شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     12 ذولقعده 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 15 جولای 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۶۹

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د پانګوالي اقتصادي سیستم پلي کول او د نړیوال قانون څارنه به مو تل له ریکوډیک غوندې زېرمو او شتمنیو څخه بې برخې کړي.

د پانګونې په برخه کې د شخړو د حل و فصل د نړیوال مرکز محکمې (ICSID) د ۲۰۱۹ میلادي کال د جولای په ۱۲مه د یوې قضیې په اړه پرېکړه وکړه، چې «TCC» د بلوچستان په اړونده سیمه (ریکوډیک) کې د کان د استخراخ د حقونو د رد پر وړاندې ثبت کړې وه. محکمې د پاکستان حکومت ته امر وکړ، چې «TCC» ته د تړون د لغوه کولو په جریمه کې کابو ۶ بیلیونه ډالر ورکړي.

د دغې پرېکړې تر اعلان وروسته په ټول هېواد کې دا بحث راپورته شو، چې په ۲۰۱۳م کال کې د پاکستان د سترې محکمې پرېکړه چې له «TCC» سره يې تړون لغو کړ، ښايي یوه په زړه‌پورې او د خلکو د خوښې پرېکړه وي؛ خو له امله یې د بهرنیو پانګوالو باور زیانمن شو او اوس باید پاکستان د نړیوالې محکمې د پرېکړې پر اساس مالي زیان هم ومني.

که په پاکستان کې د نبوت پر تګلاره اسلامي خلافت تاسیس شوی وی، نو دا ډول ستونزې به هېڅکله نه وی راپورته شوې. اسلام کانونه عامه ملکیت بولي او د را ایستلو، پروسس او پلور اختیار یې یوازې دولت ته ورکوي؛ خو څومره شتمني چې له دغو کانونو څخه لاس ته راځي د خلکو د هوساینې لپاره باید ولګول شي، ځکه چې همدوی د دغو زېرمو ریښتیني څښتنان دي.

د اسلام د امر پر اساس، تېل، ګاز او معدني سرچینې هېڅکله خصوصي کېدای نه شي او نه هم سیمه‌ییزو او نړیوالو کمپنیو ته داسې سپارل کېدای شي، چې دوی ورڅخه د مالکانو په څېر ګټه واخلي. نو ځکه اسلام دولت ته امر کوي، چې د خلکو پر ځای د معدني سرچینو مدیریت سم وڅاري.

د باجوه-عمران رژیم د دغې مسلې د حل لپاره یو کمېسیون جوړ کړی او دا په بشپړه توګه یو فرېب دی؛ ځکه د دولت لوی څارنوال د «TCC» د مرکزي کمپنۍ د هغې بیانیې هرکلی کړی، چې دغې کمپنۍ پکې د خبرو اترو له لارې د ریکوډیک د استخراج د تړون په برخه کې د ستونزې له حل څخه خوښي ښودلې.

لوی څارنوال همداراز ویلي چې پاکستان خپل نړیوال قانوني مسوولیتونه جدي نیولي. مانا دا چې د پاکستان رژیم د نړیوالې محکمې پرېکړه عملي کوي او د نړۍ د سرو زرو پنځم لوی کان نړیوالو پانګوالو ته سپاري. په دې توګه به یوه بهرنۍ کمپنۍ د دغې شتمنۍ ډېره برخه واخلي او پاکستان او خلکو ته به یې یوازې یو شمېر سکې ورسېږي.  

موږ تر دې وړاندې د پاکستان په بلوچستان کې د «سایندک» پروژې بېلګه لرو. هلته چنیایي کمپنۍ له څو کلونو راهیسې د مسو کان استخراجوي او پاکستان ته دومره برخه ترې نه ورکوي چې ان د «سایندک» سیمې د څو زره بې وزلو اوسېدونکو د ژوند ناوړه وضعیت پرې ښه کړي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

 د پانګوال نظام  سیستم په ډېره لېوالتیا طبعي سرچینې خصوصي کوي، ځکه دوی د ملکیت پر ازادۍ باور لري. مانا دا چې یوه لویه او ارزښتمنه زېرمه یوازې د یو څو کپیټلېسټانو لاس ته لوېږي او دولت او خلک یې ترې بېوزله پاتې کېږي. 

پانګوال سیستم د ډیموکراسۍ له لارې د اشغالګرو قدرتونو کمپنۍ د بهرنۍ پانګونې تر نامه لاندې د «رایکوډیک» په څېر زېرمو څېښتنې کوي. بیا کله چې دغه اشغالګرې کمپنۍ ظلم کوي یا له مظلوم هېواد او خلکو سره کومه شخړه او مخالفت کوي، نو د اشغال په لاس جوړې شوې محکمې بیا د همدغو اشغالګرو کمپینو په ګټه پرېکړې کوي. د چارو دا ډول ناوړه اداره هغه وخت ختمېږي، چې ډیموکراسي پرېږدئ او په پاکستان کې د نبوت پر تګلاره خلافت تاسیس کړئ. خلافت دولت به ټولې معدني او طبعي سرچینې عامه ملکیت اعلان کړي او نړیوالو اشغالګرو قدرتونو ته به دا اجازه ور نه کړي چې زموږ شتمنۍ لوټ کړي.

خلافت دولت به نړیوالې محکمې او قانون ونه مني، ځکه الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته اجازه نه ورکوي چې خپلې ستونزې او مخالفتونه په کفارو حل کړي. الله سبحانه و تعالی فرمایي: 

﴿وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا

[النساء: ۱۴۱]

ژباړه:... او الله (سبحانه و تعالی) نه غواړي چې کفار پر مسلمانانو برلاسي شي.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې