یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     21 جمادی الثانی 1443

میلادی نېټه :     جمعه, 21 جنوری 2022 م

شمېره:      ۳۵/ ۱۴۴۳

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د پارلماني او ولسمشریزې ډيموکراسۍ له ناکامۍ وروسته، اوس د خلافت وخت دی

د ډیموکراسۍ ناکامي له ورایه ښکاري. د مشرف، زرداري، نواز او عمران خان د پارلماني ډیموکراسۍ له ناکامۍ وروسته په ډاګه شوه، چې د انسان له محدود ‌ذهن څخه د قوانینو پر بنسټ هر ډول حکومت ناکام شوی دی. دغه ډول غربي واکمنو رژیمونو پاکستان د لسیزو راهیسي د غربي استعماري استثمار غلام کړ. د ډیموکراسۍ تر چتر لاندې ان خلک نه شي کولای چې د ورځې دوه وخته خواړه ځان ته برابر کړي، سربېره پر دې بیا هم واکمنان دوه او څلور برابره مالیه اخلي او د سوداګریزو بانکونو اوIMF  د بډایه کولو په موخه خلک لوټي. په داسې حال کې چې د مالیاتو ثبتول لا هم د سود د تادیاتو لپاره کافي نه دي، واکمنان ډېرې کاغذي پيسې چاپوي او د انفلانسیون له لارې زموږ جیبونه خالي کوي. په پارلماني ډیموکراسۍ کې، ذینفع ډلې خپله توره د لومړي وزیر پر سر ځړوي، په داسې حال کې چې په ولسمشریزه ډیموکراسۍ کې همدا ډلې د مناسبو رایو لپاره له دولت څخه د قوانینو د تصویب په موخه باج اخلي.

په حقیقت کې ډیموکراسي په نړیواله کچه تر دې حده ناکامه شوې ده، چې د نړۍ ټولو غربي نظامونو د نړۍ په سترګو کې خپل باور له لاسه ورکړی او د پيسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک، د مالي اقدام کاري ځواک، ملګري ملتونه او د عدالت نړیوالې محکمې ناوړه څېرې ښکاره شوې دي. د دولت ـ ملت نظم او ډیموکراتیک قوانین په اسلامي نړۍ کې د غرب د تسلط دوام تضمینوي. د ډیموکراسۍ د دوام وخت نور پای ته رسېدلی او اوس د نړیوال خلافت وخت رارسېدلی، چې له پاکستان څخه سر راپورته کړي. هغه خلافت چې الله تعالی یې وعده کړې او رسول صلی الله علیه وسلم یې زیری ورکړی دی.

خلافت د پارلماني او صدارتي ډیموکراسۍ په څېر په پولو کې محدود نه دی. خلافت به د غربي استعمار له لوري رامنځ ته شوو پولو په ړنګولو سره او د یو پیاوړي نړیوال قدرت په توګه په سر راپورته کولو سره به د مسلمانانو خاورې، وسله وال ځواکونه او اقتصادي سرچینې سره یو ځای کړي. خلافت د پارلماني او صدارتي ډیموکراسۍ برعکس دا یقیني کوي، چې اسلامي قانون تر ټولو لوړ دی. خلیفه د خپلو نفسي خواهشاتو پر اساس د قوانینو د جوړولو واک نه لري، هېڅوک نه شي کولای چې په قانون کې لاسوهنه وکړي، د سیمه ییزو اشرافو د مهارولو او د بهرنیو استعماري لاسوهنو اصلي لامل له منځه وړي. خلافت د پارلماني او صدارتي ډیموکراسۍ برعکس د ژوند چارې د منتخب خلیفه له لوري اداره کوي او سیاسي ثبات تضمینوي. له خلیفه سره د وسله والو ځواکونو عملیاتي قومندان هم د حاکم اسلامي رژیم د پوځي واکمنۍ پر وړاندې د ملکي حاکمیت لپاره مبارزه له منځه وړي، چې پاکستان یې د څو لسیزو راهیسي فلج کړی دی.  خلافت به یو اسلامي اقتصادي نظام پلي کړي، تر څو په ټولنه کې د شتمنیو وېش یقیني کړي او د څو شتمنو په لاس کې د شتمنۍ پراخه غلظت له منځه یوسي، چې د پانګوال نظام له لوري یې تضمین شوی و. خلافت د هغو سودونو له ادا کولو څخه ډډه کوي چې په اسلام کې حرام دي او د ملت پیسې پر خپل ملت لګوي. خلافت به د نړۍ استعماري نظام، د غرب نړيوال قانون، نړيوال استعماري بنسټونه او پانګوال اقتصادي نظام ردوي. د الله تعالی د ارشاداتو، قرآن او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو سره سم به يو عادلانه نړيوال نظم رامنځ ته کوي. نو راځئ چې د نبوت پر منهج راشده خلافت بیا تاسیس کړو! الله سبحانه و تعالی فرمايي:

{وَقُلۡ جَآءَ الۡحَـقُّ وَزَهَقَ الۡبَاطِلُ اِنَّ الۡبَاطِلَ كَانَ زَهُوۡقًا‏}[اسرا: ۸۱]

ژباړه: او اعلان وکړه چې: حق راغی او باطل له منځه لاړ، باطل خامخا له منځه تلونکی دی.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې