یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     3 ربیع الاول 1441

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 31 اکتوبر 2019 م

شمېره:      HTS 1441 / 10

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د حزب التحریر-ولایه سوډان یوه پلاوي د دیني چارو او اوقاف له وزیر سره وليدل

د حزب التحریر-ولایه سوډان د شورا غړي استاد عبدالله عبدالرحمن په مشرۍ، د حزب د عامه اړیکو د مرکزي کمېټې رییس ناصر رضا، د حزب التحریر-ولایه سوډان رسمي ویاند ابراهیم عثمان (ابوخلیل) او د حزب التحریر د غړي محمود عبدالرحیم حمیدي په ګډون یوه پلاوي د سوډان د دیني چارو او اوقاف له وزیر استاد نصر الدین مفریح سره د نوموړي وزارت په دفتر کې په درېیو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
لومړی؛ هغه ته یې په ډاګه کړه چې حزب التحریر یو سیاسي حزب دی، ایډیالوژي یې اسلام ده او هڅه کوي چې د نبوت په تګلاره د دویم راشده خلافت په تاسیس سره اسلامي ژوند بېرته را ژوندی کړي؛ ځکه په اسلام کې له خلافت پرته د واکمنۍ (دولت جوړونې) هېڅ بدیل نشته. دغه حزب د دولت لپاره ۱۹۱ ماده ییز اساسي قانون لري، چې له قران او سنتو څخه په صحیح ډول اجتهاد شوی دی. دغه اسلامي اصول او مفاهیم امت ته وړاندي شوي، چې ویې لولي او په خپل ژوند کې یې پلي کړي.
دویم؛ اسلام یوازینی رښتینی دین دی او پاتې نور هر څه په ناحقه دي. په همدې اړه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الإسْلامُ﴾
[العمران: ۱۹]
ژباړه: د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې رښتینی دین، اسلام دی.
﴿وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ﴾
[العمران: ۸۵]
ژباړه: هرڅوک چې له اسلام پرته بل دین غوره کړي، هېڅکله به ورڅخه قبول نشي او په اخرت کې به هم د ناکام او زیانمن وي.

اسلام ته د کفارو دعوتول د مسلمانانو مکلفیت دی؛ ځکه دا د امت مسوولیت دی، چې دوی د کفر له تیارو څخه د اسلام روښنایۍ ته ورسوي.
درېیم: د جمعې منبر یو مسوولیت دی، ځکه دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم منبر دی. له همدې امله هر هغه څوک چې د دغه منبر مسوولیت لري، نو د خلکو د خبرو او تورونو خیال باید ونه ساتي او یوازې باید له الله سبحانه وتعالی څخه وډار شي. سربېره پردې کفري استعمارګر هڅه کړي چې له دغو منبرونو څخه د اعتدال تر نامه لاندې هغه اسلام خلکو ته وړاندې کړي چې امریکا یې غواړي له اسلام څخه داسې یو کشیشي مذهب جوړ کړي، چې د خلکو له ژوند سره هېڅ اړیکه ونه لري، ځکه دوی د امت په بیدارۍ کې د منبرونو ارزښت درک کړی دی.

ابراهیم عثمان (ابوخلیل)
د حزب التحریر-ولایه سوډان رسمي ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې