جمعه, ۰۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 ربیع الثانی 1445

میلادی نېټه :     یکشنبه, 29 اکتوبر 2023 م

شمېره:     

د فلسطين سپېڅلې خاوره
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
دیهودیانو لخوا د ټولوژنو پر وړاندې غبرګون لپاره د حکامو تختونه مات کړئ او له خپلو لښکرو سره د القدس پر لور لاړ شئ

(ژباړه)

ځناور دښمن خپله وحشي څېره ښکاره؛ د غزې په تړانګه کې د یوه روغتون په بمبارولو او هلته د سلګونه ناروغانو؛ ښځو او ماشومانو په وژلو او د روغتونونو مصونیت اصولو تر پښو لاندې کولو سره یې د جنایت غږ شرق او غرب ولړزاوه. له دې سره یې د ریاکار او بدجنسه غرب ټول ارزښتونه او د جعلي «انسانیت» دعوې له منځه یوړې.

دا روغتون د وحشي، جنایتکار او ډارن دښمن لخوا بمبار شو خو د وحشي غرب- چې پر خپلو دروغجنو او بې‌ارزښته انساني ارزښتونو نازیږي- ملاتړ ورسره و. هغه ارزښتونه چې د فلسطین خلک يې د «انسانیت» له تعریفه بیرون کړل ترڅو جنایتکار جنایت کولو ته وهڅوي. هغه ډول جنایت چې وړاندې له دې غرب د مسلمانانو پر وړاندې په وار وار کړی.

یاد روغتون د ډارنو، بې‌کفایته، خاینو او دسیسه‌کوونکو حکامو په وسلو بمبار شو چې نه د جاهلیت د وخت ځوانمردي، نه اسلامي تقوا او نه هم د نارینه‌وو صفتونه لري. د دوی غوږونه د مظلومانو د چغو پر وړاندې کاڼه دي؛ سترګې یې ړندې او زړونه یې فلج دي. دوی خپل خلک په ظلم فلج کړل او خپل پوځونه يې د ناکارۍ او حقارت په دایره کې حصار کړل. الله خو دې دوی له خپلو تاجونو او تختونو سره ورک کړي.

اې مسلمانانو: جنایتکار او خاین یهود او منافق او فاسق غرب ټول یو شان زموږ دښمنان دي. الله سبحانه وتعالی موږ ته د هغوی په اړه خبرداری راکړی؛ هغه سبحانه وتعالی فرمايي:

 [لَا يَرْقُبُونَ فِي مُؤْمِنٍ إِلّاً وَلَا ذِمَّةً وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُعْتَدُونَ]

ژباړه: «هغوی (نه یوازې ستاسو بلکې) د هیڅ ایمانداره په وړاندې د خپلوۍ او تړون رعایت نه کوي او هغوی تیری کوونکي دي.» [توبه:۱۰]

دوی همداسې دي؛ هېڅکله خپلو تړونونو ته ژمن نه دي. که پر موږ برلاسي شي د خپلوۍ یا بل هر راز تړون به تر پښو لاندي کړي. دا صفت له پخوا پکې دي؛ خو الله د هغوی په فریب خبر دی او هغه به شرایط بدل کړي.

 [وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ] 

ژباړه: «او موږ د خلکو ترمنځ د (ماتې او بریا) ورځې لاس په لاس کوو (کله يې یو چا کله بل چاته ورکوو).» [آل عمران:۱۴۰]

د دوی تېری اوږد شو؛ ظلم یې سخت شو او ظلم د ظالمانو د نیږدې راتلونکې بربادۍ او د مومنانو د هوساینې خبر ورکوي.

د یادې پیښې شهیدان د الله سبحانه وتعالی په رحمت او د ځمکې او اسمانونو په اندازه پراخ جنت کې دي.

په کړاوونو او بې وسۍ کې راګیر عزتمن او باوقاره اسلامي امت ته د ډارنو حکامو راپرځولو او د هغوی د ریښو ایستلو فرصت په لاس ورغلی؛ همدا د سم ګام پورته کولو وخت دی. دا د اسلامي امت د نن ورځې اړتیا ده چې د حکامو ماڼیو ته لاړ شي او هغوی له څوکیو ښکته کړي. دا فرصت په لاس ورغلی چې په دوی کې د یهودي دولت اجنټان او ساتونکي له واکه لرې کړي. بیا د الله سبحانه وتعالی د وعدې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیري پوره کولو لپاره د الله تعالی په عنایت او ساتنه د قدس پر لور روان شي.

[فَإِذَا جَاءَ ‌وَعْدُ ‌الْآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيراً]

ژباړه: «بیا کله چې د دویمې وعدې وخت راغلی، نو موږ نور دښمنان پر تاسو مسلط کړل چې هغوی ستاسو څېرې غمجنې کړي او مسجد (الاقصی) ته ننوځي، لکه څنګه چې اول ځل ننوتلي وو اور(یو ځل بیا د بیت االمقدس په ورانولو پیل وکړي) پر هر چا او هر شي چې د هغوی لاس بر شي تباه یې کړي.» [اسرا: ۷]

د فلسطین سپېڅلې خاوره کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې