جمعه, ۰۸ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     21 جمادی الثانی 1440

میلادی نېټه :     یکشنبه, 17 فبروری 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۱۵

ولاية بنغلادش
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
اې مسلمانانو! اې په پوځ کې مخلصو افسرانو! د حسینې د خاین رژیم له ناوړې دسیسې څخه مخه ونیسئ چې غواړي زموږ پوځ او پوله ساتونکي په شخړه کې ښکېل کړي

د هري پور په ټاکورګون کې د یوپازیلا له پولې څخه کښته په بهرام پور کلي کې ترینګلی حالت له هغه وروسته رامنځته شو، چې د بنګلادېش پوله ساتو ځواکونو(BGB) سې شنبه د ۲۰۱۹م د فبروري پر ۱۲مه پر پارېدلو کلیوالو ډزې وکړې، چې په پایله کې لږ تر لږه درې کلیوال ووژل شول او ۱۶ نور ژوبل شوه چې ښځې او ۱۲ کلن هلک هم په کې وو. په خواشینۍ سره، وژل شوي او ژوبل شوي د حکومت په امر تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شوه. د کلیوالو او د بنګلادېش د پوله ساتو ځواکونو تر منځ دا ناغوښتل شوې شخړه د هغه څه ښکاره پایله ده چې هند یې غواړي. دا هغه څه دي چې د تېر کال په ۴۷مه نیمه کلیزه کې د بنګلادېش د پوله ساتو ځواکونو او د هند سرحدي ساتونکو ځواک (BSF) تر منځ د عمومي مشرانو په کچه ناسته کې یې هند وړاندیز وکړ. د بنګلادېش د پوله ساتو ځواکونو له لوري د هند سرحدي ساتونکو ځواک ته ډاډ ورکړل شو چې د پولې په اوږدو کې به د قاچاق په ګډون د جرمونو مخه نیسي، (د بنګلادېش د پوله ساتي ځواک او د هند د سرحدي ځواک تر منځ په کنفرانس کې د پولې اړوند جرمونو پر وړاندې د ګامونو اوچتولو په اړه پرېکړه وشوه«. ۲۰۱۸م د سپټمبر ۷ مه The Daily Star). پر همدې بنسټ، موږ د حسینې د رژیم لخوا د داسې جرمونو شاهدان یو چې د هند وژونکي تصویر ته رنګ ورکوي او اجازه ورکوي چې د بنګلادېش پوله ساتی ځواک د بې وسلې بنګلادېشي ملکیانو پر وړاندې ودرېږي.
اې مسلمانانو! خاینه حسینه د هندي ګټو په دستور غواړي چې زموږ پوځ او نیمه پوځي ځواکونه فلج کړي. دې لس کاله مخکې له هند سره په لاس یو کولو سره په فیل‌خانه کې په وحشي ډول زموږ د ځیرکو پوځي افسرانو په وژلو سره واکمني خپله کړه او د ۲۰۰۹م د فبروۍ له ۲۵مې څخه تر ۲۷مې پورې تر سره شوی وحشت زموږ د ټولو په یاد دی. په دې پېښه کې، دې د ملت پوځ او پوله ساتی ځواک کمزوره کړ او دوی دواړه یې یو د بل پر وړاندې ودرول. ورپسې په څو داسې دسیسو کې ښکلېله شوه، چې د خلکو په مغزونو کې یې د پوځ او نیمه پوځي ځواک پر وړاندې د بې باورۍ او شک تخم وشینده. د بنګلادېش پوله ساتی ځواک د بنګلادېش ټوپک والو یو ستر میراث دی او له لسګونو کلونو را پدېخوا یې ملت د هند له تېریو څخه ژغورلی دی، خو اوس پولې ته څېرمه د نږدې اوسېدونکو په ګواښلو سره د هند د سرحدي ساتونکو د یو ښاخ په توګه ترې ګټه اخیستل کېږي.
پر ځای د دې چې د بنګلادېش پوله ساتی ځواک د پولې د ساتنې په موخه ولېږل شي، دا ځواک په هره پېښه کې د خلکو پر وړاندې د یوې وسېلې په توګه کارول شوی، لکه سرکونو ته د خلکو راوتلو او د لاریونونو پر مهال.
سره له دې حسینې زموږ د پوځ د اخلاص او قربانیو په اړه مخالفتونه او شخړې را ولاړې کړې، چې دا به د ملي ټاکنو پر مهال له عامه غوښتنو سره سم پوځ ګماري، خو د کرکې له مخې یې کومه دنده یا واک ور نه کړ او دوی یې اړ کړل چې په چوپه خوله د دې د مسخره ټاکنو ننداره وکړي. ددې پرځای چې زموږ وړ او زړور سرتېري د روهینګیايي مسلمانانو لپاره د اراکان د ازادۍ په موخه ګمارل شوي وای او د هغو پر وړاندې چې موږ یې د میانمار د مارټین ټاپو په اړه بې ځایه ادعاوې اورو او همداراز د بنګلادېش پوله ساتونکي پر ځای د دې چې له روهنګیايي مسلمانانو سره مرسته وکړي چې له میانمار څخه د ژوندي وتلو په تمه دي،خو بنګلادېش ته د ور اوښتلو پر مهال پر دوی ډزې کېږي او نه پرې ښودل کېږي.
اې مسلمانانو! د دې لپاره چې خپل ظالمانه واک وغځوي او زموږ پر پوځ د هند-امریکا کفري امپریالیستي واک رامنځته کړي، حسینه غواړي زموږ دفاعي ځواکونه د دوی تر لاس لاندې وي او شمزۍ یې ماته وي. پر همدې بنسټ، را پاڅئ خپل ځواکونه د حسینې له شیطاني دسیسو څخه وژغورو. د حزب التحریر تر رهبرۍ لاندې یو ځای د خاینې حسینې د لیرې کولو له تحریک سره یو ځای شئ. موږ په کلکه په پوځ کې له مخلصو افسرانو څخه غوښتنه لرو، چې د ریښتني خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت(مادي ملاتړ) ورکړئ.
اې د پوځ مخلصو افسرانو! د مسلمان پوځ له سترو قوتونو څخه یو ستر قوت عام خلک دي او دا یوه نه بې لېدونکې برخه ده، چې په ګډه د کافرو-مشرکینو د تېري پر وړاندې ولاړ دي، یوه ستره بېلګه یې موږ پادوو چې په اوراماري پوله کې د شخړې پر مهال مو ولیدل، چې په ۲۰۰۱م کې د هند د تېري پر وړاندې څه رامنځته شول. خاینه حسینه غواړي چې ستاسو او خلکو تر منځ ټینګې اړیکې وشلوي، بې نظمي او بې باوري خپره کړي، ترڅو خلک پر تاسو باور له لاسه ورکړي او تاسو ته د دې د خاین واک د پای ته رسولو په اړه ونه وایي. دغه راز پوڅی رژیم ستاسو پر پوله ساتونکو ځواکونو فشار راولي، ترڅو له هندي سرحدي ځواکونو سره د ګلونو او خوږو په راکړه ورکړه کې او راکي بندهن په څېر د احمقانو کړنې تر سره کړي. راکي بندهن (د ورورۍ اړیکه) یو داسې هندی کلتور دی چې هندو نارینه یې له خپلو خویندو سره سرته رسوي). دا ځواکونه د فیلاني او د دې ملت د زرګونو نورو اتباعو وژونکي دي او بل لوري ته دغه ځواکونه دوی د خپلو خلکو پر وړاندې ګماري. د حسینې رژیم له تاسو غواړي چې په فیل‌خانه کې د افسرانو په وژنه او معیوب کولو کې د هند ښکېلتیا هېره کړئ او له بله اړخه له تاسو غواړي چې د خپلو وژل شویو ورونو قاتلینو ته غېږه پرانیزی. موږ، حزب التحریر له تاسو په ټینګه غوښتنه لرو چې د دې رژیم په لومه کې ښکېل نه شئ. د دې لپاره چې خپل پوځي او نیمه پوځي ځواک د مشرک هند له مریي‌توب څخه وژغورئ، نو دغه رژیم ژر تر ژره له پښو وغورځوئ او واک د نصرت ورکولو له لارې حزب التحریر ته ولېږدوئ، ترڅو راشده خلافت یو ځل بیا تاسیس شي. د خلافت تر چتر لاندې به تاسو د دې وړتیا ومومئ چې د هند او میانمار هر ډول تېري ته غوڅ ځواب ورکړئ. خلافت به خاینه حسینه ستاسو د ملګرو افسرانو د وژلو په تور، له هند سره د لاس یو کولو له امله د محاکمې مېز ته را کش کړي. د دې لپاره چې د هند تېری په دایمي توګه پای ته ورسېږي، د خلافت ځواکمن پوځ به د عامو خلکو په مرسته هند آزاد کړي او دا ملت به یو ځل بیا د اسلام تر حاکمیت لاندې راولي، ان شاء الله.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«عِصَابَتَانِ مِنْ أُمَّتِي أَحْرَزَهُمَا اللَّهُ مِنْ النَّارِ عِصَابَةٌ تَغْزُو الْهِنْدَ وَعِصَابَةٌ تَكُونُ مَعَ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ عَلَيْهِمَا السَّلَام»
[کتاب الفتن]
الله سبحانه و تعالی به زما له امت څخه دوې ډلې له اور څخه وژغوري، یوه هغه ډله چې هند فتح کړي او بله هغه ډله چې له عیسی ابن مریم علیهم السلام سره وي.
د حزب التحریر- ولایة بنګلادېش مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې