دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     24 ذولقعده 1440

میلادی نېټه :     شنبه, 27 جولای 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۷۱

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
پاکستان باید هېڅکله ځان بې اټومي وسلو نه کړي؛ ان که چلباز هندو دولت وښیي چې موږ دا کار کوو.

عمران خان زموږ د اټومي وسلو په اړه خطرناکه خبره کړې، دغه خبره باید رد شي څو د یوه خیانت د پیلېدو مخه ونیسو.   

د ۲۰۱۹ میلادي کال د جولای پر ۲۴مه د فاکس نیوز خبریال «بریټ بایر» له عمران خان څخه وپوښتل: «که هند ویلي وي چې موږ به له اټومي وسلو لاس واخلو، پاکستان به دا کار وکړي؟» عمران خان نا مسوولانه ځواب ورکړ: «هو، ځکه چې اټومي جګړه زموږ انتخاب نه دی. د پاکستان او هند تر منځ اټومي جګړه په حقیقت کې د خپل ځان له منځه وړل دي.»

د پاکستان د اټومي ځواک په اړه د امریکا د اندېښنې په تړاو عمران خان بیاځلي امریکا ته په داسې څرګندونو ډاډ ورکړ: «موږ له امریکا سره د خپل اټومي پروګرام په اړه د خوندیتوب د اندازې هر ډول استخباراتي معلومات شریکوو.» 

پر همدغه بنسټ، د پاکستان رژیم دښمن ته د یو قوي او ګواښوونکي پیغام پرځای، په ډېرې ساده ګۍ د اټومي وسلو خلع سلاح کولو او د اټومي وسلو له منځه وړلو ته چمتوالي څرګندوي. دوی دا کار په یوه داسې محیط کې کوي چې نړیوال پوځونه پکې د پرمختللو اټومي وسلو او توغوندیو د وړتیاوو سیالي کوي.

اې د پاکستان مسلمانانو او په ځانګړي ډول سټراټیژیکو خلکو!

موږ باید دولت سخت محاسبه کړو او ترې وغواړو چې بېرته خپل ګواښوونکی او خطرناک دریځ غوره کړي. اټومي وسلو د جګړه‌مار هند د ساړه پیل او همداسې د جګړې او عملیاتو د پلانونو مخه ونه نیوله.

هند پلان لري چې د پاکستان پر وړاندې یوه نا اعلان شوې ښکاره جګړه پیل کړي. د رژیم د هیلو په اړه باید وویل شي چې د پولووانا له پېښې وروسته چې هندي هوایي ځواکونو د پاکستان پر خاوره برید وکړ او ټرمپ چې د مودي ټینګ متحد دی، په دې اړه منځګړیتوب وکړ، پر دې دلالت کوي چې امریکا د هند په خوا ده.

د هند له پوځ سره د امریکا ملاتړ دی، ځکه چې هند له امریکا سره د چین په مخالفت او په سیمه کې د مسلمانانو په ځپلو کې مرسته کوي. د تېر رژیم په وروستي کال او د باجوه-عمران د رژیم په لومړي کال کې د توغندیو د ازمویلو د درېدو په اړه هم باید د خطر زنګ ووهل شي، دوی خو اوس ځان د مودي ملګري بولي.  

همدارانګ له امریکا سره د استخباراتي معلوماتو شریکول هغه موخه ده چې امریکا غواړي په افغانستان کې پاتې شي او پاکستان دا کار له طالبانو سره د امریکا د خبرو اترو د چارو د اسانولو له لارې کوي او دا کار زموږ د اټومې وسلې شتمنۍ ته څېرمه کېږي. نو زموږ د اټومي وسلو د پروګرام په اړه له امریکا سره استخباراتي معلومات شریکول له اسلام، پاکستان او د سیمې له مسلمانانو سره له خیانت پرته بل څه نه دي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

 (وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ)

«او تاسو تر خپلې وسې ډېر زیات ځواک او تیار زین‌کړي آسونه د هغوی د مقابلې لپاره برابر کړئ چې په دې وسیله د الله پر دښمنانو، ستاسو پر خپلو دښمنانو او پر هغو نورو دښمنانو هیبت راولئ چې تاسو یې نه پېژنئ خو الله یې پېژني.»[سورة الانفال ۸:۶۰]

زموږ سپڅلی او پراخ دین د دښمنانو د وېرولو لپاره د عصري پوځي وړتیاوو؛ لکه اټومي وسلو، هوایي ځواک، خفیه ټکنالوژۍ او مصنوعي استخباراتو ( استخباراتي ټکنالوژي او ماشینونه ) د لرلو امر کړی.  زموږ اټومي وسلې باید یوازې هند ته ګواښ نه وي، بلکې باید زموږ ټولو دښمنو ته ګواښ وي، که هغه امریکا ده او یهودي دولت.

زموږ پیاوړی نظامي ځواک باید یوازې له یوه دولت سره سیالي ونه کړي، بلکې موخه یې باید دا وي چې پر نړۍ باندې د اسلام د واکمنېدو د باوري کېدو لپاره د اسلام د بهرني سیاست ملاتړ وکړي.

دا یوازې د نبوت پر منهج خلافت دی چې موږ د دې وړ کوي چې د امریکا له راج نه ځان خلاص کړو، اسلامي امت یو موټی کړو او لکه پخوا چې د څو پېړیو لپاره د نړۍ قدرت وو، بیا هغه مقام ته ځان ورسوو.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې