چهارشنبه, ۲۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     13 ربیع الاول 1438

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 11 جنوری 2017 م

شمېره:      H. 13 Rabi' II 1438


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د امریکا په ۲۰۱۶ کې یوازې پر عراق او سوریه (۲۴۲۸۷) بمونه غورځولي

د امریکا په متحده ایالتونو کې مېشتې د بهرنیو اړیکو شورا  کارکوونکو د ۲۰۱۷ د جنورۍ پر ۵ مه د دفاع ۱ په نامه یو تحلیل خپور کړ، په هغه کې راغلي چې په ۲۰۱۶ کال کې متحده ایالاتو یوازې پر عراق او سوریه ۲۴۲۸۷ بمونه غورځولي. په دې معنا چې په منځنۍ کچه هره ورځ په دې دوو سیمو کې ۶۷ بمونه غورځېدلي دي. ددې شننې ټکان ورکوونکی خبر لا دا دی چې د متحده ایالاتو د دفاعي ادارې وېبپاڼې په سوریه کې یوازې د جنوري پر پنځم د ۱۵ بریدونو یادونه کړې وه،‌ چه په پایله کې یې ۲۳ موخې له منځه وړې وې. سربېره پردې ۱۰ نور بریدونه په عراق کې له زیاتو ورانیو سره مل وو.

د متحده ایالاتو بې رحمه لوی بریدونه په داسې حال کې روان دي چې د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې د دوی نظامي کارکوونکي تر سخت فشار لاندې دي، تر څو په ډېرې چټکۍ د اروپا او ارام سمندر له لارې بمونه ولېږدوي. همدارز نوموړې پروسې ته د ۲۰۱۷ د جنوري پر پنځمه د (بوینګ لاک هیډ) (BAE) نوم ورکړل شو. په دې معنی چې د اسلامي دولت پر وړاندې د بریدونو لپاره د خپلو توغندیو او بمونو تولید په مناسبه کچه زیات کړئ، خو په حقیقت کې دا د هغه څه لپاره وو چه پورته یې یادونه وشوه.

سربېره پردې متحده ایالات د بشار د استبدادي رژیم د جنایتونو ملاتړ کوي او د هغو مخلصو انقلابیانو مخه نیسي چې هسې نه وسلې تر لاسه کړي او د ظالم بشار پر وړاندې د سوریې د خلکو دفاع وکړي. امریکا د جګړې په رهبرۍ کې فعاله ده او خپلې خبیثې موخې د روسیې بمبار او وژنو تر شا پټوي.

امریکا د هغه کینې له امله چې له  اسلام او مسلمانانو سره یې لري، د عراق او سوریې مسلمانانو قتل ته یې مټې بډ وهلې او په دغه لاره کې یې په ټوله نړۍ کې نظامي هډې په وسلو مجهزې کړې،‌ چې لګښت یې کابو ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي.‌ د هغو ارقامو پر بنسټ چې دفاعي ادارې خپاره کړي  د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر تر ۱۵ مې یې د ۸۰۰  ورځو عملیاتو په بهیر کې ورځنی لګښت ۱۲.۶میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږې. خو تر قربانیانو زیات لګښت شوی. فوځي چارواکي بیا د کره بریدونو تر سرلیک لاندې حقیقت ته بدلون ورکوي. د مرکزي قوماندانۍ د څرګندونو پر بنسټ دوی یوازې د ۱۸۸ ولسي وګړو د وژلو ادعا منلې ده چې د دوی په وینا د ستونزو د حل په موخه د جګړې له پیل نه تر اوسه له منځه تللي دي. د متحده ایالاتو له خولې یاد تلفات حیرانوونکي دروغ دي؛ د ۲۰۱۶ کال په اګست کې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې د راپور پربنسټ یوازې د هغو عملیاتو په پایله کې چه د منبج په سیمه کې وشول د ۵۲ ماشومانو په ګډون ۱۹۹ ولسي وګړي شهیدان شول. د بښنې نړیوال سازمان هم د یو محافظه کار راپور په خپرولو چې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر پر ۲۶ مه یې خپور کړ، په سوریه کې یې د ۳۰۰ ولسي وګړو وژنه تایید کړه.

اې مسلمانانو! ويښ شئ! ټول کفار چې مشري یې د متحده ایالاتو پر غاړه ده، پلان لري چې په عراق کې خرابي وکړي، تجزیې ته یې لمن ووهي او د سوریې اصیل انقلاب سره تیت او جلا کړي چې په حقیقت راټول شوی او یوځای شوي دي. دا د دوی یوازینۍ موخه ده چې د ترهګرۍ سره د مبارزې تر غولوونکي سرلیک لاندې یې پټوي. متحده ایالاتو او د ملګرو یې تر اوسه ددې موخې د لاسته راوړلو لپاره درانه مصارف ګاللي دي، چې تر اوسه هم د سوریې او عراق د مسلمانانو د ختمولو او تباهۍ لپاره کار کوي او له هغه څه نه چې دوی وېره لرله پر وړاندې یې د پخوا په پرتله اوس ډېر نېژدې شوي دي.

﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ(الانفال: ۳۶)

کافران خپل مالونه، ددې لپاره لګوي چې خلک د الله له لارې واړوي او اوس به یې لا زیات لګوي؛ خو په پای کې به همدا هلې ځلې د دوی د پښېمانۍ سبب شي. بیا به ناکام شي او بیا به کافران په جهنم کې راغونډ کړل شي.

په سوریه کې خپلو وروڼو او خویندو ته زموږ پیغام: په هېڅ صورت د امریکا د شیطاني تګلارې پر قدمونو مه ځئ او هغو خاینانو ته په کلکه ځواب ورکړئ، چې اوسني سیاسي حل ته وفادار دي او ملاتړ یې کوي. البته دا هغه لړۍ ده چې د جینوا په لومړۍ غونډه کې د امریکا له لوري تحمیل کړای شوې وه. ددې خبرو اترو په منلو به د مسلمانانو درنې سرښندنې له خاورو سره خاورې کړئ. نو په هېڅ صورت خپلې درنې سرښندنې د دې لپاره مه راګرځوئ چې په پایله کې امریکا سوریه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

موږ په ټول امت دا غږ کوو چې د یو وجود په څېر د هغو فاسدو مشرانو په مقابل کې ودرېږئ چې د امریکا او غرب تګلارو ته لار هواروي او په مقابل کې د هغو کړنو او تګلارو مخه ډپ کوي چې د خلافت د بیا را ژوندي کولو لپاره کارول کېږې.

همداراز د اسلامي هېوادونو له فوځي مشرانو څخه زموږ غوښتنه داده چې تاسې د همدې شریف امت بچیان یاست، ستاسې بنسټیزه دنده دا ده چې د الله سبحانه وتعالی د دین لپاره کار وکړئ، ترڅو په دې توګه د امت ساتنه وشي. دا هم ستاسې مسولیت دی چه اوسني مفسدین او خاینان له صحنې لرې کړئ، د اسلام د بیرغ او خلافت تر سیوري لاندې سره راټول شئ؛ یواځې په همدغه عمل سره تاسو الله سبحانه وتعاله راضي کولای شئ، پردې سربېره الله سبحانه وتعالی ستاسې په شتون او نشت ددغه دین ساتنه کولای شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې