پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     7 رجب 1442

میلادی نېټه :     جمعه, 19 فبروری 2021 م

شمېره:      ۵۱/ ۱۴۴۲

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
اسلام هغه قانون دی چې له اسمانونو څخه نازل شوی دی، تر څو پر ټوله ځمکه پلی شي. له خلیفه پرته یې پلي کېدل ځنډېدلي؛ نو اې مسلمانانو، خپل مکلفیت مو تر سره کړئ او خلافت بیا تاسیس کړئ!

رسول الله (ص) فرمایي:

«الْإِسْلَامِ يَعْلُو، وَلَا يُعْلَى» 

ژباړه: «اسلام لوړ دی او هېڅ شی پرې لوړ نه دي»

 له سلو هجري کلونو راهیسې خلافت له منځه تللی دی. پر ځای یې هغه حکومتونه راغلل چې د انسان په لاس جوړ شوي قوانین پلي کوي. اوس تر ټولو غوره ایډیولوژي یعنی اسلام د نړۍ په هیڅ ځای کې نه پلې کیږي. اسلام په هر عصر کې پر ټولې نړۍ د حاکمیت لپاره نازل شوی دی. اسلام د بشریت د رهبري کولو مسوولیت مسلمانانو ته ورکړی دی، نو ځکه باید په نړیواله کچه د قیامت تر ورځې پورې عدالت تامین کړي. موږ ته دا مسوولیت د الله سبحانه وتعالی له لوري را کړل شوی دی، هیچاته اجازه نشته چې دا پرېږدي. موږ ته اجازه نشته چې د غرب فاسدې ایډلوژۍ ته تسلیم شو، چې په ټوله نړۍ کې یې زموږ د ژوند اقتصادي، سیاسي، کورنی، اخلاقي او ټولنیز اړخونه له منځه  وړي دي. نو ایا موږ به خپل مسوولیت پر غاړه نه اخلو چې ټول بشریت د کفر له تیارو څخه د اسلام رڼا ته راوړو؟

د خلافت له ړنګیدلو څخه وروسته علماوو، انجینرانو، ډاکترانو او ځوانانو له مدرسو، ادارو، کلینیکونو او کتابخانو څخه استعفا وکړه، د دې پر ځای چې د هغه د بیا تاسیس لپاره کار وکړي. دا هغه استعفا ده چې فرانسوي، برتانیوي، امریکایي او روسي اشغالګرو ته په اسلامي نړۍ کې په ازاده توګه د تګ را تګ اسانتیا برابره کړي. مسلمانانو خپل مسوولیت هیر کړی دی، تر څو په ښېګڼې امر وکړي او له بدیو څخه منع او هر ظالم له لاس ونیسي او حق ته یې وسپاري. د اشغال استازو د امت واک په لاس کې اخیستی دی، هغه واک چې الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته د حاکم د ټاکلو لپاره ورکړی دی. چې دا دې اسلام د پلي کولو اساسي قاعده ده.

د خلافت له ړنګېدلو څخه وروسته د الله سبحانه وتعالی احکام وځنډېدل. په داسې حال کې چې د مسلمانانو خاورې، شتمنۍ، عزت او ژوند ته سپکاوی وشو. زموږ لومړنۍ قبله بیت المقدس بې عزته یهودو ته ور کړل شو. موږ د ۱۰۰ هجري کلونو راهیسې د خلیفه له بیعت څخه پرته ژوند کوو، په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: له بیعت څخه پرته مرګ د جاهلیت مرګ دی. اې مسلمانانو زموږ اوسنی له درد څخه ډک حالت د  فلسطین، سوریې او یمن څخه نیولې تر اشغال شوي کشمیر، برما او سریلانکا پورې د ټولو پر وړاندې  دی. له اسلام څخه پرته زموږ لپاره وقار، بریالیتوب او امنیت نشته. له خلافت پرته موږ ماتې خوړلې او خوار یو، په داسې حال کې چې عزت، قدرت او عظمت یوازې او یوازې له اسلام سره دی.

اې د پاکستان مسلمانانو! د خلافت تاسیس د ټولو فرضونو تاج دی او د امت ټول علما په دې هم نظره دي چې زموږ حاکمیت یوازې په اسلام کې دی. هغه واکمنان چې د الله سبحانه وتعالی د وحې پرځای د بشر په لاس جوړ شوي قوانین پلي کوي، موږ ته دروغ وایي او دوکه کوي، د دوی په ګټه هره هڅه نه یوازې د انرژۍ ضایع کول دي، بلکې ګناه ده.

زموږ دښمنان له موږ څخه ان له دولت پرته وېره  لري،  په داسې حال کې چې زموږ وحدت او حاکمیت د خلافت تر چتر لاندې د دښمنانو د پلانونو او ارمانونو له پاره مرګ دی. زموږ په لاس د خلافت تاسیس به د دښمنانو پر وړاندې زموږ بشپړ ځواک را ښکاره کړي. ان که دوی یې یوازې د جوړیدلو غږ هم واوري نو خپلې ټولې دسیسې به یې له یاده ووځي. که چېرته له موږ څخه کوم یو د دې نړۍ شتمني لاسته راوړي، نو بیا به هم د ارامتیا لپاره یوازې خپلو اعمالو ته اړ وي. نو راځئ داسې عمل وکړو چې په دنیا او آخرت کې مو د بریالیتوب سبب شي، چې هغه د نبوت پر منهج د خلافت تاسیس دی، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[کَتَبَ اللّٰہُ لَاَغۡلِبَنَّ اَنَا وَ رُسُلِیۡ اِنَّ اللّٰہَ قَوِیٌّ عَزِیۡزٌ]

ژباړه: «الله سبحانه و تعالی لیکلي د‏ي چې زه او زما پیغمبران به هرو مرو برلاسي شو، په واقعیت کې الله سبحانه و تعالی برلاسی او زورور دی.» [مجادله: ۲۱]

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#خلافت_بیا_تاسیسړئ

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې