دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 محرم 1445

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 03 آګست 2023 م

شمېره:     

ولاية الكويت
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د نایجر کودتا او له اصلي مسیره د مسلمانو لښکرو دوامداره کږېدل

(ژباړه)

تېره پنجشنبه په نایجر کې د ولسمشرۍ ګارډ د رژیم پر وړاندې کودتا وکړه. دوی د ټلویزیون له لارې بیانیه خپره کړه چې د نایجر ولسمشر، محمد بازوم یې له دندې ګوښه کړی او د جنرال عبدالرحمن شیاني په مشرۍ یې د وطن ساتنې ملي شورا جوړه کړې؛ پوځ هم ژر د کودتاه له مشرانو خپل ملاتړ اعلان کړ. د کودتا مشرانو ډاډ ورکړ چې «د نایجر لخوا ټولو ترسره شوو تړونونو ته ژمن دي» او ملي، نړیوالې او سیمه‌ایزو ټولنو ته یې ډاډ ورکړ چې دوی «د پرځول شوو چارواکو فزیکي او اخلاقي حدودو ته درناوی کوي.»

له بده مرغه، د اسلامي لښکرو مشران لا هم له خپل اصلي مسیره کږېږي او د تابعیت هغه اصول یې نه دي پرېښي چې د استعماري هېوادونو لخوا پرې تپل شوي. په نایجر کې د پوځ مشران د رژیم پر وړاندې کودتاه کوي، خو دا کار د استعماري قدرتونو د تابعیت په چوکاټ کې کوي.

په سوډان کې د پوځ کړنې له استعماري قدرتونو سره د تړاو غوره ثبوت دی. جنرالان څنګه کولی او غوښتلی شي چې پر خپل هېواد د توغندیو او راکټونو ویشتلو او له دې سره په خپلو لاسونو د خپلو خلکو بېځایه کولو امر ورکړي؟ خو دا جرات نه کوي چې له هغې سیاسي دایرې بهر پل کېږدي چې استعماري دولت ورته رسم کړې!؟ دا مشران به تر کومه د استعماري سیاسي چتر له سیوري څخه د خپل امت د سیاسي چتر سیوري ته له تګ ویره لري؟!

ايا د لښکرو مشرانو تر اوسه نه ده درک کړې چې هغه څه چې استعماري قدرتونو یې امر ورته کړی؛ له خپل امت سره خیانت و  او پایله یې د اخرت عذاب دی؟ ایا دوی تر اوسه نه ده درک کړې، چې هغه څه چې له الله سبحانه وتعالی سره دي، مطلق حق دی او پایله به یې د اسمانونو او ځمکې په وسعت جنت وي!؟

ایا د لښکرو قومندانان دا نه درک کوي چې اسلامي امت یو زړور، مېړنی او خپلو مشرانو ته وفادار امت دی؟ دوی نه پوهېږي چې دغه امت پر خپلو هوښیارو او صالحو مشرانو وياړي او اسلام او مسلمانانو ته د دوی د وفادارۍ او درناوي له امله د دوی نومونه پر خپلو اولادونو ږدي؛ نوی دوی اسلام او مسلمانانو ته څه ورکړي!؟

ایا د لښکرو قومندانان پر دې نه دي پوهیدلي چې اسلامي امت ژوند ته د اسلام د بیا راګرځېدلو سخت انتظار باسي او دا چې نن ورځ خلافت د خلکو تر منځ په عامه رایه بدل شوی دی!؟

دغه مشران به څه وخت د مسلمانانو ګټې په پام کې نیسي؟ څه وخت به له استعمار او د هغه له شر څخه د جلا کېدو اعلان او د اسلام او مسلمانانو ملاتړ کوي؟ الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[وَلَيَنصُرَنَّ اللهُ مَنْ يَنصُرُهُ إِنَّ اللهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ]

ژباړه: «الله سبحانه وتعالی به هرومرو هغو کسانو ته نصرت ورکړي چې الله سبحانه وتعالی ته نصرت ورکوي. له شک پرته الله سبحانه وتعالی ډېر قوي او برلاسی دی. [حج:۴۰]

موږ حزب التحریر له ټولو مخلصو کسانو او په ځانګړي توګه د پلفټ فارمونو او وېبپاڼو خاوندانو کې د پرېکړې واک لرونکو باندې غږ کوو چې د لښکرو مشرانو ته د اسلام او مسلمانانو د ملاتړ مسولیت رسولو ته اوږه ورکړي؛ دوی د اسلامي لښکرو د مسیر سمولو وړتیا لري. پر دوی غږ کوو چې امت ته د خلافت د تاسیس په اړه خبر ورکړي او دوی ته ورپه یاد کړي چې د خلافت تاسیس د اسلامي لښکرو د مشرانو دنده ده او امت به یې په دې برخه کې ملاتړ کوي. امت ته دغه حقیقت رسول د دغې مهمې مسلې په اړه د عامه پوهاوي چټک کولو لپاره بسنه کوي. نو اې د اسلامي امت ترمنځ پرېکړه کوونکو کسانو، پر الله سبحانه وتعالی قسم د اسلام او مسلمانانو لور ته په بیړه ځانونه ورسوئ، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[وَيَزِيدُ اللهُ الَّذِينَ اهْتَدَوْا هُدًى]

ژباړه: «کوم کسان چې سمه لاره غوره کوي، نو الله سبحانه وتعالی دغو کسانو ته د دغې لارې د سم طی کولو  په هدایت کې زیاتوالی ور په برخه کوي.» [مریم:۷۶]

انجینیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاي دفتر رییس

۱۴۴۵هـ.ق کال، د محرم ۱۵مه

۲۰۲۳م کال، چهارشنبه، د اګېسټ۲مه

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې