سه شنبه, ۱۲ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 ذولقعده 1444

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 15 جون 2023 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۱۴۴/۱۹


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د الازهر ستر شیخ د یهودي دولت شتون تصدیقوي او د مسلمانانو پوځ د بیت المقدس او شاوخوا سیمو د ازادولو له وجیبې معافوي

(ژباړه)

 د الازهر شیخ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین او د هغه د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندلو لړۍ چټکه کړي. هغه همدارنګه له اقصی جومات څخه د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ چې هره ورځ تاوتریخوالی پکې کېږي. شیخ الطیب د ۲۰۲۳م کال د جون په ۱۴مه، چهارشنه امنیت شورا ته په خطاب کې وویل؛ «ما د فلسطین د مقدساتو؛ زما او ستاسو مقدساتو په اړه خبرې وکړې. زه د ظلم او استبداد او د فلسطین د خلکو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د چوپتیا په اړه خپله ژوره خواشیني ښیم.» (دنیا الوطن)

د فلسطین خاوره د خراج خاوره ده چې واک یې له ټول امت سره دی؛ یوه لوېشت ځمکه یې هم بل چاته نه شو پرېښودی. دا د ټول امت وجیبه ده چې د غاصبینو له منګولو یې خلاصه کړي؛ دا د فلسطین د ګاونډیو هېوادونو وجیبه ده چې په سر کې یې مصر دی. له امنیت شورا او نړیوالې ټولنې څخه د الازهر د شیخ غوښتنې په دې معنا دي چې د یهودي دولت شتون په رسمیت پېژني او د اسلامي هېوادونو پوځ د فلسطین او د هغه د مقدساتو له ازادولو معاف کوي. غربي استعماري بنسټونو، یهودي دولت په زهرو لړلي خنجر په توګه د امت په زړه کې رامنځته کړ او د امت د بياځلې وحدت مخه يې پرې ونیوله. هغوی د یهودي دولت اصلي ملاتړي دي چې د مزدورو رژیمونو په واسطه يې د امت له مستقیم قهر څخه ساتي؛ د مصر رژیم د خیانت په دغه رول کې تر نورو وړاندې دی.

د مصر خلک او پوځ د فلسطین د ازادۍ هیله لري او دا یوه مهمه او محوري موضوع ګڼي. دغه موضوع د هغوی په اسلامي عاطفو، ورورولۍ، له اسلامي عقیدې سره مینه او د اسلامی مقدساتو څخه د ساتنې غیرت کې ژوره ريښه لري؛ لکه د یوه مسلمان وینه تویول. د فلسطین ازادي د ټول اسلامي امت د پوخونو وجیبه ده؛ په ځانګړې توګه د مصر د پوځ چې د امت له ځواکمنو پوځونو دی او د جغرافیې له اړخه فلسطین ته نږدې دی. موږ ډاډه یو چې د مصر په پوځ کې ښه پرېمانه مخلصین شته چې د فلسطین ازادۍ ته تږي دي او ښه پوهیږي چې دا یې د امت، دین او وروڼو پر وړاندې وجیبه ده. د دوی پر وړاندې یوازینی خنډ، حاکم رژیم دی. نو د فلسطین ازادي د دغه رژیم په له منځه وړلو او د اسلامي دولت په تاسیس پورې تړلې چې اسلامي پوځونه نه یوازې د فلسطین، بلکې د ټولو اشغال شوو اسلامي خاورو د ازادولو لپاره بسیج کړي.

اې د کنانه پوځ مخلصینو: د فلسطین او د فلسطین د مظلومو خلکو ازادي ستاسو دنده ده او د دې په اړه به الله سبحانه و تعالی د قیامت په ورځ حساب درسره کوي. دغه رژیم چې تاسو د خپلې وجیبې له سرته رسولو راګرځوي، پر تاسو هېڅ واک نه لري. دغه رژیم په حقیقت کې نامشروع دی؛ د امت حاکمیت يې غصب کړی او د کفري نظام له لارې پر موږ حکومت کوي. د فلسطین د ازادۍ پر وړاندې لومړنی ګام د دغه رژیم را نسکورول دي. نو ستاسو اساسي دنده دا ده چې دغه رژیم یې له ټولو ابزارو او سمبولونو سره له بېخه ونړوئ او دولت د امت مخلصینو ته وسپارئ چې د نبوت پر منهج راشده خلافت د تاسیس او د ټول اسلام د پلي کولو وړتیا لري. دغه خلافت به نه یوازې د فلسطین، بلکې د ټولو اسلامي خاورو د آزادۍ لپاره پوځونه بسیج کړي. لویه ربه! ته دغه خلافت ژر راولې او موږ یې سرتېري او شاهدان کړې.

﴿وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللهِ وَالَّذِينَ آوَواْ وَّنَصَرُواْ أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقّاً لَّهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْق كَرِيمٌ

ژباړه: «کومو خلکو چې ایمان راووړ او د الله په لاره کې يې هجرت او جهاد وکړ، او کومو خلکو چې پناه ورکړه او نصرت یې ورکړ، له شک پرته هغوی حق مومنان دي، د هغوی لپاره بښنه او غوره رزق دی.» [انفال - ۷۴]

د حزب التحریر – ولایه مصر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۴هـ.ق، د ذوالقعدې ۲۶مه

۲۰۲۳م کال، د جون ۱۵مه

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې