یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     11 محرم 1443

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 19 آګست 2021 م

شمېره:      ۰۳/ ۱۴۴۳

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د پاکستان واکمنان غواړي چې د قدرت د مشارکت تر عنوان لاندې، په افغانستان کې د امریکا د استعماري دولت جوړښت پر ځای پاتې شي.

د پاکستان د ملي امنیت د بېړنۍ کمېټې ناسته (NSC) د ۲۰۲۱م، د اګیست په ۱۶مه، د عمران خان په مشرۍ او د فدرال وزیرانو او د پاکستان د وسله والو ځواکونو د قومندانانو په ګډون تر سره شوه. داسې انګېرل کېده چې دوی به د بهرني سیاست په اړه یوه مستقله پرېکړه وکړي، خو هغه اعلامیه چې له دې ناستې وروسته صادره شوه، یوازې د زلمي خلیلزاد د بیانیې انعکاس و، چې د اګیست په ۱۳مه، د نړیوالو قدرتونو له ناستې وروسته په دوحه کې صادره شوې وه او له طالبانو یې پینځه غوښتنې پکې کړې وې؛ تر څو یې نړیوال په رسمیت وپېژني او مالي پورونه تصویب شي. دغه غوښتنې د یوه پراخ دولت تشکيل، ډموکراتیک نظام رامنځ ته کول، د ښځو او اقلیتونو د بشري حقوقو تضمین، د افغانستان له خاورې څخه د نورو خاورو پر وړاندې ګټه نه اخیستل او نړیوالو قوانینو ته غاړه اېښودل وو. د ملي امنیت په ناسته کې ګډون کوونکو ټینګار کاوه، چې پاکستان د نړیوالې ټولنې په همکارۍ له ټولو ښکېلو اړخونو سره جامع سیاسي حل او فصل ته لاره هواروي او دا یې د افغانستان د ټولو اقوامو پرمختګ وباله. د پاکستان سیاسي او پوځي رهبرانو خپلې غوښتنې په امریکا کې مطرح کړې او له طالبانو څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ډلې له لوري د نورو خاورو پر وړاندې استفاده نه شي، په داسې حال کې چې غرب هم همدا هیله درلوده. له همدې امله، کله چې مقاومت کابل ازاد کړ، د پاکستان رهبرۍ طالبان وګواښل چې په زور سره کابل ازاد نه کړي، په داسې حال کې چې طالبان تر فشار لاندې وو، تر څو د ډیموکراتیک قدرت په وېش کې بشپړ مشارکت ولري.

د باجوه ـ عمران رژیم شپه او ورځ د سپينې ماڼۍ او پنټاګون لپاره د یوه رسمي اسانچاري په توګه په سیمه کې د امریکا د نفوذ د ساتلو په هڅه کې دی. دا په داسې حال کې ده چې د ډيورنډ کرښې حصار باید ړنګ شي، د امریکا ځمکني او هوايي کرښې قطع شي او د امريکا په ډيپلوماټیکو نمایندګیو کې جاسوسي مرکزونه وتړل شي، ځکه په دې برخه کې ځینې ګامونه پورته شوي، چې د پاکستان، افغانستان او مرکزي اسیا اتحاد، د یوه واحد خلافت دولت په توګه رامنځ ته شي، خو د باجوه ـ عمران رژیم غواړي د خپلو صلیبي اربابانو ګټې د پاکستان د مسلمانانو او د دوی د وسله والو ځواکونو د هیلو پر خلاف ساتي. رژیم له افغانستان څخه د امریکا په وتلو خپه دی، ځکه د امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال یې ډېر مذاکرات غوښتل، تر څو طالبان د دوی ډېر حضور ومني. په حقیقت کې، د باجوه ـ عمران رژیم په سیمه کې د امریکايي ګټو د ساتلو تر ټولو پیاوړی د ملا تیر بلل کېږي. بایډن د باجوه ـ عمران رژیم پر وفادارۍ بشپړ ډاډ لري او له همدې امله یې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وایستل، ځکه پوهېده چې د پاکستان واکمنان د مذاکراتو په محدوده کې د امریکا په سپارښتنه د طالبانو محاصره، نړیوال استعماري نظم او د دولت ـ ملت مفکورې لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کولای شي.

اې د پاکستان وسله والو ځواکونو! د امریکا له اشغال څخه د کابل د ازادۍ واقعي ګټې، یوازې هغه وخت تر لاسه کېدای شي چې راولپنډۍ او اسلام اباد د امریکايي استعمار له نفوذ څخه پاک شي. تاسو دا وړتیا لرئ چې د امریکا سیمه ییز راج ته د پای ټکی کېږدئ او دا د هغو کارونو په محدوده کې راځي، چې الله سبحانه وتعالی تاسو ته بشپړ اختیار درکړی، چې د قیامت په ورځ به له تاسو پوښتنه کېږي. دا تاسو یئ چې د اسلام په اړه د تاریخ جریان لکه د تېر په څېر بدل کړئ. حزب التحریر د خپل نړیوال امیر، شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته تر رهبرۍ لاندې، له یوې بشپړې برنامې سره چمتو دی، له همدې امله د نبوت پر منهج د د دویم راشده خلافت لپاره نصرت ورکړئ، چې په چټکۍ سره به اوسني هېوادونه د اسلام تر نوم لاندې سره متحد کړي او په دې سره بریا تر لاسه کړئ او داسې یو نړیوال تسلط تاسیس کړي، لکه څرنګه یې چې د پېړیو لپاره مخکې تاسیس کړی و.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

 [إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءَهُ فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ] [عمران: ۱۷۵]

ژباړه: اوس تاسو ته څرګنده شوه چې هغه په اصل کې شیطان و، چې خپل دوستان یې بې ځایه وېرول، له همدې امله په راتلونکي کې تاسو له کافرانو څخه مه وېرېږئ، زما څخه ووېرېږئ، که تاسو په رښتینې توګه د اېمان خاوندان یاست.

#Afghanistan 

افغانستان#

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې