شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     23 ربیع الاول 1445

میلادی نېټه :     یکشنبه, 08 اکتوبر 2023 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۱۲/۴۵

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د فلسطين د مسلې په اړه د پاکستان د حکامو کمزوری دریځ

(ژباړه)

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني، ټينګار کوي چې حکومت يې له يهودیانو سره د اړيکو پر عادي کولو غور نه کوي. دی وايي چې د فلسطین د مسلې په اړه یې د هیواد دریځ ثابت دی. نوموړی ادعا کوي چې هېواد یې تر ۱۹۶۷م کال وړاندې پولو له مخې خپلواک دولت جوړولو په اړه د فلسطین د خلکو حق ته ژمن دی. جیلاني د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر په ۲۸مه وویل: «د اسرایلو په اړه زموږ په پالیسي کې هیڅ بدلون نه دی راغلی… زموږ پالیسي د فلسطین د خلکو له حقونو سره تړلې ده… هرکله چې په دې اړه پریکړه کوو، خپلو ملي ګټو ته به لومړیتوب ورکوو».

ښکاره ده چې د پاکستان حکام د فلسطین د مسلې -د اسلامي امت مسلې- په اړه خپل کمزوري دریځ ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې دوی د فلسطین د خوندیتوب لپاره د لویو او جدي کارونو د ترسره کولو وړتیا لري. پاکستان یو ځواکمن هیواد دی؛ پیاوړی پوځ لري او دغه پوځ له اسلام او فلسطین سره مینه لري. پاکستان مرګونې وسلې لري چې پر دښمنانو ویره خورولی شي؛ ځکه چې یو اټومي دولت دی. دا هیواد یوازې په څو ساعتونو کې د فلسطین او فلسطینیانو غميزه ختمولی شي. پاکستان دا وړتیا لري چې ټول فلسطین د یهودیانو له ناوړه وجود څخه ازاد کړي؛ ځکه چې پوځونه یې د مسجد الاقصی په څنډه کې د شهادت تږي دي. دا کوم انتخاب او داوطلبانه کار نه دی؛ بلکې دنده او مکلفیت یې دی. د فلسطین مسله یوازې د فلسطین د بې دفاع وګړو مسله نه ده؛ یوازې د فلسطین د ازادۍ خاین سازمان او فلسطيني ادارې مسله نه ده. دا یوازې د عربو او نورو اسلامي هېوادونو د غلامو حکامو مسله نه ده. بلکې په جمعي توګه د ستر اسلامي امت او د پاکستان د پیاوړي پوځ په مشرۍ د ځواکمنو مسلمانو پوځونو مسله ده.

د پاکستان حکام چې د سولې د نوښتونو د ملاتړ او تر ۱۹۶۷م کال وړاندې د فلسطین دولت د پولو په اړه کومې خبرې کوي، د فلسطین او فلسطینیانو ملاتړ نه دی؛ بلکې د فلسطین د مسلې د حل لپاره امریکايي حللاره ده. دا د فلسطین درې پر څلورمه برخه باندې د یهودي دولت کنټرول ته د مشروعیت ورکولو په معنی ده؛ په بدل کې به یې فلسطیني ادارې ته یو کمزوری دولت پاتې کېږي لکه اوس چې دی یا چې څه ورته پاتې دي. اوس خو یوه کوچنۍ سیمه ده چې نه پر ځمکه حاکمیت لري، نه پر هوا او نه ان تر ځمکې لاندې. یو داسې کوچنی دولت دی چې نه پوځ لري، نه ځواک او نه کنټرول. دا د یهودو تر تېغ او اقتدار لاندې یوازې د کاغذ پر مخ دولت دی چې ان پر مسجدالاقصی-د مسلمانانو لومړنۍ قبلې او زموږ د پیغمبر صلي الله علیه وسلم د شپې سفر مقصد- کنټرول نه لري.

فلسطین، الاقصی او فلسطینیان له اشغال څخه بشپړ خلاصون ته اړتیا لري او دا کار هغه شونی دی چې د یهودي دولت جرړې وایستل شي. دا داسې مسله ده چې ځواک، پوځونو او د عمر بن الخطاب رضی الله تعالی عنه په څیر صالح واکمن –چې لومړی ځل یې دا فتح وکړه- ته اړتیا لري. دا د اتل صلاح الدین ایوبي په څېر صالح د پوځ مشر ته اړتیا لري چې القصی یې له صلیبیانو ازاد کړ. دا د سلطان عبد الحمید الثاني په څیر مشر ته اړتیا لري چې د خپل ژوند تر وروستۍ ساه پورې یې د الاقصی حرمت وساته. د امت د مسلې په اړه باید په پوځ کې مخلصین لومړی اقدام وکړي او امت ته خپل غصب شوی حاکمیت بیرته راوګرځوي، ترڅو یو صالح خلیفه خپل پوځ د القدس او نورو اشغال شویو ځمکو؛ لکه کشمیر، پر لور وخوځوي.

له یهودو سره د اړیکو عادي کولو داسې رد چې د هغوی پر لور پوځونه ونه خوځول شي؛ سترګو ته خاورې شیندل دي. سمه ده چې د اړيکو نه عادي کول وروستی اقدام دی چې حکام یې د فلسطین د ملاتړ لپاره پلمه کوي؛ سمه ده چې د اړيکو عادي کولو ته غاړه نه اېښودل یو شرعي مکلفیت دی؛ دا هم سمه ده چې هر هغه څوک چې اړيکې عادي کوي، باید د مجرم او خاین په توګه وغندل شي. خو د پوځ په مشرانو کې د واک او ځاک لرونکو لپاره دا کافي نه ده. د دوی مسولیت تر دې لوی دی؛ دوی باید فلسطین بشپړ ازاد کړي!

په پاکستان کې د اسلام سرتېرو؛ د دنیا او اخرت د ویاړ لپاره را وړاندې شئ! د ازادۍ، جهاد او د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره شهادت ته را ودانګئ! د الله سبحانه وتعالی د دین پياوړي کولو او پر مسجد الاقصی او نورو اسلامي هېوادونو د اسلام د بیرغ رپولو لپاره را وړاندې شئ.

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ * إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ]

ژباړه: «اې مومنانو! پر تاسو څه شوي چې کله تاسو ته د الله تعالی په لاره کې د وتلو لپاره وویل شول، نو تاسو پر ځمکه درانه کښېناستلئ؟ـ ایا تاسو د اخرت په مقابل کې د دنیا ژوند غوره کړی دی؟ـ که داسې ده نو تاسو ته دې معلومه وي چې د دنیوي ژوند دا ټول وسایل به په اخرت کې ډېر لږ راووځي. که تاسو نه پاڅئ نو الله تعالی به تاسو ته له درد څخه ډکه سزا درکړي، ستاسو پر ځای به کوم بل قوم راپاڅوي او تاسو به الله تعالی ته هېڅ زیان ونه شی رسولی. الله سبحانه وتعالی پر هرڅه قادر دی.» [توبه: ۳۸ـ۳۹]

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۳مه

۲۰۲۳م کال،  د اکټوبر ۸مه

ژباړن: فریدون محتاط

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې