سه شنبه, ۲۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 ذولقعده 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 29 جولای 2019 م

شمېره:      HTS 1440 / 61

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
دغه مقاله د ۲۰۱۹/۷/۲۴مه د الحور‌ة وېبپاڼې له لوري د خپرې شوې مقالې د لاندې سرلیک په ځواب کې ليکل شوې ده : «حزب التحریر غواړي په سوډان کې د خلافت دولت تاسیس کړي»

زموږ ځواب په لاندې ډول دی:

د بابکر فیصل ورور له لوري ليکل شوې مقاله هېڅ څرګند بنسټ نه لري، ځکه چې نوموړي هڅه کړې چې پر حزب تحریر بريد وکړي او نوموړی ناسم تورونه پورې کوي. نوموړی ادعا کوي چې ګواکي د عمر البشیر پخوانی نظام یو اسلامي نظام و او دې پایلې ته رسېږي چې حزب تحریر هم غواړي کټ مټ لکه د البشیر په څېر نظام پلی کړي. وروسته پرته له دې چې موږ په حقیقت پوه شو شعارونو او د احساساتو څپو ته لمن وهي. د دې لپاره چې انصاف مو په پام کې نيولی وي موږ یې د مقالي ځواب په بشپړه توګه داسې څېړو.

ليکوال ویلي: «د سوډان د ميلیونونو خلکو غوښتنې له هغو شعارونو سره چې د آزادۍ، سولې او عدالت لپاره یې پورته کړي وو او کوڅې یې په لاریونونو ډکې کړې وې همغږې دي.» موږ په ډاډ سره ویلی شو چې کله خلک د باندې راووتل، دوی له خپلو ځانونو سره د آزادۍ، سولې او عدالت شعارونه هېڅ نه لرل، سربېره پردې چې دوی د پانګوال «...ډيموکراټيک یا ډېکټاټوري» نظام د ظلم د پلي کېدو په پایله کې لاریونونو ته اړ شوي وو.

کوم چا چې دا شعارونو له ځان سره درلودل هغه  یو مشهور سازمان دی چې د ځوانانو د انقلاب په منځ کې ننوتی و. دوی ادعا کوله چې د دې لاریونونو مشري پر غاړه لري او تر اوسه هم په همدې اړه لګیا دي خبرې کوي، که څه هم دوی پوهېږي چې لاریون کوونکي د دوی پيروان نه وو، بلکې هغه څه چې دوی یې لاریون ته اړ کړي وو، هغه د حاکم نظام ظلم و، چې موږ یې وړاندې یادونه وکړه. دوی د عدالت او ښه ژوند غوښتونکي وو. موږ ښکاره وایو چې د اسلامي نظام پرته عدالت ناشونی دی، توپير نه کوي چې ليکوال یې مني او که نه ځکه الله تعالی فرمایي:

[وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ]

«څوک چې د الله تعالی له نازل کړي قانون سره سمې پرېکړې ونه کړي، ظالمان دي» [المائده: ۴۴]

د ليکوال د وینا لپاره چې وايي: «له شک پرته حزب تحریر له پوځ (د قدرت او ملاتړ خلکو) څخه غواړي چې د خلافت نظام د تاسیس لپاره دوی ته قدرت وروسپاري. په داسې حال کې چې دا غوښتنه د پاڅون کوونکو له شعار سره چې مدني دولت غواړي مغایرت لري. د خلافت او مدني دولت اساسات یو له بل سره په بشپړه توګه مخالفت لري؛ مدني دولت پر نشنلیزم ولاړ دی او د خلافت دولت پر دین ولاړ دی او د خلافت په دولت کې غیرمسلمانان داسې انګېرې چې ګواکي دوی دوهمه درجه وګړي دي.»

د پورتنۍ وینا په لومړي سر کې حقیقت نغښتی، خو په وروستۍ برخه کې یې دوکه ښکاري. رښتیا هم مدني دولت له خلافت سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی، ځکه چې خلافت د نړۍ د ستر څښتن رب تعالی پر اصولو او قوانینو ولاړ دی، خو مدني دولت د بې لارو او ناپوهو کسانو د نفسي غوښتنو پر اساس ولاړ دی. الله تعالی د دوی په اړه ښکاره وایي:

[أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُون]

[المائده: ۵۰]

ژباړه: که دوی د الله تعالی له قانون څخه مخ اړوي نو ایا دوی بیا د جاهلیت فیصله غواړي؟ په داسې حال کې چې څوک په الله تعالی باور لري، د هغوی په نزد له الله تعالی څخه غوره فیصله کوونکی هېڅ نشته.

بل ځای کې فرمایي:

[ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِّنَ الأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلا تَتَّبِعْ أَهْوَاء الَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ]

[الجاثیه: ۱۸]

ژباړه: له دې وروسته اوس [اې پیغمبره صلی الله عیله وسلم!] موږ د دین په اړه په یوه سمه روښانه لاره (شریعت) برابر کړی یې. له همدې امله پر هماغه لاره ولاړ شه او د هغو کسانو د نفسي غوښتنو پيروي مه کوه چې پوهه نه لري.

دا چې وايي غیر مسلمانان دویمه درجه اوسېدونکي دي په بشپړه توګه ناسمه ادعا ده او یوازې د خلکو منحرفول دي؛ ځکه هر څوک که هغه مسلمان وي او که غیر مسلمان چې د اسلامي دولت تابعیت ولري د اسلام ترځانګړو شرایطو لاندې له ټولو حقونو او اړتیاوو څخه خوند اخيستلای شي. د بېلګې په ډول واکمن باید غیر مسلمان نه وي، که نه تاسو غواړئ چې یو غیر مسلمان پر اسلام واکمن وي؟

 د داسې تورونو پر وړاندې د مومنانو د مشر علی رضی الله تعالی عنه او یوه یهودي ترمنځ د ډال پر سر د هغې دعوې بېلګه چې د محکمې واک یې د یوه داسې قاضي په لاس کې و چې د یهودي خوښ و خورا مشهوره ده کافي بولو.

ليکوال همدا راز ليکي: «حزب التحریر نه یوازې د دین پر اساس د دولت تاسیس غواړي، بلکې دوی په ډيموکراسۍ هېڅ باور نه لري او وایي دا یو کفري نظام دی او داسې نور...» موږ ده ته وایو، چې ډیموکراسي یو کفري نظام دی، پلي کول یې حرام دي او په دې اړه موږ ښکاره ثبوتونه لرو. مګر ليکوال چېرته دی چې داسې ثبوتونه وړاندې کړي چې ډیموکراسۍ ته جواز ورکړي او ووايي چې ډيموکراسي له اسلام سره مخالفت نه لري؟!

ليکوال بیا تکراروي: «داسې یو ملت چې د ژوند ټولې برخې یې پر اسلام ولاړې وي، یو ايډیولوژیک خیال دی» هغه دا خبره دوه ځلې تکرار کړې او په دې سره یې پای ته رسولې: «له شک پرته  حزب تحریر هم نورو اسلامي سیاسي ګوندونو غوندې دی او د خلافت د تاسیس پړاو او د حاکم د ټاکلو لپاره یو څرګند لیدلوری نه لري.))

رښتیا هم نوموړي ته عجیبه او د حیرانتیا وړ خبره برېښي ځکه چې دی له ظالم لوېديځ څخه د حل لار غواړي، حزب تحریر اسلامي ژوند د نبوت پر اساس د دویم راشده خلافت په خپل بلوري ليدلوري سره تشریح کوي او دا غلطه ادعا ده چې دا حل لاره ګواکي ايډیالوژیک خیال دی. لویه بد بختي دا ده چې د ساینس، عصریتوب، مدني دولت او نور ځلېدونکي شعارونه نه شي کولای د پانګوال ظالم نظام په چوکاټ کې د امت ستونزو ته د حل لار ومومي.

له شک پرته د دوی بدبختي له خپلې ناپوهۍ څخه سرچینه اخلي؛ که ليکوال په خپلو الفاظو ایمان لري باید د اسلامي دولت په اړه د حزب تحریر اساسي قانون د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او د نني واقعیت په اړه د شرعي قانون حل لارې لږ تر لږه یو ځل ولولي بیا کولای شي له پوهې سره سم په دې اړه خپل نظر وړاندې کړي، خو موږ یو شی ویلی شو چې انسان تل د خپلې ناپوهۍ دښمن وي! سربېره پر دې، موږ دغه ليکوال بابکر فیصل ته تر یو ځل ډېره بلنه ورکړې چې له موږ سره کېني خبرې وکړي خو هغه بیا هم په حزب تحریر خپلو برېدونو ته پرته له دې چې د حزب په اړه په څه پوه شي یوازې هغه څه چې یې زموږ په اړه  اورېدلي ادامه ورکوي!! موږ بیا هم له هغه څخه غواړو چې مهرباني وکړئ یو ځل له موږ سره وګورئ او د حزب تحریر پروژې ته نږدې راشئ او هره وړه یا ستره پوښتنه چې لرئ له موږ یې وپوښتئ، ځکه دی ادعا لري  چې مقالې یې له ګومان او شک پرته د پوهې او پېژندنې سره سمې خپرېږي.

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب تحریر ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر

 رسمي ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې