جمعه, ۰۸ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     13 ربیع الاول 1444

میلادی نېټه :     یکشنبه, 09 اکتوبر 2022 م

شمیره:      ۰۱۱/ ۱۴۴۴

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
افغان ماشومان او د غرب منافقت

له هغه راهیسې چې په افغانستان کې د امریکا اشغال پای ته ورسېد او طالبان واکمن شول؛ د غربي پرېکړو لړۍ پیل شوه. په تېره بیا د طالبانو له هغو پرېکړو وروسته چې له غربي فرهنګ او د هغوی د ژوند له بڼې سره یې سمون نه درلود؛ لکه پر نورو پرېکړو سربېره، د ښځو حجاب او له نارینه‌وو یې د ټولګیو بېلول.

غربي رسنیو د راپورونو او خبرونو داسې څپې جوړې کړې چې په هغو کې یې سیاسي اسلام؛ په تېره بیا طالبان، داسې انځور کړل چې غرب له اسلام څخه ووېروي.

ملګري ملتونه او ورسره تړلي سازمانونه، ټول د افغان ماشومانو په اړه اندېښمن دي او په اړه يې وېره لري! په هغه انځور کې چې ډیری وخت تکرارېږي، غرب د هغو افغان ماشومانو په اړه چغې وهي چې له زده کړو څخه بې برخې دي، د جنسیت پر اساس تبعیض ورسره کیږي او په زور کار ته اړ ایستل کیږي او که د دوی له ډلې له یوه څخه یې پوښتنه وکړئ چې څه هیله لري، نه پوهیږي! په هغه راپور کې چې د Save the Children له لوري چمتو او د ABC نیوز له لوري خپور شوی؛ ویل شوي چې دوی له ۱۴۰۰ ماشومانو او نږدې ۱۴۰۰ پالونکو پوښتنې کړې او په پایله کې یې د هغو کورنیو سلنه چې ماشومان یې کار کوي، له ډېسمبر څخه تر جون پورې له ۱۸ څخه ۲۲ ته لوړه شوې. راپور زیاتوي: "دا ښيي چې په ټول هیواد کې له یو مېلیون څخه ډېر ماشومان کار کوي."

په دغو رسنیزو راپورونو کې هېڅ مسلکيتوب او دقت په پام کې نه نيول کېږي؛ ځکه د دوی د هوی (غوښتنو) او ليدلوري پر بنسټ لیکل کېږي. د ۱۴۰۰ ماشومانو په سروې کې يې پر ۴۰ میلیونه خلکو قضاوت کړی او بیا وایي چې د کارګرو ماشومانو شمېر یو میلیون دی! دغه ډول د شمېرو وړاندې کول هغه وخت په تاييد شوو خبرونو بدلېږي چې غربي فکر یې د خپلې هوی (غوښتنې) سره سم جوړ کړي او خلکو ته يې پر هغه څه د قناعت ورکولو لپاره وړاندې کړي چې دوی یې غواړي!

غرب د افغانستان له هغو ماشومانو سره خواخوږي ښيي چې په ژمي او اوړي کې د خپلو کورنیو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو لپاره سخت کار کوي؛ خو د هېواد هغه شتمنيو ته پام نه کوي چې دوی يې د خپلې هوساينې لپاره غلا کوي! غرب دې ته د مکر اوښکې تویوي چې یو افغان ماشوم د ژوندي پاتې کېدو لپاره کار کوي او یا یوه افغانه نجلۍ حجاب اغوندي؛ خو پر دې یې سترګې پټې کړي چې د اشغال پر مهال يې زرګونه ماشومان ووژل او دا هېواد یې له ناورين سره مخ کړ! غرب د يمن او افريقا پر هغو ماشومانو سترګې پټوي چې شتمني يې غربي هېوادونه غلا کوي او دوی یې لوږې ته پرېښي دي! د سوریې او فلسطین پر ماشومانو سترګې پټوي چې د یهودانو او روسانو له لوري وژل کیږي. دوی یوازې د اوکراین ماشومانو ته اندېښمن دي، ښايي دلیل یې دا وي چې د منځني ختیځ، افغانستان او نورو اسلامي خاورو د ماشومانو په خلاف، د هغوی پوستکی سپین او سترګې یې شنې دي!

د هېواد د چارو د اداره کولو لپاره د طالبانو د وړتیا په ننګولو سره د اسلام د انځور خرابولو لپاره د غرب هڅه یوه ناوړه او ناکامه هڅه ده. ځکه اسلام د الله تعالی عادل قانون دی او باطل يې نه شي اغېزمنولی. اسلام په طالبانو نه پېژندل کېږي، بلکې طالبان په اسلام پېژندل کېږي او د اسلام پر اساس پرې قضاوت کېږي.

اسلام که بشپړ او سم پلی شي؛ په خپل اقتصادي نظام او د امت د چارو سمبالولو سره کولی شي هوسا ژوند برابر کړي او هر فرد خوړو، جامو او کور ته لاسرسی ولري. دا هغه وخت کېږي چې د الله سبحانه وتعالی له قدرت پرته، چې واحد او لاشریک دی، بل قدرت په پام کې ونه نیول شي. دا هغه څه دي چې غرب ښه پرې پوهيږي او هڅه کوي چې له دې څخه د خلکو مخه راوګرځوي. خو الله سبحانه وتعالی له موږ سره ژمنه کړې ده او موږ د دغه حالت د بېرته راستنیدو په اړه ډاډمن یو چې زموږ امت به پرې وویاړي، ماشومان به مو روښانه راتلونکی ولري او دښمن به مو ان شاء الله له هغه څه سره مخ شي، چې وړ یې دي.

 (أَمْ يُرِيدُونَ كَيْداً فَالَّذِينَ كَفَرُوا هُمُ الْمَكِيدُونَ)

ژباړه: «ایا دوی غواړي کومه دسیسه پلې کړي؟ ـ (که دا خبره وي) نو پخپله کافران به دسيسې ښکار شي[طور: ۴۲]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر – د ښځو برخه

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې