یکشنبه, ۲۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     10 رمضان 1443

میلادی نېټه :     دوشنبه, 11 اپریل 2022 م

شمېره:      ۵۳/ ۱۴۴۳

ولاية باكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
اوس د دې وخت رارسېدلی چې د پاکستان وسله وال ځواکونه د نبوت پر منهج د خلافت د تاسیس لپاره نصرت ورکړي.

په پاکستان کې د واک مبارزې ته د خلکو له قوي غبرګون څخه له ورایه ښکاري چې مسلمانان له استعماري کفارو څخه خپلواکي غواړي. د لاریون کوونکو غږ د امریکا لپاره د غلامۍ د پای ته رسولو او همدارنګه په نظامي او سیاسي مشرتابه کې د غدارانو غندنه وه.

حزب التحریرـ ولایه پاکستان د خلکو غبرګون د دریو ټکو په اجنډا کې رانغاړي: 

۱. د ډیموکراسۍ د پای ته رسولو غوښتنه؛

د ډیموکراسۍ نظام هیڅ فرد یا حزب ته اجازه نه ورکوي، چې مسلمانان له استعمار څخه وساتي. دا یو بشري نظام دی چې د انسانانو د هوس پيروي کوي، ترڅو زموږ په لګښت د غرب اجنډا وساتي. الله سبحانه وتعالی فرمايي: 

 (وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ) [مائده: ۴۹]

ژباړه: نو [اې محمده (صلی الله علیه وسلم)!] ته د الله سبحانه وتعالی له نازل کړي قانون سره سمه د دې خلکو د چارو فیصله وکړه او د هغوی د خواهشاتو پیروي مه کوه. پام کوه چې دا خلک تا په فتنه کې وانچوي، یوه ذره دې هم له هغه هدایت څخه وانړوي چې الله سبحانه وتعالی تا ته رالېږلي دي...

۲. د نبوت پر منهج د خلافت د تاسیس غوښتنه؛

خلافت هغه حکومتي نظام دی چې زموږ نفسي خواهشات او هوس نه، بلکې د الله سبحانه وتعالی له لوري نازل شوي  احکام په پام کې نیسي. خلافت هغه حکومتي نظام دی چې خلیفه یوازې د قرآن کریم او رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پر اساس حکومت کولای شي. په سود پور اخیستل د خلیفه لپاره جایز نه دي، ځکه الله سبحانه وتعالی هغه حرام کړی دی. خلیفه نه شي کولای چې له کفارو سره ملګرتیا وکړي، ځکه الله سبحانه وتعالی دا کار حرام بللی دی. باید وسله وال ځواکونه سره منسجم شي او اسلامي خاورې ازادې کړي، ځکه دا د الله سبحانه وتعالی امر دی. هغه باید د یوه دولت په توګه د مسلمانانو د خاورو د یووالي هڅه وکړي، ځکه چې دا هم د الله سبحانه وتعالی امر دی.

۳. پر وسله والو ځواکونو د خلافت لپاره د نصرت غږ؛

د ډیموکراسۍ نظام یوازې هغو کسانو ته اجازه ورکوي چې قدرت ترلاسه کړي، چې د امریکا چوپړ وکړي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره سم باید د ډیموکراسي ټغر ټول شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله د جګړې، اور او فولادو له خلکو سره ولیدل او له هغوی څخه یې د دین د بریا غوښتنه وکړه. هغه په مسلسله توګه د پیاوړي مادي ظرفیت په لټه کې و او پوښتل یې، «وهل عند قومك منعة؟» آیا ستاسو خلک زور او قدرت لري؟ پر همدې اساس هغه له ډېرو قبیلو سره ولیدل لکه: بني کلب، بني حنیفه، بني عمرو بن صامه، بني کنده، بني شیبان. هغه پر همدې طریقه استقامت وکړ، تر څو الله سبحانه وتعالی د انصارو رضی الله تعالی عنهم په مرسته بریا ورپه برخه کړه او په مدینه کې یې دولت تاسیس کړ. هغه کسان پرېږدئ چې د واقعي بدلون په لټه کې دي، تر څو په وسله والو ځواکونو کې له خپلو پلرونو، وروڼو او زامنو څخه وغواړي چې د نبوت پر منهج د خلافت لپاره د نصرت لاس ورکړي.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې