه نه دی او باید پر وړاندې یې په بشپړې تقوا سره چلند وشي. ځکه هغه بنسټونه چې ځانونه بشري، غیر سیاسي، نادولتي او بلاعوضه مرسته کوونکي ګڼي، په حقیقت کې د خلکو او دولت په توګه مسلمانانو ته ډېرې خطرناکې پایلې لري. د سیکولر ارزښتونو دودول، سیاسي، استخباراتي او اقتصادي نفوذ او تر ټولو خطرناک د چارواکو پوروړي کول او پر هغوی باندې د کفر د ولایت تحمیل (د چارو د واګو تر اخیستو پورې دوستي او نږدېوالی) یې مهمې پایلې دي. پر دې سربېره د داسې نسل د روزنې لامل کېږي چې کفارو، ملګرو ملتونو او موسسو ته د ګدایۍ او لاس اوږدولو روحیه او له الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم او مومنانو څخه ډېر واټن ولري.

مثلاً د "جینوا کال" په نامه یو بنسټ چې د اسلامي امارت په مجاهدینو کې فعالیت لري، د ۲۰۲۲ م د مې په ۴مه داسې لیکلي دي: «ډاډه يو چې هغوی [طالبان] به بدلون ومومي: طالبان وسله پر قلم بدلوي او د بشري حقونو په اړه زده‌کړې کوي». دغه بنسټ بیانوي چې د اسلامي امارت مجاهدین «متمدن» نه دي. نو هڅه کوي چې د سیمنارو په جوړولو، د پیسو په وېشلو، د غربي افکارو او قوانینو په دودولو او نورو مواردو سره هغوی متمدن کړي؛ «بشري حقونه» ورزده کړي، د سیکولر نړیوال نظم او د هغه له قوانینو څخه یې خبر کړي او ټوپک یې (چې د جهاد او له اشغال څخه د ازادۍ نښه ده) له هغوی څخه واخلي.

د افغانستان د اوسنیو چارواکو مسوولیت دا دی چې د دغه ډول سازمانونو او په هغو پورې د تړلو بنسټونو د بندولو تر څنګ د اسلام د سیاسي فکر پر اساس د عمل ډګر ته ودانګي او د دولتي بنسټونو له لارې د ژوند په ټولو ډګرونو کې د اسلام پر اساس حللارې پلې کړي او د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره لومړني خدمتونه وړاندې کړي. ګني له دې پرته موسسات د ملګرو ملتونو تر رهبرۍ لاندې د موازي دولت په توګه د خلکو او دولت تر منځ دېوال کېږي او د دولت مشروعیت او وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي. په اوږدمهال کې د ایران په څېر، خلک د دولت په مقابل کې راپورته کوي او حتی اسلام د خلکو د ستونزو په حل کې ناکام څرګندوي. په داسې حال کې چې په اسلام کې د چارواکو اساسي مسوولیتونه د خلکو د اساسي اړتیاوو پوره کول دي او دغه اړتیاوې خواړه، اوبه، سرپناه، جامه، د امنیت ټينګښت، درملنه او ښوونه او روزنه دي. له همدې امله الله سبحانه وتعالی د دغو اړتیاوو پوره کول په اسلام کې د چارواکو خورا مهم فرایض او واجبات ګرځولي دي. 

نو د افغانستان پر اوسنیو چارواکو لازمه ده چې په کور د ننه د ژوند په ټولو ډګرونو او په بهرني سیاست کې د دعوت او جهاد (د دین اظهار) پر اساس اسلام په هر اړخیز ډول پلی او د خلکو ستونزې حل کړي، چې دا چاره یوازې او یوازې د نبوت پر منهج د راشده خلافت دولت د تاسيس له لارې امکان لري.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې