جمعه, ۰۸ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     7 ذولحجه 1440

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 08 آګست 2019 م

شمېره:      ۳۳/۱۴۴۰

ولاية بنغلادش
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
اې مسلمانانو! هندو دولت د کشمیر د مسلمانانو د له منځه وړلو لپاره د جګړې په حال کې دی او زموږ مزدور حکام هم دغه ناوړه پروژه پیاوړې کوي

دغه خاین حکام مه منئ او زموږ له مېړنیو ځواکونو څخه د یرغلګرو هندوانو پر وړاندې د جګړې او مقاومت غوښتنه وکړئ

 

(ژباړه)

د مسلمانانو د خاینو حکامو (د ښکېلاکګر غرب نامشروع زامنو) په کڼې خاموشۍ کې د هند ډارن او مشرک دولت د خپل اساسي قانون له ۳۷۰مې او ۳۵مې مادې څخه په ګټې اخیستنې د کشمیر د بشپړ اشغال لپاره د یوې لویې نقشې ترسره کېدو په حال کې دی. هندو دولت اخر هم په دوو بېلابېلو سیمو او قلمروو د کشمیر د وېشل کېدو اقدام وکړ، ترڅو په مستقیم ډول دغه سیمه د هند دولت له لوري اداره شي. هندو دولت غواړي چې دغه سیمه په یوه استعماري پروژه بدله کړي، ترڅو په همدې وسیله د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې سیمه ییز جمعیتي شاخصونه بدل کړي او له دغې سیمې څخه د مسلمانانو په شړلو فلسطین ته ورته یاده سیمه د دغې نیمه لویې وچې په یوه برخه بدله کړي.

اې مسلمانانو! ایا د کشمیر د خلکو دغه برخلیک د امت د مخلصې رهبرۍ (راشده خلافت دولت) د نشت پایله نه ده؟ کشمیر د لسیزو لپاره د هندو دولت په اشغال کې دی او اوس یې بې دفاع پرېښودل، د اساسي قانون د ۳۷۰مې مادې لغوه کېدو پایله نه ده، بلکې مسلمانان له هغې ورځې بې دفاع پاتې دي، چې امپریالېستو کافرانو د لاسپوڅو حکامو په مرسته په اسلامي خارو کې د ۱۹۲۴ م کال  د مارچ پر درېیمه اسلامي خلافت له منځه یوړ. موږ یې له ۵۰ په ډېرو هېوادونو ووېشلو او د خپلو لاسپوڅو او مزدورو حکامو او پخپل لاس جوړو شوو نظامونو منلو ته یې اړ کړو.  د خپلو دښمنانو پر وړاندې کمزوري او بې سرپرسته پاتې شوو، په داسې ډول لکه یو ښکارچي چې خپله مړۍ ښکار کوي. هغوی زموږ خاورې پخپل واک کې راوستې او دا ډول تیري یې د کشمیر په ګډون د مسلمانانو ټولو اسلامي خارو ته خپاره شول. هندو دولت په ډیموکراټیکه اصطلاح د پردې تر شاه تر نن ورځې پورې د کشمیر پر مسلمانانو او پر دغه سیمه د فریب په ډول ظلم کړی؛ خو اوس چې د راشده ثاني خلافت پیاوړې څپه ویني، په ډېر نېږدې وخت کې د هغه له راتګ څخه ډارېږي او له مسلمانانو څخه په کرکې او دښمنۍ میدان ته راځي.

اې مسلمانانو! په داسې حال کې چې قصاب مودي په ډېرې سختۍ د کشمیر د اشغال لپاره د ټاکنیزو ژمنو ترسره کېدو په حال کې دی، خو هېڅ مخلص رهبر د امت د چارو ساتنې لپاره په دغه سیمه کې نه وینو. ایا زموږ لپاره دا د حیرانتیا وړ خبره نه ده چې د حسینې رژیم، مطیع، وژونکی او د ګجرات او کشمیر د مسلمانانو له منځ وړونکی د دغه یرغلګر هوډ پر وړاندې په دې وینا چې دا د هندو دولت کورنۍ قضیې دي، چوپ دی، یا دا چې پاکستان دې ته ورته یوه له فریبه ډکه بیانیه صادره کړه او خپل پیاوړي ځواکونه د کشمیر د ازادولو لپاره نه لېږي، یا دا چې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) خپلو بادارانو ته د چاپلوسۍ په حال کې دی؟

 له دغو مزدورو او کمزورو حکامو څخه باید څه ډول هیله ولرو، چې پخپلو خاورو کې پر مسلمانانو د ظلم لپاره ورته ماموریتونه مخته وړي او خپل باداران یې د هند د ګډې سیمې رامنځته کېدو لپاره په مخلصانه ډول کار کوي؟ دا هغه وخت دی چې موږ ډیموکراسي له ټولو نامشروع حکامو سره ونه منو او د مسلمانانو د ډال (راشده خلافت) غوښتونکي شو. دغه نظام به په فلسطین، کشمیر او ټولو اسلامي خارو کې د امپریالېستو کافرانو د ظلم د پای ته رسېدو ټکی شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» (صحیح مسلم)

ژباړه: یوازې امام (خلیفه) د مسلمانانو ډال او سپر دی، د هغه تر شا به وجنګېږي او  هغه به یې ساتنه وکړي.

اې د بنګله‌دېش مخلصو نظامي افسرانو! د هندو دښمن دولت پلانونه ښکاره دي. په داسې ډول چې همدا اوس په ټول وس په سیمه کې د مسلمانانو د له منځه وړلو په حال کې دي. کشمیر یوازې د کار پیل دی، د اسام او لودیځ بنګال مسلمانان به یې هم د قربانیانو یوه برخه وي، څنګه چې د مودي په ټاکنیزه بیانیه کې همدغه موارد یاد شوي دي.

اې افسرانو! دغه زموږ د محبوب او ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امت دی، چې همدا اوس په ډار او وحشت کې دی او یوازې تاسو له ظالمو مشرکینو څخه د هغوی د ژغورل کېدو وس لرئ. له الله سبحانه وتعالی او د حساب له ورځې څخه وډار شئ!  څه ډوب یه به منتقم«غچ اخیستونکي» ذات سره مخ کېږئ چې د جګړې لپاره له کافرو استعمارګرو (ملګرو ملتونو) سره له زرګونو مایله سفرونو څخه محاسبه کېږي؛ په داسې حال کې چې نه شئ کولی د ګډ دولت د فتحې لپاره ان څو مایله لاړ شئ او هلته په کشمیر او ګاونډیو خاورو کې مظلوم امت ستاسو پر مټ د ازادۍ هیله لري. د خپلو نیکونو خالد بن ولید او بختیار خلجي وینه تر اوسه ستاسو په رګونو کې جریان لري.

اې افسرانو! د حزب التحریر دعوت ته پام وکړئ! خپل لاسونه د مزدورو حکامو له لاسونو څخه بېل کړئ او دغه ناوړه ډیموکراسي، چې د دغو حکامو پروژه ده، له ریښو سره له منځه یوسئ او د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت لپاره، چې کمزوري او مظلومین ژغوري، حزب التحریر ته نصرت ورکړئ. خلیفه به تاسو په یو قوي ځواک بدل کړي او د مشرک دولت پر وړاندې به د هند د فتحې پر بنسټ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیري تر لاسه کېدو لپاره جهاد اعلان کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَـذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا﴾ [نساء: 75]

ژباړه: اخر څه دلیل دی چې تاسې د الله په لار کې د هغو بېوسو نارینه‌وو، ښځو او ماشومانو په خاطر نه جنګېږئ چې کمزوري کړای شوي، تر فشار لاندې نیول شوي او فریادونه کوي چې: «اې زموږ ربه، موږ له دې وطنه چې اوسېدونکي یې ظالمان دي وباسه او له خپل لوري څخه زموږ کوم سرپرست او مرستندوی پیدا کړه.»

د حزب التحریر ـ ولایه بنګلدېش مطبوعاتي دفتر

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې