پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     25 شوال 1441

میلادی نېټه :     سه شنبه, 16 جون 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۱۷

ولاية بنغلادش
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ۲۰۲۰ – ۲۱ کال مالي بودیجه: له کووېډ- ۱۹ سره د مبارزې په نوم د پیسو غلا کول او د راتلونکو نسلونو اوږو ته د درانه بار پرېښودل

په پوره ډول دا تمه کېده چې د بنګلدیش دولت به د ۲۰۲۰- ۲۰۲۱ مالي کال لپاره ۵.۵۶۹۷۸ میلیارده ډالره بودجه له کووېډ- ۱۹ ویروس سره د مبارزې لپاره تصویب کړي، ترڅو په دې سره له هغو خلکو، مشرانو او پانګوالو سره مرسته وکړي، چې ډېر زیانمن شوي دي. د حاکم ګوند له خوا د دې بودیجې د اعلان هرکلی «امکاناتو ته د ویروس د بحران بدلون» د وسیلې په توګه دا په ډاګه کوي چې څه ډول دغه حاکم سېکولر رژیم د سیستم ټول زیانونه د کپيټلیستانو په خوښه او ګټه تماموي. په حقیقت کې دوی دا بودیجه د سیاسي او پانګوالو مشرانو لپاره په یوه غوره فرصت بدلوي؛ ځکه چې د کپیټلېزم تر واک لاندې د بودیجې ټاکل له ګټې او غلا پرته بله مانا نه لري. د بېلګې په ډول په دې بودیجه کې له کووېډ- ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې په پلمه د تېر کال په پرتله د کورنیو د روغتیايي برخې لپاره ۱۳.۶۶ سلنه ډېروالی راغلی، په داسې حال کې چې موږ پوهېږو چې حاکم رژیم ډېر پخوا له کووېډ- ۱۹ ویروس سره د مبارزې په پلمه زموږ ټول روغتیایي سیستم د فساد او غلاوو ډنډ ته ور ټېل وهلی دی.

د کرنتین په موده کې له کووېډ -۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د وسایلو او ماشینونو په ځانګړې توګه د ونتیلاتور په پېرلو کې د پراخ فساد په تړاو راپورونه خپاره شوي دي. دغه راز د روغتیايي مرکزونو یو شمېر مدیران او مشران هم په دې برخه کې د فساد له کبله د غږ پورته کولو په جرم (OSD) برخې ته لېږدل شوي دي. (ډاکه ټریبیون: ۲۰۲۰ میلادي کال د جون نهمه)

له همدې کبله مفسدو کسانو او کړیو ته د روغتیايي برخو د سپارلو او د دې برخې په ماتولو سره موږ په ښه ډول سره پوهېږو، چې دا دولت چاته او څه ډول د بودیجې ټاکل زیاتوي. اقتصادي کړکېچونه او د روغتیا په برخه کې روانې ناخوالې، دغه راز د دې وبا د درملنې پرمهال د عادي خلکو په پرتله د لوړ اقتصادي او سیاسي قشر لپاره د امتیاز مسئله اوسمهال پر یوه اصلي ټکي بدله شوې ده او دا په ډاګه کوي چې د دغه حاکم سیکولر رژیم لپاره د عادي خلکو ژوند اصلاً هېڅ ارزښت نه لري. دوی تمایل لري چې له کووېډ- ۱۹ سره د مبارزې په نوم د (وي ای پي) کسانو لپاره په میلیاردونو ټاکا ځانګړي کړي، خو په روغتیايي سکټور کې دا اصلاحات اصلاً په پام کې نه نیول کېږي، بلکې دوی په دې هڅه کې دي چې د فساد له لارې پیسې غلا کړي. دوی اوسمهال دا بودیجه د دې لپاره ځانګړې کړې، چې له دې لارې خپله پانګه نوره هم ډېره کړلی شي.

اوسمهال په پوره ناخوښۍ سره وینو چې دا فاسد او ظالم دولت په پلان شویو او د دوی په خبره په قانوني لارو زموږ د پیسو پر غلا نه دی راضي. دوی نه یوازې اوسنی نسل په ظالمانه او نامستقمیو مالیاتو تر فشار لاندې راوستی، بلکې غواړي چې دغه دروند پېټی هم راتلونکو نسلونو ته ولېږي.

د ۲.۲ میلیاردو ټاکا په غیر واقعي هدف ټاکلو سره د حسینې دولت د کورنیو تولیداتو او بهرنیو مرستو په هڅه کې دی، ترڅو په دې سره د ټولې ۱۹۰۰ میلیارد ټاکا (د ناخالص تولید شپږ سلنه) بودیجوي کسر ستونزه تر یوې کچې حل کړي. پر داخلي عوایدو سربېره، له بدنامو نوکلونیالیستي بنسټونو لکه له پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک څخه هم پیسې پور اخیستل کېږي، چې دا بیا د ودې او خلکو ضد شرایط لري. له همدې کبله به راتلونکي نسلونه د پور د مالیاتو تر درانه بوج او پېټي لاندې وي. دا پالیسۍ به د کم عاید لرونکو کسانو ژوند نور هم سخت او تریخ کړي او دغه دولت په دې سره د مالیاتو له تښتېدونکو او تورو پیسو واله پانګوالو سره نوره هم مرسته کوي، چې د خلکو پیسې غلا کړي. پر دې اساس دغه ټولنیوونکې وبا د نورو پخوانیو بحرانونو په څېر د وینې زبېښونکو پانګوالو لپاره یو فرصت دی، ترڅو د غریبو خلکو له درنو مالیاتو څخه خپل جیبونه او حسابونه ډک کړي.

اې د بنګله دېش خلکو! ستاسو د بدمرغیو لامل کووېډ- ۱۹ ویروس نه دی، بلکې کپیټلېزم او د دغه نظام پلي کوونکي، مفسدین او غله دي. دوی غواړي چې د کرونا وحشت دوام وکړي، ترڅو په دې سره د دوی اقتدار، سیاسي او معنوي ګټې تامین شي او دغه مالي بودیجه یې هم ښکاره بېلګه او یوه مهمه برخه ده. حزب التحریر به تاسو ته هېڅکله هم له دې تذکر او یادونې څخه ستړی نه شي، چې د دې بدمرغۍ یوازینۍ حللاره د پانګوال فاسد رژیم پرېښودل دي. دا رژیم ټول سیاسي او اقتصادي ځواک تر یوه اقلیت قشر پورې محدودوي، چې تل زموږ د پیسو د غلا په لټه کې دي. نو له همدې کبله پر تاسو غږ کوو چې د نبوت پر منهج سره د راشده خلافت د بیا راژوندي کولو لپاره له حزب التحریر سره د مرستې په پار مټې رابډ وهئ، ترڅو اسلامي اقتصادي نظام ستاسو ستونزې حل کړي. د اسلام اقتصادي نظام تر دې وړاندې هم زرګونه کاله په ټولو ولایتونو کې خپل عدالت او رښتینولي په ډاګه کړې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ

[العنفال: 24]

ژباړه: اې مومنانو! د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې بلنې ته لبیک ووایئ، کله چې پیغمبر تاسو ته د هغه شي پر لوري بلنه درکړي.

د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

بنګله دیش ولایه

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې