شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     3 ربیع الاول 1443

میلادی نېټه :     یکشنبه, 10 اکتوبر 2021 م

شمیره:      ۰۱۱/ ۱۴۴۳

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
په افغانستان کې د لوږې ناورین؛ د نوي نړیوال نظم رسوايي

یو میلیون افغان ماشومان له لوږې سره لاس او ګرېوان دي؛ لس میلیونه هلکان او نجونې د ژوندي پاتې کېدو لپاره نړیوالو مرستو ته اړ دي. په داسې حال کې چې د دې هېواد خلک له ناورین څخه کړېږي، ملګري ملتونه له طالبانو او پر افغانستان د هغوی له تسلط څخه خبرې  کوي او داسې ښيي چې دغه ناورین له هغه وخت راهیسې پيل شوی، چې طالبانو قدرت تر لاسه کړ! د ملګرو ملتونو سرمنشي، آنتوني ګوترش له لوري په یوه بیانیه کې ویل شوي، چې کله طالبانو واک تر لاسه کړ،  د عمومي بېوزلۍ کچه مخ پر لوړېدو ده او عامه خدمات هم د ویجاړېدو په حال کې دي. دا واقعاً د شرم خبره ده! ګوترش باید حقیقت ووايي. آیا له طالبانو وړاندې په هېواد کې امنیت تامین و!؟ او ایا د ملګرو ملتونو او  نړیوالې ټولنې د اندېښنو راپورونه واقعاً صادقانه دي؟

شل کاله کېږي چې افغانستان له امریکايي ښکېلاک څخه کړېږي. دغه هېواد له وژنو، د زېربناوو له تخریب، د سرچینو له وچېدو، وچکالۍ او بېوزلۍ څخه وکړېد. امریکا چې د پرمختګ په پلمه یې افغانستان اشغال کړی و، د افغانستان پر ځان بساینې لپاره له نړیوالو مرستو څخه هېڅ ګټه وانخیستل شوه.

د ملګري ملتونه لاپې وهي، چې د میلیونونو کسانو د لوږې رفع کولو لپاره کار کوي. هغه نړیوال نظم چې مسلمان ځوانان یې ووژل، مقدسات یې تر پښو لاندې کړل او د دوی شتمنۍ یې لوټ کړې، اوس غواړي له دوی سره مرسته وکړي، ښه پوهېږي چې له افغانستان څخه وتل د دوی د ماموریت بشپړېدل و. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې هېواد یې پر خپل ځان بساینې ته نه رسېږي، ځکه یې افغانستان پرېښود. ولې د طالبانو کړه وړه چې د نړیوالو سیاسي موازینو پر اساس یو نوی حکومت ګڼل کېږي، راپورته کوي!؟ ایا هغه حکومت چې له غرب سره یو لاس و، نړیوال نظم په همدې لهجه عمل کاوه؟ موږ ټولو ولیدل چې ملګرو ملتونو څرنګه خپلې مالي مرستې هغو هېوادونو ته، چې د دریېمې نړۍ په نوم یادېږي، د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو توافقاتو له مخې، چې غربي نظم پرې تپي، وړاندې کوي. د CEDAW  او بېجنګ کنوانسیونونه د مالي مرستو په بدل کې په زور پر اسلامي هېوادونو وتپل شول.  

امریکا په لاندې ډول د نړۍ رهبري په لاس کې اخلي: د غلا ذهنیت جوړوي، د دولتي قدرت سرچینې وچوي، د دوی شتمنۍ چور کوي او وروسته ترې هغه جزوي ازادي هم غصبوي! وروسته غله موږ ته ګوري، تر څو زموږ د شتمنیو له چور څخه زموږ سره مرسته وکړي! څومره سخي غل! د هغوی سخاوت پای نه مومي، دوی نه غواړي چې موږ له لوږې څخه خلاص کړي، بلکې له هغه اسلام سره چې موږ یې لېږدوو، جنګېږي او غواړي چې د غربي تمدن څراغ موږ ته راکړي، تر څو د دوی په څېر شیطانان شو! الله تعالی په خپلو خبرو کې صادق دی او فرمایلي یې دي:  

 [وَدُّواْ لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُواْ فَتَكُونُونَ سَوَاءً...] [نسأ: ۸۹]

ژباړه: هغوی خو دا غواړي لکه چې څنګه په خپله کافران دي، هماغسې تاسو هم کافران شئ؛ تر څو تاسې او هغوی ټول سره برابر شئ...

هغه پیسې چې سازمان ملل یې ادعا کوي، افغانستان ته یې ورکوي، خالص نه دي. موږ ولیدل چې سیاسي پیسو په سوریه کې څه وکړل او څرنګه یې جهادي خوځښتونو ته خنډونه جوړ کړل او همدې خوځښتونو ته وفادار کسان یې ووژل. الله سبحانه و تعالی تل موږ ته د کافرانو له چل او فریب څخه خبر راکړی، فرمایلي یې دي:  

 [إِن تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُواْ بِهَا وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ لاَ يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا إِنَّ اللّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ] [عمران: ۱۲۰]

ژباړه: که تاسو ته څه ښېګڼه رسېږي، نو هغوی خپه کېږي او که پر تاسو څه مصیبت راځي، نو دوی پرې خوشالېږي. خو د هغوی هېڅ دسیسه ستاسو پر خلاف اغیزمنه کېدای نه شي. په دې شرط چې تاسو له صبر څخه کار واخلئ او له الله تعالی څخه د وېرېدو سره عمل وکړئ. دوی چې هر څه کوي د الله تعالی د علم په چاپېریال کې دي.

په همدې توګه الله سبحانه وتعالی فرمايي:

ژباړه: یهودیان او عیسویان به هېڅکله له تا څخه خوشاله نه شي، تر څو  د هغوی په لاره (دین) لاړ نه شې. دوی ته ووایه چې سمه لاره یوازې هماغه ده چې الله تعالی ښودلې ده. که ته له هغه علم وروسته چې درکړل شوی دی، د هغوی په غوښتنو پسې لاړ شې؛ نو ستا هېڅ دوست او مرستندوی نشته، چې د الله تعالی له نیونې څخه د وژغوري. [بقرة: ۱۲۰]

همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ د دوی له پيروۍ څخه منع کړي یو:

«لَا تَسْتَضِيئُوا بِنَارِ الْمُشْرِكِينَ»

ژباړه: د مشرکینو له اور څخه رڼا مه غواړئ.

 

اې په افغانستان کې حاکمو خلکو! ومولیدل چې امریکا او نړیوال نظم څومره له خیانت څخه ډک دی، مخکې یې د فلسطین، سوریې او عراق له خلکو سره خیانت وکړ... او نن ورځ د مسلمانانو پر وړاندې تاسو ته نږدې د هند رژیم د جنایت شاهدان دي. دوی له مسلمانانو سره هوکړو ته درناوی نه کوي. ایا وروسته به دوی پر تاسو پام وکړي؟ د دوی له خولو نفرت بهر راوځي او تاسو د هغه ناورین لامل بولي، چې دوې لسیزې وړاندې یې رامنځ ته کړی و. یوازې په دې دلیل چې تاسو یو اسلام‌پال خوځښت یاست.

د الله تعالی د محبت رسۍ د خپل دښمن پر لور مه اوږدوئ او د دوی پر وړاندې لاره بنده کړئ، په دې سره خپل ځان او کورنۍ له هغه اور څخه چې د سون توکي یې خلک او تيږې دي وساتئ. له لوږې او بېوزلۍ څخه ځان ژغورل د الله سبحانه وتعالی په کتاب کې ذکر شوي او ټول شی یې په تفصیل سره بیان کړي دي او د نړۍ لپاره شفا پکې ده. قرآن کریم نه یوازې یو رقیه کتاب دی، بلکې له نظامونو او سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو تګلارو یې هم په ژوند کې ګټه واخلئ، چې کولای شي افغانستان او ټولو اسلامي هېوادونو ته نجات ورکړي. یوازې په یووالي کې له خپل ملت سره ژوندي پاتې شئ.

[وَإِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ] [انبیأ: ۹۲]

ژباړه: دغه ستاسو امت په حقیقت کې یو امت دی او زه ستاسو رب یم، نو تاسو زما عبادت وکړئ.

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

#Afghanistan

#Afganistan

#أفغانستان

                                                                                                                

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې