سه شنبه, ۰۵ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     6 شوال 1443

میلادی نېټه :     جمعه, 06 می 2022 م

شمېره:      ۰۵/ ۱۴۴۳


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د مسلمانانو اړوند ښوونځیو تړل د مسلمانانو هویت په نښه کوي

 

ډاګینس نیهیټر، ګوتبورګپوستین او افتونبلادیت د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د سویډن د ښوونځیو پلټونکې ادارې د مسلمانانو اړوند د دوو ښوونځیو جوازونه، وروسته له هغې لغوه کړل چې د سویډن امنیتي خدماتو ادارې خبرداری ورکړی و، چې زده کونکي یې د اسلامي ایډیالوژۍ له امله د افراطیت له خطر سره مخ دي. دا پریکړه لږ تر لږه ۳۰۰ ماشومان اغېزمن کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په سویډن کې د ښوونځیو د تفتیش له امله د مسلمانانو اړوند ښوونځيو جوازونه لغوه او بلاخره تړل کېږي. څه موده وړاندې په والینګبي کې د الازهر ښوونځي د تړلو پرېکړه وشوه او له هغې وړاندې  په کوتنبرګ کې د روموسیکولان جواز لغوه شو. له روموسیکولان سره د سیاسیونو د چلند په اړه د ښار د تفتیش ادارې له نیوکې او د محکمې د حکم سربېره، چې ښوونځي کولای شي ادامه ومومي، دا کار وشو. اداري محکمې ویلي وو چې «د ښوونځي د مفتش پرېکړه، د مدیر او د ماشومانو یا زده کوونکو لپاره ډېرې ناوړه پایلې لري.» تر دې وړاندې هم لسګونه اسلامي ښوونځي بد نام او بیا تړلو ته اړ شوي دي. له نیوکو سربېره د مسلمانانو اړوند ښوونځيو پر وړاندې د تاوتریخوالي لړۍ دوام لري او دا دي اوس یې دوه نور ښوونځي هم وتړل، چې په دې سره ۳۰۰ زده کوونکي اړ شول، چې خپل ښوونځي بدل کړي.

د ناوړه پایلو او يا د درسي نيمګړتياوو پر اساس د مسلمانانو اړوند ښوونځيو تړل يوه تعليمي پرېکړه نه، بلکې يوه سياسي پرېکړه ده چې د اسلام خلاف انګېزې لري. نور ښوونځي لکه د کرسچن ایمانویل ښوونځی د LGBT مسایلو او په ښوونځي کې د LGBT خلکو سره د ناوړه چلند له امله تر نیوکې لاندې راغلي، خو دا د دې لامل نه دي شوي چې جوازونه یې بېرته واخیستل شي. 

د اسلام په اړه د سیاسي احزابو او سیاسیونو وسواس، د اسلام له پرمختګ څخه وېره او پر اسلام د مسلمانانو ټینګار، دوی یوې بایللې جګړې ته ټيل وهي، چې د ښوونځيو تړل یې یوه نمونه ده. سوسیال ډیموکراتانو غوښتل چې د مسلمانانو اړوند ښوونځي وتړي او د یهودانو ښوونځي نه. د سویډن د ښوونې او روزنې وزیرې ایکسټروم د مسلمانانو اړوند ښوونځیو د تړلو په اړه وویل: "موږ غواړو چې ماشومان او زده کوونکي په متنوع ښوونځيو کې زده کړې وکړي." د ایکسټروم په وینا "موږ د سیستماتیک جنسیت جلا کولو قضیې او افکار لیدلي چې د سویډن په ښوونځیو پورې اړه نه لري." په دې توګه د مسلمانانو اړوند ښوونځیو د تړلو انګیزه او د ښاروالۍ ښوونځیو ته د مسلمان ماشومانو په ورلېږلو سره د دوی دماغ مینځل کېږي او سیکولار کولو ته یې لاره هواریږي، دوی غواړي دغه ماشومان د سویډن ښوونځیو سره سم په مساوي توګه وروزل شي. له همدې امله د ګوتنبرګ د ښاروالۍ کمیسار اکسل درویک د روموس ښوونځي د تړلو پریکړه "د ماشومانو لپاره ساتیري" وباله او ویې ویل چې د روموس ماشومان به اوس "د سویډني ټولنې سره د یو ځای کېدو رښتینی فرصت ومومي."  

موږ تل ویلي چې له نژادي تبعیض او ادغام څخه د مسلمانانو د هویت د له منځه وړلو کار اخیستل کېږي، چې په زور او جبر سره ماشومان له سیکولار ارزښتونو سره یوځای کوي. د ادغام او تبعیض مسأله په ژبه کار نه لري، یو مسلمان د خپل اسلامي هویت په ساتلو سره په ټولنه کې اغېزمنه ونډه اخلي. خو نن ورځ ادغام او تبعیض د ارزښتونو پریښودلو او په ټولنه او ارزښتونو کې یې د ځای پر ځای کولو مانا لري. که له تاسو سره یوځای شوي نه وی، نو تاسو افراطي بلل، چې دا یو ناڅرګند تور دی او په عملي توګه د سیکولار ارزښتونو د نه منلو مانا لري. له همدې امله د سویډن امنیتي خدماتو خبرداری ورکړی، چې ماشومان د اسلامي ایډیالوژۍ له امله د افراطیت له خطر سره مخ دي. د دې مانا دا ده چې ماشومان د اسلامي ارزښتونو سره سم لوی شوي دي. له اسلامي ارزښتونو سره د مبارزې په برخه کې د حکومت لیوالتیا د دې لامل شوې چې پولیسو ته دا واک ورکړي، ترڅو له شواهدو او اسنادو پرته نور ښوونځي هم وتړي. د عدلیې وزیر مورګان جانسن، او د کورنیو چارو پخواني وزیر مایکل ډمبرګ په ۲۰۲۰م کال کې د DN په یوه نظریه کې لیکلي چې د امنیتي پولیسو پراخ کار د ۵ ښوونځیو د تړلو لامل شوی او د دې هڅو دفاع یې کړې، چې "د ښوونځیو تړلو سلګونه کسان له افراطیت څخه ژغورلي دي."

نو په داسې حال کې چې اسلام په پرلپسې ډول تر برید لاندې دی او اسلامي ارزښتونه له ستونزو سره مخ دي، د خصوصي اسلامي ښوونځیو تړل باید درک شي. د ښوونځيو تړلو، د قرآن سوځولو او د مسلمانو ماشومانو لپاره د ټولنيزو خدمتونو د برمته کولو تر منځ کوم اساسي توپير نشته او دا د ادغام پالیسۍ په کڅوړه کې مختلف وسایل دي.

زموږ پیغام غیرمسلمانانوس ته!

له اسلام سره د سیاسیونو کرکه د دې لامل شوې چې د اسلام پر وړاندې مبارزه کې ستاسو ارزښتونه او اصول هم تر پښو لاندې شي. له مسلمانانو پرته هر څوک کولای شي د بیان له ازادۍ څخه برخمن شي. له مسلمانانو پرته هر څوک کولای شي چې خپل ارزښتونه وساتي او اجازه نشته چې د سویډن له نصاب سره سم ښوونځي ولري، خو له اوکرایین څخه یو کډوال نيامكو صبوني کولای شي چې له خپل نصاب سره سم د ښوونځي جواز وغواړي. که چیرې د ټولنې اصولو ته د مداخلې اجازه ورکړل شي، ډېر ژر یا وروسته به د اسلام ضد سیاست د ټولنې د زوال لامل شي. مسلمانان هر څه سم کولای شي او محاکمې ګټلی شي، خو سیاسیون په تېره بیا د سویډن امنیتي ادارې په پټو سترګو او پراخو تورونو سره خپل ځانونه کندې ته ورغورځوي. په ۲۰۱۹م کې ساپو پرته له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي ۵ امامان نیولي او د شړلو سزا یې ورکړې. ایا سویډن باید همداسې وي؟ د قانون له حاکمیت پرته د پولیسو دولت؟

ګرانو مسلمانانو!

تاسو تر ټولو غوره الګو (رسول صلی الله علیه وسلم) لرئ، چې د اسلام له امله ګواښل شوی او ځورونې یې ګاللي دي؛ هغه صلی الله علیه وسلم خپله الګو ونیسئ، د اسلام په عقیدتي مطالعه له هغه صلی الله عیه وسلم څخه دفاع او نړیوالو ته د تګلارو په وړاندې کولو سره د خپل ځان او اولادونو ساتنه وکړئ. موږ یوازې په همدې سره کولای شو،  چې ځان له ادغام څخه وساتو. د انسانانو د ستونزو حل، د اسلام په وړتيا په باور درلودلو کې دی.

د سیاسي ګوندونو او سیاستوالو لپاره! تاسو پوهیږئ چې ستاسو نظریه مخ پر خرابیدو ده او موږ پوهیږو چې تاسو هڅه کوئ چې پر اسلام په برید کولو سره په خپلې ناکامۍ سترګې پټې کړئ. خو د اسلام پر وړاندې ستاسو احمقانه مبارزه به ستاسو د زوال لامل شي. تاسو به هېڅکله د مسلمانانو له زړونو څخه د اسلام په لیرې کولو کې بریالي نه شئ، ځکه چې موږ په دوی کې هغه حقیقي ارزښتونه ساتو چې هېڅکله نه پلورل کېږي.

د حزب التحریرـ سویډن مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې