جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
نړيوال نظم د زوال په لور روان دی
بسم الله الرحمن الرحيم
نړيوال نظم د زوال په لور روان دی

خبر:

د ۲۰۱۷ ز کال د ډېسېمبر پر ۱۱مه د رانډ په نامه امریکایي غیر انتفاعي شرکت یوه څېړنه خپره کړه چې په دې څېړنه کې پوښتنه کړې چې ایا امریکا دا وړتیا لري چې شته نړیوال نظم همداسې وساتي. په دې څېړنه کې په امریکایي ځواکونو باندې سختې نیوکې شوې دي او د امریکا په ولسمشر ډونالد ټرمپ باندې یې غږ کړی چې د امریکا ملي دفاعي ستراتيژي له سره وارزوي. دوی داسې غوښتنه کړې: ( که د امریکا مخالفین او دښمنان دا درک کړي چې د امریکا پوځ په دې کې پاتې راغلی چې  تروریستي ګواښونه او فعالیتونه له ماتې سره مخامخ کړي، نو هغه نظم به چې تر ۷۰ زیات کلونو کېږي د ازادۍ پر بنسټ حاکم دی، تر پوښتنې لاندې راشي.

تبصره:

امریکا د دویمې نړیوالې جګړې ګټونکې شوه او شته نړیوال نظم یې ایجاد کړ.  امریکا د دویمې نړیوالې جګړې د ګټلو لوری بدل کړ او په یوه داسې موقف کې یې ځای ونیو چې بلاخره د همدې جګړې د ګټونکې په توګه څرګنده شوه. په ۱۹۴۵ کال د یالتا (Yalta) په کنفرانس کې د جګړې د ګټونکو ترمنځ ګډوډي خپره شوې وه، مګر یو کال وروسته د بریټون وډز Bretton Woods Conference)  (په کنفرانس کې د پيسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک او د مالیاتو هر اړخیز تړون جوړ شول. همدارنګه د بروکېنګز انستیتوت په یوه راپور کې مني چې: ( امریکا د نړیوال بانک په شمول د نورو څو اړغیزو سازمانونو د جوړېدلو نظریه ورکړه، څو دا ډول سازمانونه د وسایلو په توګه د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ د ملاتړ لپاره او په ځانګړې توګه د امریکا د ګټو او موخو لپاره وکارول شي. امریکا په دې اړه فکر کاوه چې څنګه نړیوال اقتصاد تنظیم کړي او اقتصادي سرچینې راټولې کړي او د نړیوال بانک په پرېکړو او پالیسیو کې د امریکا د پانګونې موخې او تصمیمونه بنسټيز ځای پیدا کړي.) امریکا د دې لویو موخه لپاره دا وپتېیله چې باید په اورپا او اسیا کې باید پوځي حضور پیدا کړي. د جګړې له پای ته رسېدو وروسته یې سم دلاسه دا اعلان شول چې جرمني او جاپان اشغال دي او هغو هېوادونو ته چې وسله وال ځواکونه لري د وسلو په اندازه او عملیاتو کې په قانوني توګه محدویتونه وضع کړل. د دې ترڅنګ په ۱۹۴۹ کال کې د ناټو سازمان د یوه پوځي جوړښت په توګه هم جوړ شو، چې په وسیله یې امریکا وکولی شول چې په اورپا باندې د حاکمیت وزر خپور کړي.

د شوروي اتحاد ړنګېدل او د سړې جګړې پای ته رسېدل د دې لامل شول چې  امریکا او د امریکا د ازادۍ په نامه نظم په نړیواله توګه برتري پیدا کړي. په څو لسیزو کې دا لومړی ځل و چې هغه موکه امریکا ته په لاس ورغله چې امریکا تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ځان لپاره پلان کړې وه.

مګر د دوی لوړو هیلو دوام ونه کړ او داسې ښکاري چې دا نړیوال نظم ورو ورو د زوال پر لوري روان دی. د ۲۰۰۰ام کال په رنګي انقلاب کې د روسیې موفقیت دا په ګوته کوي چې په مرکزي اسیا او قفقاز کې یې د خپلو متحدینو سره ژمنتیا ژورې ریښې لري. پر اوکراین برید پرته له دې چې مخالفت یې وشي دا تصدیقوي چې د امریکا ژمنتیا دوامداره نه وه او د امریکا د حیاتي ګټې استازیتوب نه کوي.

همدارنګه له سوریې را نیولې تر عراقه او له راونډا را نیولې تر کانګو پورې پرلپسې جدي نړیوال ناورینونه دا ښيي چې نړیواله ټولنه کمزورې شوې ده او همدارنګه دا ناورینونه د دې څرګندوی دی چې ملګري ملتونه نه شي کولی چې نړیواله سوله تامین کړي.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان د دې لپاره جوړ شوی و چې ازاد بازار هېوادونو منځګړی وي او د نړۍ کوچنیو او کمزور ملتونو ته خپل دوکترین ابلاغ کړي. همدارنګه دوی د دې پلان درلود چې په هغو هېوادونو باندې فشار راوړي چې د اقتصادي کېدلو په لوري روان دي چې د پانګوالۍ له قوانینیو او نسخو څخه پیروي وکړي او په بازار کې دولتي مداخله راکمه کړي او په عامه شتمنیو لکه اوبو، انرژۍ، ښوونه او روزنه او روغتیا په برخو کې شخصي سکتور ته زیاته برخه ورکړل شي. همدارنګه د دوحې د خبرو په پراختیایي دور کې دا پرېکړه وشوه چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۵ پورې وکارول شي او داسې وښيي چې مخ پر وده هېوادونه په غیرمتوازن حالت کې دي او تر اوسه نه دي بریالي شوي.

له داخلي اړخه یا په کور دننه جبهه کې، مالي سکتور دا ثابته کړه چې دا د نړیوال اقتصاد لپاره د تقویې بنسټ نه، بلکې دا یوه خیالي خبره ده. د نړیوالو مالي بحرانونو راتلل او د سوداګریزو هوکړه لیکونو او قوانینو جوړول چې نړیوال مارکېټونه تقویه کړي اوس داسې ښکاري چې دا د ستونزې یوه برخه ده، نه حل.

سیاسي او اقتصادي طراحان یا چلوونکي چې د دې لامل شول چې لبرال نظم منځته راوړي، مګر د دې لامل نه شول چې پالیسي جوړونکي الهام بښونکي او روحیه ورکونکي شي او نه یې دا وړتیا پیدا کړه چې تاریخي یادښت وساتي او اوس خپل شتون وساتي.  نوو سرچینو او لوبغاړو د اورپا د شلمې پيړۍ د مبارزو ځای ناستي شول او نوي میکانیزمونه یې جوړ کړل کوم چې نړیوال قدرت ناکام شو چې سرته یې ورسوي. رانډ دا مني چې هغه نړیوال نظم چې خلکو پېژانده او هویت یې ورته درلود له منځه تلونکی دی او اوس باید د یوې بل نوي نظم په لټه کې شو.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره د عدنان خان لیکنه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې