دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 ذولحجه 1443

میلادی نېټه :     دوشنبه, 25 جولای 2022 م

شمېره:      ۱۰/ ۱۴۴۳

أوزبيكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
ایا د ازبکستان حکومت د حزب التحریر پر وړاندې په مبارزې سره د ښکېلاکګرو بادارانو خوشحاله کول غواړي؟

په دې وروستیو کې په ټولنیزو او ځینو نورو رسنیو کې د حزب التحریر د یو شمېر غړو د نیولو خبرونه خپاره شول. د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۲م کال د جولای پر ۱۶مه، د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه خبر خپور شو چې سرلیک یې داسې و: «په تاشکند کې د حزب التحریر د غړو فعالیتونه په نښه او له منځه یوړل شول.» په خبر کې زیاته شوې: «د امنیتي ادارو د چټکو اقداماتو په پایله د حزب التحریر افراطي سازمان د غړو فعالیتونه چې زموږ په دولت کې منع شوي، په نښه او هغه کسان یې ونیول شول چې په «سرګلي» او «مزار» سیمو کې ژوند کوي.» په راپور کې راغلي چې د دغو کسانو «جنایت کوونکي فعالیتونه» د محمود مومن او اسلام ابو خلیل له لوري رهبري کېږي، چې اوس تر نړیوال څار لاندې په لېست کې شامل دي.  

د ازبکستان دولت له خوا د حزب التحریر پر وړاندې پر لپسې داسې بريدونه ترسره کول د هغوی د ښکېلاکګرو بادارانو د خوشحاله کولو هڅه ده. همدا ښکېلاکګر ښه پوهېږي چې حزب التحریر د دې لپاره کار کوي چې یو ځل بیا اسلام پر مسلمانانو پلی شي. له همدې امله دوی پر حزب التحریر د افراطیت او ترهګرۍ تورونه لګوي او د ازبکستان په ګډون خپلو لاسپوڅو رژيمونو ته امر کوي چې په همدې نوم یې وځپي.که څه هم «یهودي کریموف» دا ادعا هم کړې وه چې له مفکورې سره باید پر مفکوره مبارزه وشي، خو له حزب التحریر سره یې ځکه جګړه وکړه چې فکر یې نه  درلود.

د ازبکستان اوسنی حکومت هم له حزب التحریر سره له همدې امله مبارزه کوي، ځکه دوی هم فکر نه لري او دروغ وايي چې ګواکي نیول شوي کسان د محمود مومن او اسلام ابو خلیل له لوري رهبري کېږي. موږ خبر یو چې د ازبکستان حکومت هغه مسلمانان هم له زندان څخه ازاد کړي چې له کلونو راهیسي بندیان وو، خو په ورته وخت کې یې بیا نور مسلمانان په ځانګړې توګه د حزب غړي زندان ته اچولي او په دې سره د «هڅونې او ګواښ» پاليسي مخته وړي.

د ازبکستان حکومت باید درک کړي چې مسلمانان پوه شوي چې د حزب التحریر او اسلامي عقیدې د افکارو او مفاهېمو پر بنسټ ژوند کول یوه حیاتي مسله ده او په اسلام کې ژوند کول د ټولو ان د کفارو حقونه خوندي او عدالت ټینګېږي.

 له همدې امله دوی د اسلامي ژوند هیله لري او طبیعي ده چې دا هیله ورځ تر بلې پياوړې کېږي. د مسلمانانو په مخ کې نه ازبک، نه روس، نه امریکا او نه هم غرب خنډ کېدای شي. دا حکومت چې هر څومره هڅه وکړي چې پر حزب التحریر تور پورې کړي، بیا هم د رسول صلی الله علیه وسلم پر تګلاره د راشده خلافت د تاسیس پر وړاندې نه شي درېدای. نو د حکومت ښکېلاکګر بادران چې هر څومره هڅه وکړي او په ډېره اندازه پیسې ولګوي، یوازې خپل زړونه ماتوي او په پای کې له ماتې سره مخ کېږي، ځکه دا د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د رسول صلی الله علیه وسلم زیری دی. خلافت دولت به له هغو کسانو سره حساب کوي چې پر خلکو یې ظلم کړی دی.

 (إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ) [انفال: ۳۶]

ژباړه: هغه کسان چې کافران شوي، خپلې شتمنۍ د الله سبحانه وتعالی له لارې څخه د خلکو په راګرځولو لګوي، هغوی دغه شتمنۍ چې د تر لاسه کېدو لپاره یې زحمت ایستلی، په همدې لاره کې مصرفوي؛ خو د پېښمانه کېدو لامل به یې شي او وروسته به له ماتې سره مخ شي. په بله نړۍ «اخرت»کې به کافران د دوزخ لور ته ورټول کړل شي.

د حزب التحریرـ ولایه ازبکستان مطبوعاتي دفتر

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې