دوشنبه, ۱۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     18 ذولحجه 1444

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 06 جولای 2023 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۴۵/ ۱۴۴۴

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د پاکستان حکام کافرو استعمارګرو ته د خپلو ژغورونکو په سترګه ګوري!

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې له روسیې سره د پیاوړو اړیکو جوړولو هیله لري؛ ځکه چې د سویلي اسیا دغه هيواد له اقتصادي ستونزو سره مخ دی. بلاول بوټو زرداري دغه څرګندونې د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۲مه، یکشنبه په توکیو کې لهNHK  سره په ځانګړې مرکه کې وکړې. پاکستان تېره میاشت له روسیې څخه د خامو تېلو واردول پیل کړل. بوټو وویل چې د دغو تدارکاتو موخه د وارداتو د سرچینې بدلول نه، بلکې د خلکو د انرژۍ اړتیاوې پوره کول دي. د هغه په وینا، د روسیې او پاکستان اړیکې ښې روانې دي او باور لري چې نورې به هم پياوړې شي.

د مسلمانانو حکام داسې دي. دوی د پانګوال نظام په پلي کولو خلکو ته زیان رسوي او ناورینونه رامنځته کوي. دوی کافرو استعمارګرو ته په پټو سترګو تسلیمۍ سره موږ ته د تباهۍ پر لور د تګ بلنه راکوي. دوی هڅه کوي چې په هیواد کې د دوی په خپلو لاسو رامنځته شوې ستونزې په غربي نسخه حل کړي! کله چې مخالف غږونه پورته شي، بېوزلي زیاته او توره شپه پرې راشي؛ بيا غرب ته پناه وروړي چې یوه چاره ورته وکړي. دوی هېر کړي چې غرب پخپله خپلې ستونزې نه شي حلولی. په حقیقت کې د غرب خپلې ستونزې د اسلامي هېوادونو تر ستونزو ډېرې پېچلې دي. دغه حکام داسې دي لکه الله سبحانه و تعالی چې فرمايي:

 [خَتَمَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ]

ژباړه: «الله تعالی د هغوی پر زړونو او غوږونو مهر وهلی دی او د هغوی پر سترګو یې پرده غوړولې ده او لوی عذاب ورته ټاکل شوی دی.» [بقرة: ۷]

دوی د ناورین د حل لپاره د ناورین رامنځه کوونکي ته ته مراجعه کوي. له باران څخه ناوې ته پناه وړي. ايا بوټو فکر کوي چې د پاکستان د انرژۍ د ستونزې حل د پوتين په تزاري روسيه کې دی؟ روسیه پخپله د خپلو مشرانو د بې تدبیرۍ او فاسد نظام له امله د غرب پر وړاندې تر درانه بار لاندې کړېږي.

پر دې سربېره دوی هغه لوړ ارزښتونه تر پښو لاندې کوي چې بوټو او دولت یې هیڅ په کسیه کې نه دي. دوی هغه بېلري بمونه او ناپلم (یو ډول ترکیبي مایع ده چې هر چېرته وپاشل شي اور بلوي) ته ورته مواد  هېر کړل چې روسیې د شام پر مسلمانانو وغورځول. دوی د امریکا له دغه غلام او د وخت دیکتاتور، بشارالاسد څخه د روسیې پر ملاتړ سترګې پټوي. دوی دې ته نه ګوري چې روسیې تر اوسه اسلامي امت ته د مومنانو د خاورې، چیچین د ویجاړولو غرامت نه دی ورکړی. دوی پر دغه حقیقت سترګې پټې کړې چې روسیې د هغو صلیبي کرکجنو صربیانو ملاتړ کاوه چې مسلمانان یې بې‌درېغه وژل او پر پاکو مسلمانو ښځو یې جنسي تېري وکړل. دوی دې ته نه ګوري چې روسیې پخپله د روسیې د ننه او شاوخوا د منځنۍ اسیا نورو دولتونو کې د مسلمانانو پر وړاندې څومره جنایتونه وکړل. دوی هغه څه هم له پامه غورځوي چې روسیه یې د خپلو جنایتکارو مزدورانو په واسطه په ډېری افریقايي او اسیایي اسلامي هېوادونو کې کوي...

د روسیې له لوري ترسره شوو جرمونو لېست ډېر اوږد دی. روسیه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جنایت او دښمنۍ کې تر امریکا، انګلستان، فرانسې او نورو استعماري قدرتونو کمه نه ده. پر دې هر څه سربېره، د پاکستان رژیم د قربانیانو پر وړاندې د بې تفاوتۍ او له امت سره د دوی د اخلاص نشتوالي په سبب د روسیې پر ټولو جرمونو سترګې پټوي. دغه رژيم په حقیقت کې د امت ستونزو او مصیبتونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي؛ ځکه چې اصلاً په امت پورې اړه نه لري. سربېره پر دې، د پاکستان او روسیې ترمنځ د وروستي نیږدېوالي لامل ښايي د پاکستان د بادار، امریکا شن څراغ وي. دا د دې لپاره کوي چې روسیه د واشنګټن د مزدورانو په جال کې بنده شي او امریکا ته له مخ اړولو پرته بله لار ونه مومي.

اسلامي خلافت به –چې که خدای کول ژر به په پاکستان کې تاسیس شي- د دې وړتیا ولري چې په دغه هېواد کې د سیکولر نظام له لوري رامنځته شوې ټولې ستونزې حل کړي. په خلافت دولت کې به خلک له هغو پرېمانه شتمنیو او زېرمو ګټه اخلي چې الله سبحانه و تعالی پر دغه هېواد لورولې او ټولو خلکو ته هوسا ژوند پرې برابرېدی شي؛ بلکې تر دې هم زیاتې دي. د انرژۍ په برخه کې ځان د بسیاینې په اړه باید ووایو چې یوازې په نفتو پورې نه محدودېږي؛ ان پر دې له پوهېدو سره چې رژیم په جنایتکارانه توګه د پاکستان د نفتو پر ۳۵۴ ملیونه بېرلو تثبیت شوو زېرمو باندې سترګې پټې کړې. په دغه هېواد کې تر ۲۷ ملیارده زیاتو بیرلو نفتو د زېرمو اکتشافات له پامه غورځول شوي چې هم په وچه او هم اوبو کې دي او لویه برخه یې په بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا کې موقعیت لري. د انرژۍ متخصصین په دې اړه ښه پوهېږي او له دې هم خبر دي چې که پر سیندونو بندونه جوړ شي او له نورو سرچینو انرژي ترلاسه شي، د هېواد د انرژۍ اړتیاوو پوره کولو لپاره تر بس هم ډېرې زیاتې دي. که د دغو سرچینو مالکیت له هغو شرکتونو سره نه وای چې په فاسدو مشرانو، د هغوی شاوخوا کسانو او په بهر کې د هغوی په بادارانو پورې تړلي دي؛ د ټولو خلکو د انرژۍ اړتیا ښه پوره کېدله. یوازې دولت د دغو شرکتونو مخه نیولی شي چې د مسلمانانو شتمنۍ غلا نه کړي. نو که دولت د دغو سرچینو پر وده څار او مدیریت ولري؛ څه به وشي؟ دا د دولت مسولیت دی چې هرو مرو د برېښنا او درنو صنعتونو پروژې رامنځته کړي؛ د انرژۍ اړوند د اړتیا وړ ماشینونه او تجهیزات د هېواد د ننه تولید کړي او که اړتیا وه له بهره یې وارد کړي.

د دغو ناورینونو سبب دا نه دی چې ګواکي پاکستان د سرچینو له اړخه بېوزله دی؛ بلکې سبب یې دا دی چې حکام یې په امت پورې اړه نه لري. دوی د خلکو د چارو د تنظیم سیاست نه پلی کوی. د دې پر ځای خلک ځپي، وږي یې ساتي او په فساد کې یې ډوبوي. سربېره پر دې، دوی ژوند ته د اسلامي نظام د بیا راتګ مخه نیسي؛ هغه نظام چې امت ته دا وړتیا ورکوي چې خپل پخواني وضعیت ته ور وګرځي؛ تر ټولو غوره امت چې په خپل ایمان، تفکر او د ژوند په ټولو چارو کې په برترۍ د ټول بشر لپاره رالېږلی شوی. نو پر ټول امت، په ځانګړي ډول د واک او ځواک پر خلکو واجب ده چې دغه حکام لرې کړي او نظام یې له بېخه وباسي! دوی باید واک حزب التحریر ته وسپاري چې وړتیا او صلاحیت لري او د نبوت پر منهج راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره کار کوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ]

ژباړه: «اې ایمان راوړونکو! د الله تعالی او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست چې کله پيغمبر تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکی دی. وپوهېږئ چې الله تعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی. او تاسو د هغه لور ته ورټولېدونکي يئ!» [انفال: ۲۴]

د حزب التحرير- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۴ هـ.ق کال، د ذوالحجې ۱۸مه

۲۰۲۳م کال، د جولای ۶مه

ژباړه: فریدون محتاط

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې