سه شنبه, ۲۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     3 ربیع الثانی 1445

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 18 اکتوبر 2023 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۰۰۷/ ۱۴۴۵

ولاية الكويت
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
بایډن د غزې د عام‌وژنې پر سهار، په ډېره سپین سترګۍ یهودي دولت ته سفر وکړ او له دوی سره یې خپل پیوستون اعلان کړ!

(ژباړه)

د امریکا ولسمشر جوبایډن د فلسطین د سپېڅلې خاورې د اوسېدونکو پر وړاندې له تر ټولو بې رحمه عام‌وژنې وروسته، ۲۴ ساعتونو څخه کمه موده کې له یهودي دولت څخه ليدنه وکړه او له هغوی سره یې خپل پیوستون اعلان کړ. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 [قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَى جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمِهَادُ]

ژباړه: «[نو اې رسول الله صلی الله علیه وسلم!] کومو خلکو چې ستا له دعوت څخه انکار کړی دی، هغوی ته ووایه: هغه وخت نږدې دی چې تاسو به مغلوب شئ او د دوزخ لوري ته به په منډه منډه وروستل شئ او دوزخ ډېر بد استوګنځی دی.» [آل عمران: ۱۲]

د مسلمانانو د وینو په اړه د امریکا او یهودي دولت ګستاخي او سپکاوی حد نه لري؛ د دغې ګستاخي او سپين سترګۍ اصلي سبب پر غزې د تیري پر وړاندې د مسلمانو پوځونو نه راټولېدل او د حکامو بې غوري ده.

اسلامي امت تل ښودلې چې دوی د یهودي دولت پر وړاندې مبارزې او د خپل سر او مال قربانولو ته تیار دي؛ خو حکامو یې دروازې پر مخ تړلې. د اسلامي امت د زامنو، ځوانانو او ښځو تر منځ دا شعار عام دی چې «زموږ لپاره پولې پرانېزئ». دا شعار هغه وخت ښه پلی کېدی شي چې په "پولې پرانېزئ، پوځونه په حرکت راولئ او ټول امت به یې ملاتړ وکړي" بڼه وي.

د مصر د پوځ شمېر ۴۶۵۰۰۰ عسکر دی، ۸۰۰۰۰۰ احتیاطي او په وسله والو ځواکونو کې د خدمت لپاره ۳۵ ميلیونه نور وړ کسان لري.

د دوو سپېڅلو جوماتونو (الحرمین) د پوځ شمېر ۴۸۰۰۰۰ او د احتیاطي عسکرو شمېر یې ۱۱۰۰۰۰ دی.

د اردن د پوځ شمېر ۱۱۰۰۰۰ عسکر دي، ۶۰۰۰۰ احتیاطي او په وسله والو ځواکونو کې د خدمت لپاره ۱۴۲۰۰۰ ميلیونه وړ نور کسان لري.

د لبنان د پوځ شمېر ۷۱۰۰۰ عسکر دی او په وسله والو ځواکونو کې د خدمت لپاره ۱.۲ ميلیونه وړ نور کسان لري.

دا په اسلامي خاورو کې وسله وال روزل شوي جنګیالي ځواکونه دي، چې د یهودي دولت شاوخوا ګرد پراته دي؛ ټول ۲ ملیونه سرتیري کېږي او په څنګ کې یې ۳۷ ملیونه نور کسان هم لري چې په وسله والو ځواکونو کې د خدمت جوګه دي او روزنه یې یوازې څو میاشتې نيسي. سره له دې هم غزه په یوازې توګه د ځان دفاع کوي! موږ د سوډان، الجزایر، تونس، لیبیا، ترکیې، پاکستان، الجزایر، مراکش، عراق، اندونیزیا او نورو ډېرو هېوادونو د پوځونو یادونه ونه کړه.

دا پوځونه داسې رهبر ته اړتیا لري چې د عمر بن الخطاب رضی الله تعالی عنه په څېر مشري وکړي؛ یو خلیفه، د مومنانو قوماندان، (خلیفه امیرالمؤمنین) چې د ځمکو د ازادولو لپاره د جهاد اعلان وکړي. د سايکس-پيکو له وېش څخه راوتلو هېوادونه او کوچنيو دولتونو دا ثابته کړه چې د اسلامي خاورو د کمزوري کولو او يووالي د مخنيوي له يوې سترې دسيسې پرته بل څه نه دي.

موږ په حزب التحریر کې د رسنیو له ټولو مخلصو شخصیتونو، بانفوذه کسانو او د ټربیونونو له څښتنانو څخه غواړو چې د دغه کړکېچ د هواري لپاره د مسلمانانو عام ذهنیت سم لوري ته واړوي. هغه دا چې د یهودو د ګستاخۍ او د امریکا د دسیسو مخه یوازې د مسلمانانو د دښمنانو پر وړاندې د پوځونو په چمتو کولو، د خاینو حکامو په له منځه وړلو او پر ځای یې د یوه مخلص مشر او خلیفه په ټاکلو سره ترسره کېدی شي. هغه خلیفه چې په ما انزل الله حکم کوي؛ د جهاد اعلان کوي، د امریکا او یهودي دولت سپين سترګي او ګستاخي پای ته رسوي او د دوی زړونه د مسلمانانو له ویرې ډکوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[سَنُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُواْ الرُّعْبَ بِمَا أَشْرَكُواْ بِاللهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَاناً وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ وَبِئْسَ مَثْوَى الظَّالِمِينَ]

ژباړه: «هغه وخت ډېر ژر راتلونکی دی چې موږ د حق نه منونکیو  په زړونو کې وېره واچوو، ځکه چې هغوی له الله تعالی سره په خدایۍ کې هغه څه شريک انګېرلي دي چې د هغو پر برخه والي الله تعالی کوم سند نه دی نازل کړی. د هغو وروستی استوګنځي دوزخ دی؛ ډېر بد هغه استوګنځی دی چې ظالمانو ته به ور په برخه شي.» [آل عمران: ۱۵۱]

انجنیر صلاح الدين عضاضه

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۳مه

۲۰۲۳م کال، د اکټوبر ۱۸مه

ژباړن: محمد حامد

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې