جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     5 صفر 1442

میلادی نېټه :     یکشنبه, 12 سپټمبر 2021 م

شمېره:      ۰۰۵/ ۱۴۴۳

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د (ترهګرۍ) پر وړاندې له ۲۰ کاله جنګ وروسته څه پېښ شول؟

د ۲۰۰۱م کال، د سپټمبر له ۱۱مې، کله چې په نیویارک کې پر نړیوالو سوداګریزو مرکزونو برید وشو، امریکا افغانستان او عراق اشغال کړل، چې «د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه» نوم یې ورکړ، له هغه وخت راهیسې شل کلونه تېر شول او نن د ماتې پر مهال امریکا له افغانستان څخه وځي، هغو کسانو چې پرې باور کړی و هغه تر شا پرېږدي او د کابل په هوايي ډګر کې ژاړي.

شل کاله وړاندې، نړۍ په پرانېستو سترګو لیدل چې «د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه» د امریکا له کاذبې پلمې پرته بل شی نه و. د دغه امر هدف د یو نظامي او سیاسي کمپاین پر لاره اچول و، چې اسلامي هېوادونه لاندې کړي، خلک یې تسخیر او شتمنۍ یې چور او مهار کړي، یا لکه څرنګه چې د امریکا ولسمشر د اعلان پر مهال دغه کار «صلیبي جګړه» اعلان کړه.

د نظامي اړخ په اړه، امریکا مستقیماً افغانسان او عراق اشغال کړل او د دغه اشغال په پلمه یې په منځني ختیځ هېوادونو، جنوب هېوادونو او مرکزي اسیا هېوادونو کې خپلې نظامي اډې ځای پر ځای کړې. وروسته د دغه نظامي خوځښت له حضور څخه په ګټه اخیستلو یې پر نورو وسله والو سازمانونو هم نفوذ پیدا کړ، تر څو د خپلې مبارزې د توجیه لپاره هغوی دخیل وګڼي.

د سیاسي اړخ په اړه، امریکا د اسلامي هېوادونو ټولو دولتونه اړ کړل چې د دغو هېوادونو په سیاستونو کې داسې قوانین او اصلاحات وضع کړي، چې په مستقیم او غیر مسیتقمه توګه د اسلامي قوانینو پر اساسي اړخونو سترګې پټې کړي او جرم یې وګڼي او پر ځای یې د غربي ارزښتونو د معرفي هڅه وکړه. په اسلامي هېوادونو کې د جهاد اصطلاحات او مفاهیم یې حذف کړل، د ښوونځیو په درسي پروګرامونو کې یې جنسي زده کړې ځای پر ځای کړې، د کورنۍ قوانین یې اصلاح کړل او د همجنسګرانو سازمانونو ته یې د فعالیت قانوني جوازونه ورکړل. د تکفیر او افراط په پلمه یې د علماوو مجالس او فتواوې تر مکرر فشار لاندې کړل، تر څو پرې ووايي چې د اعتقاد له مخې مسلمانان او غیر مسلمانان سره برابر دي.

د دې لپاره چې امریکا وکولای شي ډاډ تر لاسه کړي، تر څو مسلمانان یې پر وړاندې قیام ونه کړي او په نورو اسلامي هېوادونو کې له خپلې صلیبې جګړې څخه ساتنه وکړي او له اسلامي امت سره د نورو هېوادونو د خواخوږۍ دروازې وتړي، امریکا د نړۍ پر هېوادونو د «یا له موږ او یا هم له ترهګرو سره» تر عنوان لاندې پر دوی فشار راوړ، تر څو د اسلام د تحریف په کمپاین کې ګډون وکړي. د ګوانتانامو زندان یې تاسیس کړ، چې هلته د مسلمانانو له سپکاوي څخه ډک فلمونه خپرېدل، تر هغه وخت پورې چې دغه ډول چلند د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره په الګو بدل شول. له همدې امله یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان له اخلاقي اړخه ملوث کړل او هغوی یې د اتهام په کونج کې واچول او دا پر هر مسلمان واجب شوه چې نړۍ ته ثابته کړي، چې دوی افراطي ترهګر او د بشریت دښمن نه دی! د مسلمانانو د ځپلو او ځورولو دغه کمپاین د خاینو مسلمانو واکمنانو لپاره شین چراغ ورکړ، له همدې امله یې واعظان وځپل، موسسات یې رخصت کړل او ټول هغه ځوان سړي او ښځې یې ونیول چې د ښکېلاکګرې امریکا پر وړاندې د جهاد د ملاتړ په اړه مظنون وو. کله چې امریکا په افغانستان او عراق کې له مقاومت سره مخ شول، خپلو سیاسیونو ته یې، لکه جان نګروپونته او د ده په څېر یې نور خلک غوره کړل، تر څو د یو بل پر وژلو تکیه وکړي. په پاکستان کې پروېز مشرف، په افغانستان کې حامد کرزی او په عراق کې نوري المالکي، تر څو د دوی شیطاني سیاستونه پلي کړي.

دغه وضعیت د بهار عربي د انقلاب تر پېښېدلو پورې په همداسې توګه پاتې شو او په دغه انقلاب کې د لاسپوڅو واکمنانو څخه د خلاصون هیله له ورایه ښکارېده. له همدې سره، د ملت خوښۍ رابرسېره شوې او ملت بیا ځل د شریعت د تطبیق په فکر کې شو او دا شعار یې پورته کړل «زموږ رهبر د تل لپاره محمد صلی الله علیه وسلم دی» تر څو خلافت تاسیس کړي. خلافت د خلکو په منځ کې پر عمومي افکارو بدل شو او بهار عربی تقریباً په بهار اسلامي تبدیل شو. غرب چې په سر کې یې امریکا ده خپله لاره ورکړه کړه او لیونی شو.

د دې انقلابونو مثالونه هېڅکله په تاریخ کې نه وو لیدل شوي، غرب چې د څو لسیزو په اوږدو کې کوم شی تر لاسه کړي وو هغه یې تر تهدید لاندې راوستل او د بدلون په لټه کې یې شول. امریکا بهار عربي په یوه شیطاني لومه کې راګیر کړ او په لومړیو کې یې ادعا کوله چې له انقلاباتو سره دی، وروسته بیا د دوی د له منځه وړلو لپاره یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې تر عنوان لاندې د دوی د له منځه وړلو په لټه کې شول، تر دې پورې چې د امریکا ولسمشر اوباما یوه ورځ د پنټاګون په یوه ناسته کې وویل، چې د وېښتو د سپینوالي لامل یې د سوریې انقلاب دی! امریکا او عواملو یې د اسلامي امت ښارونه ویجاړ کړل، میلیونونه کسان یې ووژل او لسګونه میلیونه کسان یې بې ځایه کړل، وژنې په ورځنیو خبرونو بدلې شوې او زندانونه له شکنجو او تجاوزونو څخه ډک شول. جنګیالي د وژونکو ډلو سره یو ځای د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راوړل شول او د سیمې دولتونه یې تهدید کړل چې د انقلاب د مهارولو لپاره د امتیازاتو او سیاست په لټه کې شي.

د اسلامي امت پر وړاندې د غرب نظر په بشپړه توګه استعماري دی او دغه ملت نه شي کولای له غرب سره مقابله وکړي، مګر دا چې تصمیم ونیسي او د استعماري قدرتونو په توګه یې له خپلې خاورې جرړې وباسي. په همدې توګه اوسني مسلمان واکمنان چې د هېواد کلۍ یې په خپلو لاسونو کې دي او خپلې دروازې د استعمار لپاره پرانېزي. که له دوی څخه د دولت کلۍ وانه خیستل شي، موږ په شا کې د چاقو ضربه خورو او قیمت یې د ځان او عزت په بیه پرې کوو.

ښه اوس څه وکړو؟ ځواب دا دی چې د استعمار پاڼه واړوئ او پر اسلامي خاور یې نفوذ له منځه یوسئ او پام مو وي چې د اسلامي ملت د حل لپاره هر بل قضاوت پر ځای پاتې دی!

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُواْ لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَاناً مُّبِيناً]

ژباړه: «اې مومنانو! د مومنانو پر ځای له کافرانو سره ملګرتیا مه کوئ، ایا تاسو غواړئ چې الله تعالی ته د ځان پر خلاف ښکاره سند ورکړئ؟» [نسا: ۱۴۴]

د هغو کسانو په اړه چې کولای شي دغه کار ترسره کړي او په اسلامي خاورو کې واقعي قدرت بېرته راوګرځوي.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[وَحَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَسَى اللَّهُ أَن يَكُفَّ بَأْسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَاللَّهُ أَشَدُّ بَأْساً وَأَشَدُّ تَنكِيلاً]

ژباړه: «... مومنان د جنګېدو لپاره وهڅوه. لیرې نه ده چې الله سبحانه و تعالی به د کفارو زور مات کړي. د الله سبحانه و تعالی زور تر ټولو ډېر او سزا یې تر ټولو سخته ده.» [نسا: ۸۴]

د دغه کار د تر سره کولو لپاره، د عمومي افکارو رامنځ ته کول دي چې اسلامي امت د قدرت څښتنان تر فشار لاندې راولي تر څو له الله سبحانه و تعالی ووېرېږي او له اسلامي امت سره اوږه په اوږه کار وکړي.

 الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[وَقِفُوهُمْ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ]

ژباړه: «او دوی معطل کړئ، له دوی څخه پوښتنه کېږي.» [صافات: ۲۴]

حزب التحریر له تاسو څخه او ستاسو په منځ کې دی، ځان او کارکوونکي یې د نبوت پر منهج راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره چمتو کړي او د حکومت او اداري لپاره اسلامي فرهنګ یې ستاسو په لاسرسي کې دی. چې ډېر ژر به خلافت تاسیس کړي او له تاسیس وروسته به لومړی هېواد وي چې د نړۍ د رهبرۍ لپاره به سیالي کوي ان شاءالله.

انجنیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

#Afghanistan

#أفغانستان

#Afganistan

 

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې