جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ځوانان، سیاست او اسلام
بسم الله الرحمن الرحيم
ځوانان، سیاست او اسلام

(ژباړه)

خبر:

په دې وروستیو کې په مالیزیا کې «په سیاست کې د ځوانانو ګډون» پر مسله خبرې اترې کېږي. اطلاعات ښيي، چې په دغه هېواد کې ځوانان له سیاسي مسایلو سره کمه علاقه لري. دغه خبر په هغو مناظرو او سیاسي چارو کې، چې د سیاسي حزبونو له لوري پر مخ وړل کېږي د ځونانو نه ګډون او همداراز یې د دغه هېواد په ټاکنو کې په رای ورکوونکو کې د ځوان نسل کمښت ته اشاره کړې ده.

راپورونه ښيي، چې له ۱۴میلیونه رایه ورکوونکو ځوانانو څخه ۳.۸ میلیونو یې نوم لیکنه نه ده کړې. ځینې څېړنې ښي، چې ډېری ځوانان د مختلفو عواملو له کبله له سیاست سره کمه علاقه لري؛ داسې ښکاري چې لوی عامل یې د «سیاسي حزبونو او سیاستوالو» منفي څېره بلل شوې او دغه کار له سیاسي مسایلو څخه د ځوانانو د نه تمې لامل شوی.

تبصره:

په لنډه څېړنه کې دې ته رسېږو، چې شاید مالیزیایي ځوانانو له سیاست سره خپله علاقه له لاسه ورکړې وي، چې د رایې اچونې په نوملیکنه او سیاسي مناظرو کې یې ګډون نه دی کړی؛ خو که دا موضوع ژوره وڅېړو دې پایلې ته رسېږو، چې له سیاست سره د ځوانانو د علاقې نشت، نور لاملونه لري، چې پر دوی یې مستقیماً اغېزه کړې.

په حقیقت کې دا د منلو نه ده، چې یوازې په سیاسي مذاکرو او په رایه اچونه کې د ځوانانو د ګډون او نوملیکنې د سلنې پر بنسټ دا قضیه وڅېړو.که څوک د ځوان نسل پرمختګونو ته دقیق شي، نو وبه پوهیږي، چې د سیاسي مسایلو ردول او د علاقې نشت اوږد تاریخ لري او مختلف عوامل په کې دخیل دي. د دې تر څنګ، ډېری ځوانان چې له سیاست او سیاسي حزبونو څخه ناهیلي کېږي، هڅه کوي چې له ژوند څخه د وتلو لاره ومومي او په پایله کې یې دې ته اړ کوي، چې یوازې خپلو شخصي مسایلو ته پاملرنه وکړي.

دلته ځينې تنکي ځوانان شته، چې له سیاست سره هېڅ علاقه نه لري او یوازې د ژوند په خوند او خوشحالیو کې ډوب دي او ځینې نور یې د کورنیو په چارو کې بوخت دي، داسې چې تر ټولو قضیو کورنۍ(والدین) ته خدمت لومړیتوب ګڼي. ځینې ځوانان د سیاست نړۍ ته له ورننوتلو وېرېږي په ځانګړې توګه له اپوزیسون سره کله چې د «نیولو،څارلو او ایستلو» له وېرې سره مخ شي.

همداراز په جوماتونو او پوهنتونو کې ځینې سیاسي موانع  لکه: د جزا قانون، د اعلامیې د چاپ قانون او داسې نورې سختې کړنې په ځوانانو کې د وېرې لامل شوي، چې په پایله کې یې  SOSMA,POCA له سیاست سره د هغوی د نه علاقې لامل کېږي. د دې تر څنګ د دیموکراسۍ په سیکولر نظام کې شته فشارونه د ځوانانو  ژوند تر هغې کچې تخریبوي، چې نه یوازې سیاست هېڅ بولي، همداراز ورته د ټولنیزې زباله دانۍ په سترګه ګوري.

دا دلیلونه له سیاست سره د ځوانانو د علاقې د له منځه وړلو لامل ګرځي؛ خو د دې مسلې اصلي دلیل د سیاست د مانا سم نه درکول دي، چې په ځوانانو کې منفي درک رامنځته کوي، ځکه سیاست په سطحي بڼه درک شوی او ځینو خو بیا داسې درک کړی، چې سیاست یعنې «ټاکنې او پارلمان» دی، یوازې په قدرت پورې اړوند دی او د قدرت لپاره مبارزه کوي. له سیاست څخه غلط انځور لري لکه: سیاست د دولت ماتول، ظلم، ستم او بد سیاسي حالت بولي. سیاست ته د یو ناوړه او ځوروونکي شي په سترګه ګوري، چې له تقلب، نادانۍ، فساد، له قدرت څخه ناوړه ګټه اخیستنې، ظلم او رسوایۍ سره مخ دی.

نو د سیاست د سم درک لپاره باید قرآن او سنتو ته وګرځو او د ژبې د ادبیاتو له مخې سیاست د ګټو مدیریت او ساتلو ته وایي؛ خو له شریعت سره سم سیاست داسې تعریفېږي: له شرعي احکامو سره سم د رعیت د چارو تنظیمول دي. پر دې اساس په اسلام کې د خلکو د ژوند په ټولو اړخونو کې د چارو تنظیمول لکه : حکومتداري، اقتصاد، ښوونه او روزنه او داسې نورې چارې سیاست جوړوي. په اسلام کې سیاست په ټولیزه مانا د ژوند په ټولو برخو کې شته دی.

نو هر مسلمان باید وپوهیږي، چې له سیاست پرته بله هېڅ لاره نشته او باید په واقعي مانا سیاسي شي ځکه؛ سیاست د اسلام اساسي برخه ده او هېڅکله له اسلام څخه بېلېدلی نه شي. پر هغه څه چې ځوان نسل مکلف دی، هغه  له سیاست څخه نه واټن، ورته ژمن پاتې کېدل او په سمه توګه پر سیاست منګولې لګول دي.

همداراز ځوان نسل باید د اسلام واقعي سیاست درک کړي، ترڅو د سیکولري سیاستونو شیطاني ماهیت رابرسېره کړي. هغه سیاست، چې د ځوانانو زړونه او ذهنونه نیسي او د داسې دولت په لټه کې دی، چې د اسلام په تطبیق سره د خپلو اوسېدونکو د چارو سمبالول پر غاړه لري، هغه دولت چې د سیاست پر مټ د الهي قوانینو په تطبیق سره  به د الله سبحانه وتعالی رضایت، د قدرت برابري او ارامي رامنځته کړي.

حزب التحریر مطبوعاتي مرکزي دفتر ته

 لیکوال: ډاکتر محمد

ژباړن: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې