چهارشنبه, ۲۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     24 شوال 1443

میلادی نېټه :     سه شنبه, 24 می 2022 م

شمېره:      ۳۷/ ۱۴۴۳


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
حزب التحریر له هېڅ لوري سره پر ګډ اقدام لاس نه دی پورې کړی

 

د قانون او پرمختګ حزب یوه خبرپاڼه خپره کړې ده، چې سرلیک یې دی: "د قانون او پرمختګ حزب او حزب التحریر د ملت د پوهاوي لپاره پر ګډ کار بحث کوي" چې په هغه کې د قانون او پرمختګ حزب مرکزي دفتر ته د حزب التحریرـ ولایه سوډان د پلاوي سفر او د دغه حزب له مشر ډاکټر محمد علي الجزولي سره ګډې ناستې ته اشاره شوې ده، چې د ۲۰۲۲م، د می په ۲۳مه ترسره شوه. په خبر کې ویل شوي: "دواړه حزبونه د ګډ کار پر اهمیت باور لري، چې د ملت د پوهاوي په لوړولو، د روښنایۍ په خپرولو او د دوی پر عقیده او هویت د بریدونو پر وړاندې خپله فکري مبارزه پر مخ یوسي.»

د دې لپاره چې له خبر څخه ناسم پوهاوی نه وي شوی، حزب التحریرـ ولایه سوډان لاندې خبرې تاییدوي:

لومړی: حزب التحریر غواړي چې د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت په بیا تاسیس سره اسلامي ژوند بېرته له سره پیل کړي، د همدې لپاره له سیاسي مشرانو، مفکرینو، د رسنیو له متخصصینو او نورو عامو وګړو سره لیدنې کوي. موږ له هر چا سره په دې اړه خبرې کوو، ترڅو له موږ سره د حیاتي هدف په اړه ګډ کار وکړي.

دویم: موږ په جمعي توګه سیاسي کار پر مخ وړو او له سیاسیونو، د اسلامي امت له رهبرانو او نورو کسانو څخه غواړو چې له موږ سره په خبرو کې برخه واخلي، چې ځینو یې راسره برخه اخیستې ده. ځینې بنسټونه او احزاب له موږ څخه غواړي چې د دوی د فعالیتونو په اړه له دوی سره په خبرو کې ګډون وکړو او د موضوع په اړه له دوی سره خپل لیدلوری شریک کړو. په هر صورت موږ دوی داسې معرفي کوو لکه څنګه چې دي او موږ هم له دوی هیله لرو ترڅو موږ داسې معرفي کړي لکه څنګه چې یو.

درېیم: موږ له هېڅ حزب سره ګډ کار نه کوو، ځکه چې موږ یو روښانه او شفاف منهج لرو او په ډېر اخلاص سره یې پیروي کوو. له همدې امله موږ خپله لاره نه بدلوو، بلکې موږ ټولو ته بلنه ورکوو، ترڅو له موږ سره زموږ پر لار حرکت وکړي، چې موږ يې يوازينۍ شرعي لاره ګڼو او کولای شي چې موږ هغه هدف ته ورسوي، چې موږ یې په لټه کې یو. د سوډان، د ټولو اسلامي خاورو او ان د ټولې نړۍ ستونزې له اسلام پرته نه شي حل کېدای، چې د سايکس-پيکو د ملي دولتونو لاندې د پلي کېدو وړ نه دي، بلکې د نبوت پر منهج د راشده خلافت تر سیوري لاندې په نړیواله کچه د پلي کېدو وړ دي.

}قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ{[یوسف: ۱۰۸]

ژباړه: ته دوی ته په ډاګه ووایه: زما لاره خو دغه ده، زه د الله تعالی لوري ته دعوت کوم. زه په خپله په پوره رڼا کې خپله لاره وینم او زما ملګري هم؛ الله تعالی پاک دی. له مشرکانو سره زما څه اړیکه نشته.

ابراهیم عثمان (ابوخلیل)

د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې