شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 ربیع الثانی 1445

میلادی نېټه :     دوشنبه, 13 نومبر 2023 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۱۹/ ۱۴۴۵

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
اې د پاکستان مسلمانانو! د خپل رسول صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه پیروي وکړئ. د افغان کډوالو انصار شئ. د دغه ظالم حکومت لاس ونيسئ چې زموږ افغان وروڼه یې له کړاوونو سره مخ کړي دي

(ژباړه)

د پاکستان حکام بې وسه او بې دفاع افغان مسلمانان په زور  له خپلې خاورې باسي. د اقتصاد د ويجاړۍ پړه د پیسو نړیوال صندوق (IMF) پر ځای پر څو سوه زره افغانانو اچوي؛ په داسې حال کې چې دا د پیسو د نړیوال صندوق د پالیسیو د غلامانه پيروۍ پایله ده. داسې افغان مسلمانان هم شته چې کلونه کلونه، ان لسیزې کېږي چې دلته ژوند کوي، ډېری یې هغه کسان دي چې په پاکستان کې زیږیدلي او مخکې یې افغانستان نه دی لیدلی. د دوی مال ترې اخيستل کېږي او پاک‌لمنې مسلمانې ښځې یې ځورول  کېږي. دغه مسلمانان اړ شوي چې خپل پاتې شيان په نا مناسبه بيه وپلوري؛ د تورخم او چمن پر پولو داسې ځورول کیږي، لکه نجس هندوان چې وي! د دغو حکامو لپاره د لا اله الا الله محمد رسول الله کلیمې ویل، په پاکستان کې زيږېدل، ټول ژوند دلته تېرول او ان دلته واده کول هم نه شي کولای چې افغان مسلمان د تابعیت مستحق وګرځوي. بیا هم دا حکام ادعا کوي چې پاکستان یو اسلامي دولت دی!

د افغانستان او افغان مسلمانانو پر وړاندې د پاکستان د حکومت له تعصب څخه ډک سیاستونه باید رد شي؛ دا په سیمه کې د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو تر منځ نفرت او کرکې ته لمن وهي. نژادي تعصبي سیاستونه به په سیمه کې مسلمانان نور هم کمزوري او زموږ ځواک به ګډوډ کړي، چې ګټه به یې یوازې زموږ دښمنانو ته رسیږي. مسلمانان له نورو ټولو امتونو بېل امت دی. د دوی خاوره، جګړه او سوله یوه ده. یو مسلمان بل مسلمان بې وسه نه پریږدي او نه یې سپکوي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:

الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ وَلَا يَحْقِرُهُ [صحيح مسلم]

ژباړه: «مسلمان د بل مسلمان ورور دی، نه پرې ظلم کوي، نه یې سپکاوی کوي او نه هم په سپکه سترګه ورته ګوري.»

پرېږدئ چې د افغانستان او پاکستان مسلمانان لکه انصار او مهاجرين یو بل غیږ کې ونیسي. د مدينې انصارو مهاجرين دومره په ورین تندي او زړه سوي سره ومنل چې خپل کورونه او کاروبارونه يې ورسره شريک کړل. څه چې انصارو خوړل او څښل، هماغه څښاک او خواړه به يې مهاجرينو ته هم برابرول. د انصارو سعد بن ربیع رضي الله عنه له خپلو دوو مېرمنو څخه یوې ته د طلاق ورکولو وړاندیز وکړ، تر څو د هغې د رضایت په صورت کې له مهاجر، عبدالرحمن عوف رضی الله تعالی عنه سره واده وکړي. الله سبحانه وتعالی په قرآن کريم کې له خپلو مهاجرو وروڼو سره د انصارو د سخاوت ستاینه کړې ده.

«وَيُؤۡثِرُونَ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمۡ وَلَوۡ كَانَ بِهِمۡ خَصَاصَةٞۚ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفۡسِهِۦ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ» [حشر: ۹]

ژباړه: «او پر خپل ځان نورو ته ترجېح ورکوي، که څه هم په خپله محتاج وي. حقيقت دا دی، کوم خلک چې د خپل زړه له تنګۍ څخه وژغورل شول، همدوی بري موندونکي دي.»

طبري د دې آيت په اړه د انصار هغه واقعه ياده کړې، چې د خپل کور چراغ به یې مړ کړی و، تر څو یې مېلمه خواړه وخوري او پام یې نه شي چې د هغه خپله کورنۍ د ځان لپاره هېڅ خواړه نه لري.

اې د پاکستان مسلمانانو! د خپلو افغان وروڼو د شړلو مخه ونیسئ او رد یې کړئ. د خپل رسول صلی الله علیه وسلم د سنتو پیروي وکړئ. د مدینې تړون در یاد ولرئ. د افغانستان د مهاجرو لپاره د مدینې انصار شئ. د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د مينې لپاره د صحابه کرامو سنت را ژوندي کړئ. خپل وروڼه مو له ځانه مخکې کړئ! د حکامو لاسونه لنډ کړئ. د دغه ظلم پر وړاندې په چوپ پاتې کېدو سره د دوی ملګرتیا مه کوئ. په حقیقت کې الله سبحانه وتعالی مسلمانان وروڼه ګڼلي دي او دا زموږ اصلي اړیکه ده. د نبوت پر منهج خلافت د تاسیس لپاره غږ پورته کړئ ترڅو یو موټی شئ. دا به د ډیورنډ استعماري کرښه له منځه یوسي چې موږ یې بېل او کمزوري کړي یو. خلافت به په عملي توګه امت ته ورورولي ور په برخه کړي او د اسلامي نړۍ ټولې سرچینې به سره توحيد او د ټول امت لپاره د لاسرسي وړ کړي.

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۲۹مه

۲۰۲۳م کال، د نومبر ۱۳مه

ژباړن: محمد حامد

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې