یکشنبه, ۲۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 شوال 1443

میلادی نېټه :     شنبه, 14 می 2022 م

شمېره:      ۶۳/ ۱۴۴۳


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
یوازې خلافت پر اسلامي سیاست ولاړ او خپلواک اقتصاد رامنځ ته کولی شي

یو خپلواک ملت باید هېڅکله د غلامۍ پر اقتصادي جوړښتونو، سیاستونو او رژیمونو ولاړ نه وي. د اویا کلونو غلامۍ، ډیموکراسۍ او پانګوال نظام د پالیسیو پایله څه ده؟ په نړیواله کچه د تېلو بیه لوړه شوې او اقتصادي پرمختګ مخ پر ځوړ روان دی. د متحده ایالاتو فدرال ریزرو د سود نرخ لوړوي، چې په دې سره ډالر مخ پورته ځي او روپۍ ښکته. د مایع ملي ګاز (LNG) معامله که په لوړه بیه تسویه شي، بیا هم اقتصاد له بحران څخه نه شي را ایستلی. د روسیې او اوکراین د جګړې پر مهال، عام خلک په ډېره لوړه بیه خواړه ترلاسه کوي. پوښتنه دا ده چې دا څه ډول اقتصاد دی، چې تل د تنفس مصنوعي آلې (وینټیلیټر)  ته اړ وي، په داسې حال کې چې خلک له لوږې کړېږي او په سخته ګرمۍ کې له برېښنا پرته د شپې خوب نه شي کولای؟ سربیره پردې، د پاکستان ډیموکراتیک واکمن تل هڅه کوي د IMF نسخې پر ځان پلې کړي، چې پاکستان یې په لومړي ځل د تنفس مصنوعي آلې (وینټیلیټر) ته اړ کړ. په حقیقت کې د پاکستان جمهوري واکمنانو له دې مخکې هم پوره ۲۱ ځلې د IMF ناوړه نسخې پر ځان پلې کړي، چې په پایله کې یې د غرب له بشپړ انحصار سره مخ کړل.

حقیقت دا دی، چې یو خپلواک ملت هېڅکله د غلامۍ په ځنځير نه وي تړلی. د پاکستان په وارداتو متکي اقتصاد به تل د ډالر له ناورین سره مخ وي، چې له همدې امله IMF کولای شي د وارداتو پر کمښت د اقتصادي فعاليتونو د کمروزي کولو په موخه اقدامات وکړي او په دې توګه د ډالرو د زیان ناورین راټيټ کړي. د اړتیا وړ نسخه د وارداتو بدیل، د ځان بسیاینې لپاره د صنعتي کولو لنډمهاله او اوږدمهاله پالیسۍ او له انرژۍ بډایه اسلامي سیمو څخه د یوه لوی دولت رامنځ ته کول دي. په داسې حال کې چې ډیموکراټیک واکمنان تل د غرب غلامي تضمینوي، یوازې خلافت کولای شي د اړتیا وړ نسخه وړاندې کړي. په حقیقت کې، د یوه خپلواک ملت اقتصاد هېڅکله د غربي صلیبیانو په صادراتو پورې نه وي تړلی. دا یوازې خلافت دی چې د ډالرو پر ځای به د سرو او سپینو زرو نړیوال تجارت په جوړولو سره، د ډالرو تسلط پای ته ورسوي. دا یوازې خلافت دی چې اقتصاد به یې د محلي اړتیاوو او شرعي مکلفیتونو پر وړاندې ځواب ویونکی وي، ترڅو خلافت له یوه خپلواک بهرني سیاست سره سم د دعوت او جهاد له لارې د اسلام پیغام خپور کړي. دا ډیموکراتيک واکمنان د داسې لیدلوري خوب هم نه شي لیدلی، ځکه دوی له غلامۍ سره عادت شوي دي.

اې د پاکستان مخلصو پوځي افسرانو!

 اوس د دې وخت را رسېدلی چې د دې ډیموکراتیکې نندارې په اړه بې طرفه پاتې نه شو او یو ځلي د تل لپاره ځان ترې خلاص کړو! دا تاسو یاست چې له الله سبحانه وتعالی سره مو د مسلمانانو د دفاع لپاره د خپلو سرښندونو تعهد کړی دی او تر هر څه ډېر یوازې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د حکمونو پیروي کوئ. تاسو ټول به د الله سبحانه وتعالی حضور ته ورځئ، له ټولو دنیوي رتبو، مډالونو او شتمنیو څخه به خلاص شئ او یوازې د الله سبحانه وتعالی له لوري چې کوم قدرت درکړل شوی دی، د هغه په اړه به محاسبه شئ. نو راشئ د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره نصرت ورکړئ. حزب التحریر په پوره چمتوالي سره پر تاسو غږ کوي، چې غږ ته یې لبیک ووایئ! الله سبحانه وتعالی فرمايي:

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ}[انفال: ۲۴]

ژباړه: اې اېمان راوړونکو! د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکی دی. پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی. د هماغه لوري ته به تاسو ورټول کړی شئ.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې