یکشنبه, ۰۳ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 محرم 1445

میلادی نېټه :     دوشنبه, 14 آګست 2023 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۰۵/ ۱۴۴۵

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د اګسټ ۱۴مې، خپلواکۍ ورځې پیغام

د پاکستان، بنګله دیش او افغانستان مسلمانان باید خلافت تاسیس کړي چې سره یو موټی شي او د امریکا - هند اتحاد له جدي ګواښ سره مقابله وکړي.

د ۱۹۴۷م کال د اګسټ په ۱۴مه او ۱۵مه د هند تر وېش وروسته په دغه هېواد کې پاتې شوي ملیونونه مسلمانان اوس تر هندویزیم «هندوتوا» فرقه‌ایي پوپیولېزم لاندې یوازې د دې لپاره سخت ځورول کېږي چې مودي ټاکنې وګټي. د پاکستان د واکمنانو په څېر د بنګله دیش واکمنان هم د هندو دولت پر وړاندې د زغم او تسلیمۍ پالیسي پر مخ وړي. د هند تر وېش وروسته د اسلامي امت یوه بله مظلومه برخه، د برما مسلمانان د بودایانو د سختو ظلمونو قرباني شول. پاکستان چې د «هندوتوا» هر یرغل ته غاښ ماتونکی ځواب ورکولی شي، له هند څخه د خبرو اترو غوښتنه کوي او هلته د کرېکټ ټیم استولو اعلان کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۹م کال په اګېسټ کې له هند سره د اشغال شوي کشمیر تر اجباري تړلو وروسته، هندو دولت زموږ شاوخوا لس زره مسلمانې خویندې وتښتولې. اوس چې امریکا د مودي له حکومت څخه هر اړخیز ملاتړ کوي؛ وسلې ورکوي او د سیمې سټراټېژیک لید ورته بدلوي؛ د سیمې مسلمانان د نبوت پر منهج خلافت له تاسیس پرته بله لار نه لری. له شک پرته، یوازې د خلافت بیا تاسیس د سیمې ټول سیاست بدلولی شي. له خلافت سره به یو ځل بیا د هند په نیمه وچه کې اسلام د بې سیاله واکمن په توګه راپورته شي؛ لکه په تېرو پېړیو کې د خلافت پر وخت چې و.

د امریکا – هند اړیکې د۲۰۰۰م کال په سپټمبر کې د کلینټن او واچپايي تر لیدنې وروسته ګرمې شوې. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې بیا د ۲۰۰۵م کال په جولای کې د بوش- من موهن سېنګ په لیدنه کې د ملکي اټومي تړون پر وخت خپل اوج ته ورسېدې. دا اړیکې اوس د ۲۰۲۳م کال په جون کې د بایډن - مودي تر لیدنې وروسته پر هر اړخیزو سټراټيژیکو اړیکو بدلېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د جنګی بېړیو د ماشینونو، پوځي ډرون الوتکو، مصنوعي ځیرکتیا او نورو برخو کې همکارۍ او بېلابېلو امریکايي اکمالاتي ځنځیرونو پورې غزېدلې. له دې سره مودي وهڅول شو او  په هند او سیمه کې یې پر مسلمانانو بریدونه وکړل. امریکا هند ته خپله تر ټولو پرمختللې ټیکنالوژي ورکوي چې د چین او سیمې د مسلمانانو پر وړاندې یې د وسلې په توګه وکاروي. نن ورځ د امریکا لپاره تر ټولو لوی ګواښ چین دی؛ خو د سیمې مسلمانان د خلافت په بیا تاسیس سره د واشنګټن او نوي ډیلي خوب تښتولی شي. دا د امریکا-هند د اتحاد د پلانونو د شنډولو یوازینۍ لار ده.

اې د پاکستان وسله والو ځواکونو! کله چې تاسو دا اجیر واکمنان راوپرځوئ او د نبوت پر منهج خلافت بیا تاسیسولو لپاره بشپړ چمتو حزب التحریر ته نصرت ورکړئ، نو څه به پیښ شي!؟ د حزب التحریر امیر، شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته به د دولتي قدرت ټول مظاهر په اغېزناکه توګه سره یو ځای کړي او ژر به افغانستان، منځنۍ اسیا او بنګله دیش د یوه واحد خلافت تر چتر لاندې سره یو ځای کړي. خلافت به د سیمې او له سیمې اخوا نورو اسلامي هیوادونو حکومتونه نسکور او د سیاسي، اقتصادي او پوځي سرچینو په مرسته به یو داسې پیاوړی دولت رامنځته کړي چې د اسلام د عظیم روحاني ځواک (د حق دین) په واسطه به لا پیاوړی شي. خلافت به اوسنی استعماري نظم له منځه یوسي او دغه ظالم بشري جوړښت ته به د پای ټکی کیږدي. خلافت به له ځنډ پرته ټوله اسلامي نړۍ د خلیفه تر واکمنۍ لاندې راولي او د الله سبحانه وتعالی په حکم به په اسلامي نړۍ کې په دومره چټکۍ خپور شي، چې د عربي او نا عربي هېوادونو واکمنان به ان له خپلو کڅوړو سره غرب ته د تښتېدلو وخت هم ونه لري.

د نبوت پر منهج خلافت به د فلسطین او کشمیر د ازادۍ لپاره مبارزه وکړي. د نړۍ د مهمو سوداګریزو لارو؛ لکه سویس کانال، ملاکا تنګي او د هرمز تنګي کنټرول به بیرته ترلاسه کړي. اوسنی فاسد نړیوال نظم به خښ او نړۍ ته به نوی اسلامي نظم وړاندې کړي. خلافت به د نړۍ تر ټولو ستر؛ تر ټولو ډېرې سرچینو لرونکی او د نړۍ په کچه تر ټولو ستر نفوس لرونکی دولت وي. د خلافت وسله وال ځواکونه او مهمات به په نړۍ کې تر ټولو هېوادونو پیاوړي وي او تر دې ټولو مهمه دا چې دوی به پر الله سبحانه وتعالی د اېمان پر ځواک سمبال وي. بې شکه دا هغه ځواک دی چې ټول دښمنان په ګونډو کوي.

نو اې د پاکستان وسله والو ځواکونو! همدا اوس راوړاندې شئ او په خپلو وینو، خولو او ځانونو د الله سبحانه و تعالی نصر ترلاسه کړئ. الله سبحانه و تعالی فرمایيي:

لِيُحِقَّ الْحَقَّ وَيُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ

ژباړه: «چې حق ثابت او باطل له منځه لاړ شي، که څه هم د مجرمانو دا نه خوښېږي.» [انفال:۸]

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ. ق کال، د محرم ۲۷مه

۲۰۲۳م کال، دوشنبه، د اګېسټ۱۴مه

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې