چهارشنبه, ۲۱ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     8 شوال 1445

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 17 اپریل 2024 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ 14/۱۴۴۵

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د حاکم نظام لخوا خلافت ته د دعوت په جرم د حزب التحریر – ولایه افغانستان د ویاند او یو شمېر غړو توقيف کېدل

د حزب التحریر – ولایه افغانستان ویاند، استاد سیف‌الله مستنیر او یو شمېر غړي د ۱۴۴۵هـ.ق کال له شعبان میاشتې راهیسې د امنیتي ځواکونو له لوري توقيف شوي دي. د دوی جرم یوازې دا دی چې د نبوت پر منهج خلافت دولت د اقامې لپاره یې دعوت او فعالیت کاوه. دا نیونې د«خلافت؛ د نبوت سیاسي میراث» تر سرليک لاندې د خلافت د سقوط ۱۰۳مې کلیزې په مناسبت تر جوړې شوې غونډې وروسته شوې. دې ته ورته غونډې په ډیری اسلامي خاورو او همداراز د افغانستان په ځینو ولایتونو کې جوړې شوې وې.

استاد سیف‌الله مستنیر د امت له شریفو بچیانو دی چې د خلافت دولت د بیا احیاء لپاره یې هڅې کولې. استاد مستنیر د اشغال پر مهال د فکر او سیاست په ډګر کې له پياوړو مبارزینو څخه و چې په نه ستړې کېدونکې توګه یې د سلګونو اعلامیو، مقالو، سیاسي تحلیلونو د لیکلو او په تلویزیوني بحثونو کې د ګډون له لارې د اشغال جنایتونه او د جمهوریت توره کارنامه په صراحت بربنډوله. له بده مرغه، په حاکم نظام کې استاد مستنیر او د حزب یو شمېر غړي په دې جرم په توقیف کې دي چې د خلافت د سقوط ـ چې د مسلمانانو په تاریخ کې یوه دردناکه حادثه ده ـ یادونه یې کړې او د امت د بیا ځلي عظمت، شان او شوکت لپاره یې هڅې کړې دي. ایا د خلافت دولت د احیاء او د مسلمانانو د فکري، سیاسي او جغرافیوي وحدت لپاره دعوت جرم دی؟ که هو، نو د کوم شرعي قانون له مخې؟ اړتیا ده هغه دولتونه چې ځان اسلامي بولي، د دغې ورځې یادونه وکړي او امت ته د خلافت دولت ارزښت بیان کړي؛ خو نه یوازې دا چې دغه کار نه دی شوی، هغه کسان هم مجرم ګڼل شوي چې د شرعي وجیبې په توګه دا کار کوي!

﴿أَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِينَ كَالْمُجْرِمِينَ ۖ مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ﴾ [قلم: ۳۵-۳۶]

ژباړه: «ایا مومنان، مجرمین ګڼو!؟ پر تاسو څه شوي؟ دا څنګه پرېکړه کوئ!؟»

چا چې د نیولو امر کړی او هغو چې د توقیف عمل یې ترسره کړی؛ کاش یو ځل یې له تعصب پرته د حزب التحریر د دعوتګرو پیغام اورېدلی او لږ فکر یې پرې کړی وای؛ بیا به یې له شک پرته د دغو دعوتګرانو د نیولو پر ځای له هغوی سره د خیر د دغه ستر پیغام په حمل کې مرسته کړې وای. په حقیقت کې، هغه دعوت چې حزب التحریر یې حمل کوي؛ د الله سبحانه و تعالی له لوري فریضه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم بشارت دی؛ دا د هر مسلمان مکلفیت دی چې د خلافت دولت د اقامې، د اسلام د بشپړ او هر اړخیز تطبيق او حمل، د مصنوعي پولو د له منځه وړلو او د امت د وحدت لپاره کار وکړي.

حزب التحریر د نړۍ تر ۴۰ زیاتو هېوادونو کې فکري او سياسي فعالیت لري. نن ورځ د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس؛ په ځانګړې توګه علماء، قومي مشران، جهادي او سیاسي رهبران او ځوانان د حزب التحریر دعوت پېژني او له فکر او طریقې څخه یې خبر دي. چا چې له تعصب پرته د حزب منهج درک کړی، ښه پوهېږي چې د حزب التحریر پیغام او فعالیت د افغانستان د مسلمان ولس لپاره ګواښ نه، بلکې خیر دی چې ریښه یې په اسلام کې ده او د فلاح او نهضت سبب کېږي.

حاکم نظام باید د اسلامي ارزښتونو ساتونکی او په ټولنه کې د دعوتګرانو د هڅو تسهیل کوونکی وي. برعکس، په دغو توقیفونو سره ثابتوي چې حاکم نظام د خیر لور ته د دعوت په لار کې خنډ دی. نو موږ له خپلو مجاهدو وروڼو غواړو چې ژر تر ژره د حزب التحریر دعوتګران خوشي کړي؛ ځکه چې د نیولو لپاره یې هیڅ شرعي دلیل نشته.

وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَن يُؤْمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ [البروج: ۸]

ژباړه: «او د دوی په نزد د هغوی  (مومنانو) يوازينۍ ګناه دا وه چې پر عزیز او حمید الله یې ایمان راوړى و»

د یادونې وړ ده چې د الله سبحانه و تعالی په اذن دا ډول نیونې په هېڅ صورت د حزب د جمعي او مطبوعاتي فعالیتونو مخه نه شي نیولی، بلکې د قوي العزیز رب په مهربانۍ د هرې ورځې په تېرېدو د دعوت شدت او قوت زیاتېږي او الحمدلله دننه او بهر زرګونه مسلمان افغانان د دغه دعوت حاملین دي. دا ډول هڅې پخوا د عربو، منځنۍ اسیا او ان پرځېدلي جمهوریت د جابرو حکامو لخوا هم تجربه شوې، خو دغه ناوړه مکر یې بېرته دوی ته ورګرځېدلی. نو د حزب التحریر د دعوت مخه مه نیسئ؛ هسې نه چې د اخرت په ورځ مو دا عمل د « صدوا عن سبیل الله» مصداق شي، په دغه سبب دروند بار یوسئ او د هغو کسانو له ډلې شئ چې د نبوت پر منهج ثاني راشده خلافت د تاسیس لپاره د دعوت خنډ کېدل. هغه خلافت چې د الله سبحانه و تعالی وعده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم بشارت دی. موږ پوهېږو چې د افغانستان حاکم نظام د نړۍ په کچه تر بل هر نظام زیات پر خلافت د بدلېدو ظرفیت لري؛ نو تمه مو دا ده چې د نبوت پر منهج خلافت دولت ستنې د افغانستان مجاهدین کېږدي.

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ﴾ [نور: ۵۵]

ژباړه: «الله سبحانه وتعالی له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، وعده كړې چې هرو مرو به هغوی ته په ځمكه كې خلافت وركوي؛ لكه چې هغو كسانو ته يې خلافت وركړى و چې له دوى څخه مخكې وو.»

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې