دوشنبه, ۱۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     23 ربیع الاول 1445

میلادی نېټه :     یکشنبه, 08 اکتوبر 2023 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۰۳/ ۱۴۴۵

ولاية تركيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
موږ پر حکامو غږ کوو! پورته شئ، که اوس اقدام نه کوئ، نو کله به یې کوئ؟

(ژباړه)

د اکټوبر ۷مه، شنبه ورځ سهار شپږنیمې بجې، د فلسطین اتلانو د اشغالګر یهودي دولت پر وړاندې پراخ او هراړخیز بريدونه پیل کړل او دفلسطین او نورو اسلامي خاورو د مسلمانانو سهار یې نېکمرغه کړ. په دغو عملیاتو «طوفان الاقصی» کې مجاهدینو له غزې څخه د فلسطین په اشغال شوې خاوره کې پر پوځي تاسيساتو، زندانونو، د پوليسو مرکزونو او نورو ځایونو چې اشغالګرو یهودو ترې کار اخيسته؛ بريدونه وکړل. په کوڅو او سړکونو کې یې یهودیان، چې ګومان یې کاوه په اوسپنیزه ګنبده کې به خوندي وي، ذليل او تر پښو لاندې کړل. د دغو بريدونو په ترڅ کې سلګونه اشغالګر ووژل شول او سلګونه نور ‎ونيول شول.

له ۱۹۴۸م کال راهيسې، ترهګر یهودي دولت چې د ډارنو عربي حکومتونو او د ترکيې او نورو اسلامي خاورو د مشرانو د چوپتيا له امله یې جرات پیدا کړی و او خپل اشغال یې پراخ کړی؛ د مسلمانانو ځمکې يې غصب کړې او بې ګناه ماشومان او ښځې یې  قتل عام کړې دي؛ دا ځل د دغو بريدونو پر وړاندې بې وسه او یوازې وو او هر لوري ته یې منډې وهلې. دا حالت د یهودي دولت ضعف او کمزوري په ډاګه کوي. د فلسطین ولس او زړورو مجاهدینو نړۍ ته وښوده چې یهود اشغالګر ذليل او کمزوري دي، خو په اسلامي هیوادونو کې خاین حکومتونه د خپلو قاتلینو کوربه‌توب کوي؛ له اشغالګر یهودي دولت سره د اړیکو عادي کولو پر سر سیالي کوي او په ورین تندي خبرې مخته ورسره وړي.

اې حکامو! د فلسطين له خلکو چې څومره تمه کېده، هغه یې پوره کړه؛ اوس ستاسو وار دی! هغه یهودیان چې د کم شمېر فلسطيني اتلانو د عملیاتو پر وړاندې لکه وېرېدلې هوسۍ هر لوري ته منډې وهلې، د ترکیې د پوځ او سرتېرو پر وړاندې به څه وکړي؟ کوم اقدام چې اوس کوئ، تاسو ته د تاریخ جوړولو فرصت درکوي. که دغه ستره جګړه وکړئ، پېړۍ پېړۍ به مو په اړه خبرې کېږي. لکه د صلاح الدين فتح، له قدس څخه د صليبیانو ایستل، چې هېڅکله نه هېرېږي. دغه ستره فتح او بریا به هم تر پېړیو د خلکو په یاد وي. له امريکا، چې د یهودي اشغالګرو ملاتړ کوي، مه وېرېږئ! د امريکا د زاړه ولسمشر ګواښونو ته غوږ مه ږدئ! له یاده مه باسئ چې د یهودي اشغالګر دولت راپرځېدل به دوی ډېر ووېروي!

اې زړورو مشرانو! دا ستاسو لپاره یو تاریخي فرصت دی! تاسو ولیدل چې مسلمانانو، سره له دې چې د دولت ځواک یې نه و او سرچینې یې ډېرې محدودې وې، څه وکړل. دوی اشغالګر حیران کړل او پرته له دې چې شاوخوا وګوري، وتښتېدل. که وغواړئ، دا اشغالګر دولت له نقشې څخه ایستلی او خپل نومونه په تاریخ کې په زرينو کرښو لیکلی شئ. که غواړئ له دغه تاریخي فرصته ګټه واخلئ او د الله سبحانه وتعالی او مسلمانانو پر وړاندې خپل مقام لوړ کړئ، نو همدا اوس اقدام وکړئ، که اوس یې نه کوئ، نو کله به یې کوئ؟! باید هېڅکله شاته ونه ګورئ! د ترکيې مسلمان ولس به په دې لار کې ستاسو د هر قدم ملاتړ وکړي.

اې مسلمانانو! پر هغو کسانو مه دوکه کېږئ، چې د غصب شوي یهودي دولت درد او ذلت ته په ټيټه سترګه ګوري! هغه دروغ اوس افشا شول چې یهودي دولت ډېر پیاوړی دی؛ اوس ښکاره شوه چې دا پلاستیکي او پړسېدلې پوکاڼې ته ورته دولت دی. راتلونکی ګام به دا وي چې د الاقصی سپېڅلې خاوره له دغو یهودو پاکه او دوی ترې وشړو. دا کار به د راشده خلافت له لارې کېږي، چې ډېر ژر به ان شأالله تاسیس شي. راشده خلافت به د دغه ډارن دښمن دېوالونه او کلاګانې ويجاړې کړي؛ دولت به یې له منځه یوسي؛ له هر لوري به خپل پوځونه ور مرش کړي او د نړۍ له نقشې به یې ورک کړي. نو د «دوو-دولتونو» پر حللاره، چې د فلسطین لپاره د امریکا پلان دی او د ترکیې او نورو هیوادونو له لوري د حللارې په توګه وړاندیز شوی، بسنه مه کوئ. د کافرې امریکا له لوري په پولو کې ترسيم شوي کوچني فلسطين باندې مه راضي کېږئ! پر ځای یې د خلافت غوښتنه وکړئ، ځکه د فلسطین حللاره یوازې یو دولت؛ د نبوت پر منهج راشده خلافت دی!

 [وَيَقُولُونَ مَتى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيباً]

ژباړه: «ښه نو دا به کله وي؟» ورته ووایه، «ولې حیرانېږئ؟» هغه وخت ډېر نږدې دی.» [اسرا: ۵۱]

حزب التحريرـ ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۳مه

۲۰۲۳م کال، د اکټوبر ۸مه

ژباړن: فریدون محتاط

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې