جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 ربیع الاول 1445

میلادی نېټه :     جمعه, 13 اکتوبر 2023 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۰۹/ ۱۴۴۵

ولاية بنغلادش
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د مسجدالاقصی او د فلسطين د خلکو دفاع ته د بلنې لپاره حزب التحریرـ ولایه بنګله دېش لاریونونه وکړل

(ژباړه)

«اې مسلمانانو، که مسلمان پوځونه د خلافت د تاسیس لپاره راودانګي؛ د مسجدالاقصی د بې حرمتۍ دفاع او د نامشروع یهودي دولت له منځه وړل حتمي دي.»

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۱۳مه، د جمعې تر لمانځه وروسته حزب التحریرـ ولایه بنګله دېش د ډهاکې او چیټاګانګ په بېلابېلو جوماتونو کې د یهودي اشغالګرو پر ضد لاریونونه او اعتراضونه وکړل؛ یهودي اشغالګر پوځونه د مسجدالاقصی بې حرمتۍ او د فلسطيني وګړو عام‌وژنې ته دوام ورکوي او په دې کې د غربي کفارو، په ځانګړې توګه د امريکا او برېتانیا مستقیم ملاتړ ورسره دی او د مسلمانانو لاسپوڅي حکام یې هم پر وړاندې چپ دي.

په لاریونونو کې ویناوالو وویل: د مسجدالاقصی د وروستیو بې حرمتیو او د اشغالګرانو له لوري د پرله پسې وحشتونو په لړ کې، د غزې تړانګې یو شمېر زړورو مجاهدینو د ۲۰۲۳م کال، د اکتوبر په ۷مه د نامشروع یهودي دولت پر وړاندې د الاقصی طوفان په نوم عملیات پیل کړل. د ځمکې، هوا او سمندر له لارې دغه بې ساري بريد د یهودي دولت د نه ماتېدونکی دفاعي سیسټم او پياوړي استخباراتي ځواک افسانه ماته کړه او دا یې ثابته کړه چې د دغه نامشروع دولت شتون یوازې د اسلامي خاورو د حکامو د خیانت له امله دی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرًى مُحَصَّنَةٍ أَوْ مِنْ وَرَاءِ جُدُرٍ بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْقِلُونَ]

ژباړه: «دوی (یهودان) به هېڅکله په راجمع کېدلو (په سپین میدان کې) له تاسو سره مقابله ونه کړي. که وجنګېږي هم، نو په کلابندو کلیو کې په کېناستلو یا د دېوالونو تر شا په پټېدلو سره (به وجنګېږي). دوی په خپلو منځو کې ډېر سخت مخالف دي. ته دوی سره غونډ ګڼې، خو د دوی زړونه یو له بله بېزاره بېل شوي دي. د دوی دا حال د بېعقلۍ له امله دی)» [حشر: ۱۴]

ويناوالو پر مسلمانانو غږ وکړ: د فلسطين په سپېڅلې خاوره کې د یو شمېر مسلمانو مجاهدينو زړورتيا د اسرايلو تش په نوم ځواکمن نامشروع دولت ولړزاوه او کمزورتيا یې په ډاګه شوه. دوی نړۍ ته په ډاګه کړه چې له نقشې څخه د اسرايلو له منځه وړل ممکن دي او دا یوازې د مسلمانو حکامو په سیاسي اراده پورې اړه لري. دوی یو ګډ باور راوپاراوه چې که چیرې یوه کوچنۍ، بې وزله مسلمانه ډله یوه ځواک ته ماتې ورکولای شي؛ نو د ټولو اسلامي خاورو د پياوړو پوځونو یووالی به دغه نامشروع یهودي دولت له منځه لاړ شي او فلسطين به ازاد شي. خو په دې لاره کې اصلي خنډونه د بنګله دېش په ګډون په اسلامي خاورو کې د غرب لاسپوڅي دي چې له یهودي دولت سره د اړیکو د عادي کولو په حال کې دي. له همدې امله د اقصی د ازادۍ په مبارزه کې ستاسو مسولیت دا دی، چې د خپلې کورنۍ له غړو، خپلوانو او ملګرو څخه پر هغو مخلصو پوځي افسرانو غږ وکړئ چې ژر تر ژره اوسنی حاکم رژیم ړنګ او حزب التحریر ته نصرت ورکړي چې بیاځلي د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړي او خپل ځواکونه د قدس ازادولو ته ور واستوي.

په پای کې ویناوالو د بنګله دېش د پوځ پر مخلصو افسرانو غږ وکړ: اوس د دې وخت را رسېدلی چې له ژور خوب څخه راپاڅېږئ. کله چې ستاسو زړورو وروڼو له پرمختللو وسلو پرته صهیونېستي اشغالګرو ته کلک ګوزار ورکړ، نو تاسو په کومه پلمه د فلسطین پر لوري نه وردانګئ؟ د امت زړورو زامنو جهاد وکړ او د الله سبحانه وتعالی د رضایت لپاره یې دنیا پرېښوده؛ اوس ستاسو ملاتړ ته سخته اړتیا لري او الله سبحانه وتعالی تاسو ته امر کوي چې ملاتړ یې وکړئ.

[وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ]

ژباړه: «هو، که هغوی د دين په اړه له تاسو مرسته وغوښته، نو د هغوی مرسته پر تاسو فرض ده» [انفال: ۷۲]

تاسو د دې لپاره مادي ځواک لرئ چې هغه غدار حکام تر پښو لاندې کړئ، چې د سپېڅلې خاورې د اشغال د له منځه وړلو په لار کې اصلي خنډ دي. دا غدار حکام به یوازې د دغه اشغال د اوږدولو لپاره د اوربند او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي. خو د تلپاتې اشغال د پای ته رسولو یوازینۍ حللاره د باطلو پولو ماتول، د حکامو لرې کول او له مسلمانو لښکرو سره یو ځای کېدل دي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسرا ځای ته د یوه واحد خلافت په توګه لاړ شي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنْ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا]

ژباړه: «اخر څه دليل دی، چې تاسو د الله تعالي په لاره کې د هغو بېوسه نارينه، ښځو او ماشومانو لپاره نه جنګېږئ چې کمزوري کړای شوي دي او فریادونه کوي چې: «اې زموږ ربه، موږ له دې خاورې چې اوسېدونکي یې ظالمان دي وباسه او له خپل لوري څخه زموږ کوم سرپرست او مرستندوی پیدا کړه.»» [نسأ: ۷۵]

د حزب التحريرـ ولایه بنګله دېش مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۸مه

۲۰۲۳م کال، د اکټوبر ۱۳مه

ژباړن: فریدون محتاط

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې