دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     2 رجب 1445

میلادی نېټه :     یکشنبه, 14 جنوری 2024 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۰۲۱/ ۱۴۴۵

ولاية الكويت
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په داسې حال کې چې سټلایټ چینلونه د غزې د خلکو د وژنې ژوندۍ صحنې خپروي

د "نړیوالې ټولنې" د عدالت نړیواله محکمه د شواهدو لټولو لپاره غونډه کوي!

(ژباړه)

د عدالت نړیوالې محکمې لومړۍ غونډه د ۲۰۲۴م کال، د جنورې په ۱۱مه جوړه شوه؛ په دې غونډه کې یې هغه شواهد وکتل چې د یهودي ادارې لخوا د غزې د خلکو د نسل‌وژنې په اړه سوېلي افریقا وړاندې کړي وو. دوی د خپلو استماعیه غونډو بهیر ته دوام ورکوي او خلک ورته په تمه دي چې ښايي یوې پایلې ته ورسیږي او یهودي دولت وغندي. هېڅوک نه پوهیږي چې ایا دوی به بریالي شي چې ثابت او مستند شوي څه ثابت کړي؛ ایا لوی قدرتونه به اجازه ورکړي چې د یهودي دولت د محکومېدو په صورت کې د محاکمې پایلې اغیزه ولري.

په دې کې هېڅ شک نشته چې د سوېلي افريقا د خلکو دغه دريځ د ستایلو دی؛ دوی له لسيزو راهيسې د فلسطین د خلکو پر وړاندې خپل انسانیت کوي او دا ډول دریځونه نیسي. دوی هم په خپل هېواد کې له څو لسیزو نژادي تبعیض او استعمار څخه کړېدلي. موږ یې دا دریځونه ستایو او مسلمانان داسې امت نه دی چې خپل ملاتړي هېر کړي. دوی په داسې حال کې له غزې څخه ملاتړ کوي، چې له غزې زرګونه کیلو متره لرې پراته دي؛ خو مسلمان حکام چې یهودي دولت یې بشپړ محاصره کړی او ترې چاپېر دي، په دغه کار کې پاتې راغلي.

د انځور بل اړخ ته که وګورو، دا هغه دروغ دي چې د اسلامي امت په مخ کې اچول شوي. د غزې خلک اړ دي چې د غربي قضاوت پر وړاندې په داسې حال کې ودرېږي، چې په خپلو وینو کې لت پت وي، د خپلو ماشومانو جسدونه یې ورته راوړي وو او تر شا یې د خپلو ویجاړو ښارونو پاتې برخې وي؛ بیا دوی ته ثابته کړي چې پر موږ ظلم شوی! د محکمې مخې ته غربي رسنۍ له خپلو درواغو استدلالونو او ګمراه کوونکو خبرو سره ولاړ دي او پوښتنه کوي: «ایا تاسو  هغه څه غندئ چې د اکټوبر په ۷مه پېښ شول!؟»

د غرب دريځ داسې دى: «اې مسلمانانو، ستاسو وينه، ځمکه او پيسې ارزښت او تقدس نه لري، موږ يهودي دولت ته اجازه ورکوو چې ستاسو ماشومان، ښځې او بوډاګان ووژني؛ ستاسو کورونه وران کړي لکه څرنګه چې موږ په عراق او افغانستان کې وران کړل او خلک مو ووژل. تاسو د اعتراض حق نه لرئ. که تاسو وایئ چې فلسطین یوه اشغال شوې اسلامي خاوره ده، نو د یهودو پر وړاندې د دښمنۍ قوانین چمتو دي چې تاسو تورن کړي، ومو ځوروي او پر هغه چا هم ظلم وکړي چې خواخوږي درسره کوي. که مو نه خوښېږي هم باید ووایئ چې موږ (غرب) بشرپال یو او تاسو (مسلمانان) ترهګر یئ؛ باید خپل ځان وغندئ. دا مه هېروئ چې تاسو استعمار شوي یئ او موږ استعمار کړي یئ؛ عدالت هغه څه دی چې موږ وایو. تاسو له هغه څه پرته چې موږ یې تصمیم نیسو، نور هیڅ حق نه لرئ»

د یهودو پر وړاندې د دوستۍ او له مسلمانانو سره د منافقت په اړه د غرب دریځ  داسې دی.

زموږ، مسلمانانو لپاره زړه ماتوونکې پوښتنه دا ده: زموږ پوځونه څنګه کولی شي دغو ټول‌وژنو، د حکامو خیانت، د اشغال سپکاوي، د غرب ملاتړ او د غربي رسنیو خیانت ته همداسې وګوري؛ په داسې حال کې چې د مظلومو مسلمانانو دا چیغې اوري چې «اې مسلمانو پوځونو، تاسو چیرې یاست!؟»

د الاقصی طوفان عملیاتو یهودي دولت ولړزاوه او څه نه وو پاتې چې راوپرځېږي. د غزې د خلکو په بمبارولو کې یې جنون او د دوی له جنایتونو د غرب بشپړ ملاتړ یوازې د دې لپاره و چې دولت یې د سقوط پر څنډه ولاړ و. له هغه وخت راهیسې د یوې لارې په لټه کې دي که وخت بېرته د ۲۰۲۳م کال، د اکتوبر له ۷مې یوه ورځ وړاندې لاړ شي او دوی د اړیکو عادي کولو خاینانه بهیر له لارې خوندیتوب ومومي. که له یوې بلې جبهې برید شوی وی، نو د اکټوبر تر پایه به د فلسطین سپېڅلې خاوره ازاده شوې وی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکېن سفرونه، لکه په خپلو لومړیو سفرونو کې یې چې ویلي و، یوازې د دې لپاره وو چې د یهودي دولت پر وړاندې د بلې جبهې د پرانستلو مخه ونیسي.

د فلسطین سپېڅلې خاورې د آزادولو لار دا ده: د مسلمانانو د پوځونو حرکت او بسیج؛ له یهودي ادارې څخه د دغې ورځې فکر لار ورکړه کړې؛ دا یوازې یو ساعت حوصلې ته اړتیا لري. مسلمان پوځونه د دې وړتیا لري؛ له دوی سره هم هغه الوتکې او بمونه شته چې یهودي دولت غزه پرې بمباروي. كه د مسلمانانو څو جنګي الوتکې د یهودو پر پلازمينه بريد او د بمونو باران وكړي -لكه يهود یې چې پر غزه كوي- نو د یهودي دولت خبره ختمه ده. د یهودي دولت د کمزوري او اسانه ماتېدونکي هوډ پر وړاندې د مسلمانانو هوډ او زړورتیا خورا لویه ده!

تش په نوم نړیوال بنسټونه یوازې د شکایتونو صندوقونه دي. دوی هیڅ له مانا ډک اقدام نه شي کولای؛ یوازې دومره دي چې استعماري هیوادونه یې د خپلو ګټو لپاره وکاروي یا داسې اقدام پرې وکړي چې د دوی په ګټه وي. د فلسطین مسله داسې ده چې استعمار ارزښت ته په کتو غصب کړ او بیا یې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره یهودو ته ورکړ. اوس یې غرب ساتي چې ترې ونه شړل شي؛ نو له دې هر څه وروسته له دغو بنسټونو څه تمه کېدى شي!؟

د یهودي دولت حکام او د اسلامي هیوادونو حکام یو شان دي. دوی په خپلو هیوادونو کې مسلمانان بندیان کړي؛ که سر پورته کړي وهل کیږي، بمبارېږي او له منځه وړل کېږي. دا شیطاني کړۍ یوازې هغه وخت ماتېدی شي چې مسلمان پوځیان حرکت وکړي؛ دا حکام له مخې لرې کړي او د فلسطین سپېڅلې خاورې ملاتړ وکړي.

الله سبحانه وتعال فرمايي:

[وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ] [انفال: ۷۲]

ژباړه: « کله چې څوک د دین لپاره له تاسو نصرت وغواړي، نو پر تاسو فرض ده چې دوی ته نصرت ورکړئ»

انجنیر صلاح الدين عضاضه

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د رجب ۲مه

۲۰۲۴م کال، د جنوري ۱۴مه

ژباړن: محمد حامد

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې