پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     19 ذولحجه 1444

میلادی نېټه :     جمعه, 07 جولای 2023 م

شمیره:      د صدور ګڼه: ۴۴/ ۱۴۴۴

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
سوډان په وینو لړلی دی او د مرستې چیغې وهي... د ښځو او ماشومانو د ژغورلو څوک یې شته؟

 (ژباړه)

د ۲۰۲۳م کال، د اپریل په ۱۵مه، په خرطوم کې د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ جګړه وشوه. آر ټي انلاین د فرانس پرس خبري اژانس په حواله لیکي: «په خرطوم کې د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي؛ په ورته وخت کې یوه مرستندویه سازمان د بېځایه شوو په کمپونو کې په شري (سرخکان) او خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو او پر ښځو د جنسي تېري په اړه خبرداری ورکړی.» دغه سازمان پر خپله ټویټر پاڼه راپور ورکړی چې «۹ کمپونه د سلګونه زرو خلکو کوربه‌توب کوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.» دوی خبرداری ورکړی چې د شري د شکمنو پېښو او د ماشومانو د خوارځواکۍ له امله «حالت نازک دی». دوی زیاتوي: «د جون له ۶مې تر ۲۷مې، موږ د ۲۲۳ هغو ماشومانو درملنه وکړه چې د شري ناروغۍ شک ورباندې و؛ ۷۲ ماشومان بستر شول او ۱۳ نور په هغه کلینیک کې مړه شول چې موږ مرسته ورسره کوو.» له بل لوري، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې دولتي واحد راپور ورکړی چې په خرطوم او دارفور -په ځانګړي ډول د لوېدځ دارفور ایالت په مرکز، الجنینه ښار کې- پر ښځو د جنسي تیري پیښې ثبت شوې دي. دغه واحد شنبه پر خپله فسبوک پاڼه په یوه خپره شوې بیانیه کې ویلي: «په خرطوم کې د جنسي تیري ټولټال ۴۲ قضیې وې او په الجنینه کې د جګړې اړوند جنسي تېري ۲۱ قضیې ثبت شوې دي.» دوی زیاته کړې چې ډېری دغه قضیې د چټک غبرګون ځواکونو پر وړاندې ثبت شوې. یاد واحد وړاندې د سویلي دارفور په مرکز، نیالا ښار کې د جنسي تیري ۲۵ پیښې ثبت کړې وې. د اپرېل له ۱۵مې راهیسې سوډان د عبدالفتاح البرهان په مشرۍ پوځ او د محمد حمدان قلو (حمیدتي) په مشرۍ چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ د جګړې شاهد دی. په دغې جګړه کې تر اوسه ۲۸۰۰ کسان وژل شوي او تر  ۲.۸ میلیونو زیات سوډانیان بېځایه شوي.

د دغو شخړو بیه د سوډان ښځې او ماشومان پرې کوي او په پایله کې يې همدوی د ذلت خوند څکي. هېڅ امنیت او خوندیتوب نشته. نښتې په هېواد کې د ګډوډیو او ناکراریو سبب شوې او خلک په وېره او ناامنۍ کې ژوند کوي.

اې په سوډان کې زموږ خلکو: ایا کله مو فکر کړی چې له دغو نښتو څوک ګټه اخلي، څوک یې اور ته لمن وهي او ولې؟ د هغو خلکو تر شا څوک دي چې جلا کېدل غواړي، سوډان ټوټه کوي او د دښمنانو لپاره یې پر یوه اسانه هدف بدلوي؟ ومو نه لیدل چې استعماري دولتونو، د هغوی سفارتونو، سازمانونو او ټولنو څنګه مداخلې وکړې چې دغه لاسته راوړنې په خپل لاس کې واخلي او تر هغه پورې خپلې اجنډاوې پلي کړي چې ملت کمزوری شي او د دوی په منګولو کې ښه ټینګ شي؟

اې مسلمانو علماوو: کله چې په دغو شخړو کې ستاسو پر زامنو، ماشومانو او ښځو داسې ناوړه وضعیت تېرېږي؛ تاسو چېرته وئ؟ ستاسو د وروڼو ترمنځ جګړه لا روانه ده؛ خو تاسو چوپ یئ؛ نه یې مخه نیسئ او نه یې د حراموالي دلیل راوړئ.

اې د سوډان په پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو کې مخلصینو: په تاسو کې دومره هوښیار څوک نشته چې سمې لارې ته مو برابر کړي او د سوډان خلک د خوندیتوب خواته بوځي!؟ په تاسو کې دومره څوک نشته چې د دوی دفاع او ساتنه وکړي او د هغه څه پر بنسټ حکومت وکړي چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي؟ که داسې وکړئ نو ټول به درباندې راټول شي او الله تعالی به مو مرسته وکړي.

اې په سوډان کې زموږ خلکو: د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې په توګه موږ په سوډان کې د خپلو خویندو او ماشومانو د حالت په لیدو ځورېږو او دغه کړنې په کلکه غندو. موږ پر تاسو غږ کوو چې د خپل حرمت او عزت دفاع وکړئ؛ د دې لپاره له حزب التحریر –یو داسې رهبر چې خپلو خلکو ته درواغ نه وايي- سره د نبوت پر منهج راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره ګډ کار وکړئ چې د الله سبحانه و تعالی شریعت حاکم شي او د دنیا او اخر عزت موږ په برخه شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

۱۴۴۴ هـ.ق کال، د ذوالحجې۱۹مه

۲۰۲۳م کال، د جولای ۷مه

ژباړه: فریدون محتاط

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې