سه شنبه, ۲۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 ذولقعده 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 29 جولای 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۳۱

ولاية بنغلادش
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ډينګو ساري ناروغي: رژیم هغه خبرونه چې ګواکي دوی په دې اړه ډېر بې پروا دي خالي ګنګوسې بولي

یوازي د خلافت دولت کولای شي د خلکو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي

د بنګله دېش خلک پوهېږي چې په دې اړه رژیم له ډېرې بې پروایۍ کار اخلي. د ډاکه ښار ټول د ډینګو ناروغۍ نيولی او همدا ناروغي په راتلونکې کې ښايي ټول هېواد ونيسي. په هرو دوو دقيقو کې یو کس د ډينګو په ناروغۍ اخته کېږي. روغتونونه هڅه کوي په ناروغیو د ډېرو کسانو د اخته کېدو مخنيوی وکړي، خو بیا هم هره ورځ په همدې ناروغۍ د اخته کېدو او مرګونو خبرونه اورېدل کېږي. سر بېره پر دې چې د ډينګو ناروغۍ له خپرېدو وړاندې په دې اړه اندېښنې وې، خو بیا هم دې بې پروا رژیم د «ایدس» غوماشې چې د ډینګو اصلي لامل بلل کېږي مړې نکړې او نه یې هم  د دوی د زېږېدو ځایونه پاک کړل؛ په پای کې، د غوماشو شمېر لس ځلې نور هم ډېر شو. نه یوازې د دوی بې پروایي، بلکې فساد یې هم په ډاګه شو. کوم معاینات چې د ICDDR,B  او د ناروغیو د کنټرول مرکز له لوري تر سره شوي په ډاګه کوي چې د دوو ښاري کمپنیو له لوري د غوماشو وژلو درمل څخه ګټه اخيستل اغیزمن نه دي ـ ځکه چې د ایدس غوماشې نه وژني. خو وروسته له دې چې د می په ۲۲مه دغه رپوټ خپور شو، د ډاکه جنوبي ښار کمپنۍ   (DSCC) له دې درمل څخه ګټه اخيستلو ته دوام ورکړ! تر څو خپلې نیمګړتیاوې وپوښي، خو د دغه رژيم سپین سترګو وزيرانو او شاروالانو له دې درمل څخه ګټه اخيستل اغیزمن بولي او ادعا کوي چې غوماشې ډېرې غښتلې دي چې درمل پرې ځانګړی اغیز نه کوي، یا وايي چې ناروغان د تداوۍ لپاره روغتونونو ته نه ځي  او حتی د روهينګا پر مسلمانانو ملنډې وهي او وایي چې د غوماشو زېږېدل لکه د روهینګا مسلمانانو په څېر ډېر دي!

د داسې یو بحراني وضعیت په اړه له بې پروا څرګندونو وروسته، رژیم خپلې نيمګړتیاوې لکه د ولسمشر ټرمپ نيمګړتیاوو په څېر چې کله د کومو مطبوعاتو له لوري خپرې شي یوازې جعلي خبر او د خلکو ګنګوسې بولي! کله چې  خبري رسنیو په دغه ناروغیو د اخته کسانو دقیق شمېر او مرګ ژوبله خپره کړه، د جنوبي ښار ښاروال دغه خبر یوه ګنګوسه وبلله او ویې ویل چې د ماشومانو د اختطاف او د ډينګو له امله د ۳۵۰ زره کسانو د مړینې دسیسه یوه سرچينه لري او پټکه یې وکړه چې حکومت به د دوی پر وړاندې ګام اخلي او جزا به ورکوي.

اې مسلمانانو! د خلکو په درد او ناروغیو باندې د وزيرانو او شاروالانو ملنډې وهل د وژونکي ډيموکراټيک سيکولر نظام وژونکې مېوه ده چې دوی یې تولید او په سیاست کې ذوب کړي دي. بیا له قوانینو څخه ها خوا ولاړ وي؛ ځکه چې دوی هېچا ته حساب ورکوونکي نه دي، او بې قانوني ورځ تر بلې پراخېږي. وروسته چې کله خلک د دوی د جرمونو پر وړاندې ودرېږي، دوی بیا  د هغوی د ځپلو لپاره له نویو تکتيکونو څخه کار اخلي. ځکه چې یوازې د دغه قانون نه منل کافي نه،  بلکې موږ ته ښايي چې ټول ډيموکراټیک نظام ونه منو او د الله تعالی له لوري راليږل شوی نظام (راشده خلافت)  بېرته بیا د نبوت پر اساس رامنځ ته کړو.

اې مسلمانانو! تاريخ شاهد دی چې د خلافت تر سیوري لاندې خلکو پرته له دې چې د دوی دین او نژاد په نظر کې ونیول شي په غوره روغتیايي وضعیت کې له  نورو ټولو حقوقو سره یو ځای له ژوند خوند اخیستلو. د خلافت په بیا رامنځ ته کولو سره، خلک لکه د ډینګو ساري ناروغیو او وبا څخه ژغورل کېږي، ځکه په دغه نظام کې د دولت مشر (خلیفه) د دغه خلکو مسوولیت د شریعت له لوري پر ځان واجب بولي او د دغه واجب په ترسره کولو سره غواړي د الله تعالی رضایت تر لاسه کړي. رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَا مِن أَمِيرٍ يَلِي أُمورَ المُسلِمينَ، ثُمَّ لا يَجْهَدُ لَهُم ويَنْصَحُ لهُم؛ إلَّا لَم يَدخُل مَعَهُمُ الجَنَّةَ»

«هر څوک چې د مسلمانانو د کوم شي مسئولیت پر غاړه اخلي او د دوی اړتیاوو، بېوزلۍ او غوښتنو ته ځواب نه مومي، الله تعالی به د آخرت په ورځ د ده خپلې اړتیاوې، بېوزلي او غوښتنې له پامه غورځوي.» [ابو داود]

د روغتیا په اړه، د حزب التحریر د ليکل شوي اساسي قانون په ۱۶۴مه ماده کې ویل شوي دي: «دولت د ټولو خلکو لپاره وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، سربېره پر دې د شخصي روغتیایي خدمتونو او درمل پلورلو مخنيوی هم نه کوي». اسلام روغتیا او تداوۍ ته د سوداګریزو توکو په سترګه نه ګوري، بلکې د خلکو یوه مهمه اړتیا یې بولي. له همدې امله، د خلافت دولت پرته له دې چې شتمن او بېوزله وګړي په نظر کې ونيسي روغتیایي خدمتونه د بنسټيزې اړتیا په توګه په وړیا توګه وړاندې کوي.  د روغتیایي څېړنو د سټندرډ کولو لپاره کافي پیسې ځانګړې کوي. «ما أَنْزل اللَّه داءً إِلا أَنْزل لَهُ شفاء»... په حقیقت کې الله تعالی تر هغه وخت پورې ناروغۍ نه پیدا کوي تر څو چې یې د هغه لپاره درمل نه وي جوړ کړی. پرته له یوې ناروغۍ چې هغه زوړ عمر دی. [الترمذی].

ساینس پوهان د خلافت تر چتر لاندې د څېړنو او پرمختګ لپاره چې نوی درمل او تداوي ومومي هڅول کېږي. له همدې امله د ډینګو او ایبولا ویروسونو پر وړاندې پرته له دې چې د ګټې لپاره یې اندېښنه وکړي، ګام اخيستل کېږي. تر څو د وبا او ساري ناروغیو مخنیوی وکړي، دولت لکه د عمر رضی الله عنه په څېر اړين ګامونه پورته کوي لکه څرنګه چې په سوریه کې خلیفه د وبا د مخنيوي لپاره ګام پورته کړی وو، «کله چې په یوه سیمه کې وبا خپره شي، هېڅوک نه شي کولای هغه ځای پرېږدي یا هم ورشي». له همدې کبله، که چېرته هلته کومه وبا خپره وي خلیفه هغه ځای قرنطین کوي او هلته د اړتیا وړ درمل او نورې روغتیايي اړتیاوې ډېر ژر پوره کوي.

اې مسلمانانو! موږ تاسو هغه سپېڅلي نظام ته رابولو، چې د رب له لوري زموږ لپاره ټاکل شوی. د دغه مجرم واکمنانو او د دوی د نظام بار له خپلو اوږو ښکته کړئ، او نور د دوی د بې پروایئ او ظلم ښکار مه ګرځئ او د حزب التحریر تر مشرۍ لاندې د راشده خلافت د بیا رامنځ ته کولو لپاره لستوڼي بډ وهئ.

الله سبحانه و تعالی فرمایي:

(وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنْ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ)

«که د سيمو خلکو ايمان راوړی وای او د پرهېزګارۍ کړنلاره یې غوره کړې وای، نو موږ به پر هغو د اسمان او ځمکې د برکتونو دروازې پرانېستې وای.

حزب التحریر ولایه بنګله دېش مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې