شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 محرم 1441

میلادی نېټه :     جمعه, 13 سپټمبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۰۱

ولاية بنغلادش
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
سېکولر رژیمونه په واک کې د پاتې کېدو په موخه د امت سرچینې ښکېلاکګرو ته سپاري او یوازې خلافت د امت دغه سرچینې د امت لپاره کارولی او خوندي کولی شي

د جون په میاشت کې د حسینې حکومت د ګازو بیې د ګازو د ډېر کمښت له امله لوړې کړې. له قطر او ځینې نورو هېوادونو سره یې د راتلونکو ۱۵ کلونو لپاره د مایع طبیعي ګازو (LNG) د واردولو تړونونه لاسلیک کړل، چې له دوی څخه به هر کال میلیونونه ټنه طبیعي ګاز (LNG) واردوي. د دغو تړونونو له مخې په نامسکوني سیمو کې پر کارېدونکي ګاز تعرفې نیږدې دوه برابره شوې. خو د نوي جوړ شوي تړون (د ۲۰۱۹م کال د ساحلي سیمو د محصول د شریکولو تړون) له مخې حکومت د تولید د اغېز په پلمه د تیلو نړیوالو شرکتونو ته اجازه ورکړه، چې د بنګله دېش د بنګال په خلیج کې د ساحلي بلاکونو څخه کشف شوی ګاز د خپل هېواد د عایداتو د زیاتولو په موخه صادر کړي. واقعت دا دی چې په دې ډول دوی غواړي د خپلو غربي بادارانو (ښکېلاکګرو) او د دوی د متحدینو ګټې خوندي کړي.

 دولت غواړي د ګازو د بیو په لوړولو سره عام خلک وځوروي، دوی غواړي د ګازو په بیو کې د «۶.۵-۷.۲۵» ډالرو لوړولو او د تعرفې په لرې کولو سره د ګازو نړیوال شرکتونه پانګونې ته وهڅوي. د بنګله دېش مسلمانان د دغه تش په نامه ډېموکراتیکو غدارانو په وسیله له رامنځته شوي حالت څخه سخت ځورېږي.له یوه اړخه زموږ ذخایر ښکېلاکګرو کفارو ته په ورکول سره له لوی خطر سره مخ دي او له بله اړخه باید بېرته خپلې سرچینې په لوړه بیه له دوی څخه وپېرو او ددغه لګښتونو قېمت پرې کړو.

اې مسلمانانو! دغه تش په نوم ډېموکراتیک دولتونه ستاسو د هوساینې او حیاتي سرچینو پروا نه ساتي. دوی زموږ د ګازو او تېلو د پلټلو لپاره هېڅ ونه کړل او د طبیعي سرچینو د ساتلو او د هغوی د ظرفیت د لوړلو په تړاو بیخي بې پروا دي، د ډبرو سکرو او یورانیمو تیارې کشف شوې زېرمې خو بیخي پرېږده. دوی خلک د برېښنا او ګازو د مصنوعي او ساختګي کمښت په پلمه په دام کې اچولي او د «کړندۍ اجاره» او اجاري برېښنا د تولید قراردادونه یې په خورا لوړه بیه د فاسدې پروسې په لړ کې ورکړي دي. د دغو لګښتونو د پوره کولو په موخه د حسینې دولت په تکراري ډول برېښنا تعرفې لوړې کړې او پلان لري چې د پیسو نړیوال صندوق یا IMF په لارښونه د یادو تعروفو په لا زیاتولو سره په عامه خلکو فشار ډېر کړي. دغه حالت بیا د فاسدو سیاستمدارانو له لوري د د تولیداتو د شریکولو د قراردادونو په نامه د ملت د سرچینو لوټولو، مستقیمې بهرنۍ پانګونې، د لوړې بیې لرونکو LNG ټرمینالونو د جوړولو او داسې نورو د توجیه لپاره وکارېد.

اې مسلمانانو! طبیعي ګاز او نورې سرچینې د الله سبحانه وتعالی نعمتونه دي. اسلام طبیعي ګاز عامه شتمني بولي او د دولت هر وګړی باید ترې برخمن شي. د بنګله دېش سېکولر رژیم یوازې د بهرنيو شرکتونو او د خپل ښکېلاکګر بادار ګټي خوندي کوي او د دوی د پرېکړو او کړنو اساس په اصل کې د دوی د بادارانو ګټې او غوښتنې دي. د دوی کار دا دی چې خپل باداران خوشحاله او خپل واک خوندي کړي. دغه سېکولر رژیمونه ستاسو سرچینې نه شي ساتلی. اې مسلمانانو! دوی به تاسو پرې نږدي، چې د خپل هېواد له ذخایرو څخه کار واخلئ. موږ به تاسو ته هر وخت دغه یادونه کوو، چې یوازې د نبوت پر تګلاره جوړ شوی راشده خلافت (رښتینی خلافت) شریعت پلی کولی شي او تر څنګ یې طبیعي سرچینې له بهرنیو دښمنانو څخه خوندي کولی شي. دغه رښتنی ژر راتلونکی خلافت به یوازنی قدرتمن ځواک وي، چې د امت د ګټو لپاره به له طبیعي سرچینو څخه د ګټې اخیستلو لارښوونه کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«الْمُسْلِمُونَ شُرَكَاءُ فِي ثَلَاثٍ: فِي الْمَاءِ وَالْكَلَإِ وَالنَّارِ»

(رواه احمد، ابن ماجه)

ژباړه: مسلمانان په دریو شیانو کې سره شریک دي؛ اوبه، څړځایونه او اور او د هغوی خرڅول ورته ناروا دي.

حزب التحریر-ولایه بنګله دېش مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې