یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     16 جمادی الثانی 1441

میلادی نېټه :     دوشنبه, 10 فبروری 2020 م

شمېره:      ۳۰/۱۴۴۱

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د حمدوک حکومت نه یوازې دا چې ناکام شوی، بلکې غواړي چې سوډان تر نړیوالې سرپرستۍ لاندې راشي

د انتقالي حکومت د لومړي وزیر ډاکټر عبدالله حمدوک له لوري په سوډان کې له امنیت شورا څخه د یو لیک په لېږلو سره غوښتنه وشوه، چې د سولې د ملاتړ لپاره تر شپږم څپرکي لاندې یو ځانګړی سیاسي پلاوی وټاکي. په دې شرط چې د راتلونکي پلاوي دنده به دا وي، چې د سوډان ټوله سیمه تر پوښښ لاندې راولي. د دغې غوښتنې پر اساس، پلاوی اړ دی چې د اساسي قانون د سند پلي کول، د سولې خبرو اترو لپاره د ښو دفترونو لپاره فرصت رامنځته کول، د بې ځایه شوو وګړو او کډوالو بېرته خپلو سیمو ته ستنول او له دوی سره یو ځای کېدل، انتقالي عدالت، د ملکي وګړو ساتنه او د پولیسو ځواکونو د وړتیا لوړول... او نور مسوولیتونه ترسره کړي!

موږ فکر نه کاوه چې یوه ورځ به راځي او یو مسلمان واکمن به دا له شرم او ذلت څخه ډکه خبره کوي. د لومړي وزیر له لوري دا غوښتنه ښيي چې انتقالي حکومت له سیاسي او اقتصادي پلوه یو ناکام حکومت دی او حتا خپل امنیت نه شي نیولی. که داسې نه وي، نو ولې د ملګرو ملتونو له پلاوي څخه د یو غوره دولت د کړنو په اړه پوښتنه کوي؟ دوی غواړي چې پلاوی باید خپله د دولت څارونکی وي. د اساسي قانون د پلي کېدو لپاره د ملاتړ پر غوښتنې سربېره هغه سند چې په سوډان کې یې د برېښنا جوړښتونه رامنځته کړي دا څرګندوي، هغه مهال به څه پاتې شي، چې په یو ازاد حکومت کې د خپلواک حکومت په توګه ونه بلل شي؟!

انتقالي حکومت غوښتنه کړې چې د سوډان نوم تر نړیوالې سرپرستۍ لاندې ونیول شي. لا تر اوسه هېڅ پخواني اجېنټ دا غوښتنه نه وه کړې، دا نه یوازې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره خیانت دی، بلکې د سوډان له هغو خلکو سره هم خیانت دی، چې د رښتیني انقلاب په لاره کې یې قربانۍ ورکړې وې او وینې یې تویې شوې وې. په هر صورت کله چې کړکېچونه رامنځته کېږي، حکومت په بشپړ ډول بې کفایته وي او حتا خپله ناکامي مني. د دې پر ځای چې د عدالت په ټینګولو کې حکومت پر خپلو خلکو باور وکړي او مخ و دواړوي، دوی ځي پر خپلو بادارانو غږ کوي چې سوډان د ځایي اجېنټانو له ملاتړ پرته نېغ په نېغه استعمار کړي.

اې د سوډان خلکو! له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره تاسو یوه لاره لرئ، هغه دا چې تاسو د اسلام له حکم سره سم د رښتیني بدلون او د نبوت پر اساس د راشده خلافت د رامنځته کولو لپاره مټې راونغاړئ. په دې سره به په هېواد کې د ښکېلاګرو لاسونه پرې کړئ، ترڅو موږ د خپل رب د خوښې وړ په جنت او ځمکه کې تر برکت لاندې ژوند وکړو. الله سبحانه وتعالی په دې اړه له موږ سره ژمنه کړې او فرمایي:

﴿وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ﴾

[الاعراف: ۹۶]

ژباړه: که د سیمو خلکو اېمان راوړی وی او د پرهېز ګارۍ لاره یې غوره کړې وی، نو موږ به پر هغوی د اسمان او ځمکې د برکتونو  دروازې پرانیستې وی.

د حزب التحریر-ولایه سوډان رسمي ویاند ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې