شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
مصر له فلسطین سره خپل میراثي خیانت ته دوام ورکوي
بسم الله الرحمن الرحيم
مصر له فلسطین سره خپل میراثي خیانت ته دوام ورکوي

خبر:

د روان کال د جنوري په شپږمه، نیوراک ټایمز ورځپاڼې د (( غږیز ریکارډونه ښیي چې د مصر مشران د بیت المقدس خوځښت په پټه خوله مني))   تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه. په یاده مقاله کې ویل شوي شوي دي چې کله د مصر دولت د ټولو په مخ کې د ولسمشر ټرمپ په هغه اعلان انتقاد وکړ چې تېره میاشت یې وویل چې امریکا به بیت المقدس د اسرایلو د پلازمېنې په توګه وپېژني، د مصر هېواد یوه استخباراتي افسر په هېواد کې دننه  له څو پېژندل شوو ټلویزیوني خپرونو چلوونکو څخه غوښتي وو چې مصریان دې ته وهڅوي چې د ټرمپ دغه پرېکړه ومني. ورځپاڼې ویلي چې داسې غږیز ریکارډونه  یې تر لاسه کړې چې پکې کپټان اشرف الخولي، هماغه استخباراتي افسر ، ټلوېزیوني خپرونو چلوونکو ته وایي چې مصر،  کټ مټ « عربي وروڼه، دغه موضوع غندي» خو «  دا خبره به ریښتیا شي. فلسطینیان مقاومت نشي کولای او موږ نه غواړو چې جګړه وکړو. لکه څنګه چې پوهېږئ خپلې ستونزې مو ډېرې دي» افسر خولي د ټلویزیوني خپرونو چلوونکو ته دا هم وایي چې فلسطین باید د بیت المقدس پر سر جګړه پرېږدي او ځان د رام الـله د لویدیځ بانک ښارګوټي په ښارګوټي راضي کړي چې اوس د فلسطین دولت په واک کې دی. ده زیاته کړه (( د بیت المقدس او رام الـله توپیر څه دی؟)) او (( پرېښودل اړین دي او که موږ بیت المقدس پرېږدو، بیت المقدس به وي – رام الـله به د فلسطین پلازمېنه شي، جګړه به ختمه شي او څوک به نه وژل کېږي،نو موږ باید دا کار وکړو.)) د نیوراک ټایمز په وینا، خولي د بیت المقدس په اړه د امریکا د پرېکړې پر وړاندې غبرګون «خطرناک» او «یو خوځښت» وباله او ویې ویل چې خوځښت به د مصر د ملي امنیت ګټې خوندي نه کړي ځکه چې د خوځښت په پایله کې اسلامپال او حماس را ولاړېږي.)) ( سرچینه : nytimes.com)

تبصره:

د فلسطین له سپېڅلې خاورې سره د مصر سیکولر رژیم میراثي خیانت ټولو ته ښه ثابت شوی دی. په هر حال، نن د مصر د قاتل دېکتاتور او د امریکا تربیه شوي سپي، عبدالفتاح السيسي تر مشرۍ لاندې دغه خیانت یو بل پړاو ته لاړ. د نیتن ترال، چې په بیت المقدس کې د نړیوالو ناورینونو د ډلې (ICG) یو لوی تحلیلګر دی، په خبره،  د یوې غیرې دولتي ادارې تحقیق ښودلي ده چې «د مصر او اسراییلو اړیکي نن داسې ځای ته رسیدلې، چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي» دغه موضوع په سیمه کې ډېری سیاسي شنونکو تایید کړې، دوی وایې چې دا لومړی ځل دي چې د مصر دولت او یهودي اشغالګر په څو لسزیزو کې دومره نژدې اړیکې لري، په ځانګړې توګه په امنیتي او نظامي برخه کې، دوی په ګډه په غزه او د مصر په سینا دښته کې د وسلوالو ډلو پر وړاندې ګډ فعالیتونه کوي.

رسنیو دا خبر هم خپور کړی چې اسراییلو د مصر د دولت په همکارۍ، په سینا دښته کې د بې پیلوټه  الوتکو بریدونه هم کړي. د سيسي تر مشرۍ لاندې د یهودو ترورېستي ښکېلاک سره د مصري چارواکو جرمي دسیسې په غزه کې مسلمانان له منځه وړي، له یهودو سره د تړانګې په محاصره کې د رفاح د لارې په بندلو کې مرسته کوي، له دې امله په غزه کې زموږ  مسلمان وروڼه او خویندې د ژوند لومړنیو اړتیاوو لکه د سونګ توکو، خوراکي توکو، درملو او د درملنې لپاره اساسي توکو ته لاسرسي نه لري، همدارنګه له ظالمو ښکېلاکګرو سره د فلسطین د کانالېزیسیون په له منځه وړلو کې د مصر د دولت همکاري هم ښه څرګنده ده. د بلومبرګ رسنیو له نظره دواړه دولتونه خپلې اړیکې لا هم نیږدې کوي چې د ګازو د څو مېلیونو په ارزښت پروژه تر لاسه کړي او همدارنګه د ۲۰۱۶م کال د مې په میاشت کې د سيسي دولت مصري ښوونځیو ته د «د عربي نړۍ جغرافیه او د مصر عصري تاریخ» په نوم یو نوی کتاب معرفي کړ. په یاد کتاب کې یهودو ته د خورا نیږدې ملګري په سترګه کتل شوي او د یهودو د مجرم رژيم سره یې پر سوله ډېر ټینګار کړی. په دغه کتاب کې همدارنګه له یهودو سره د جګړې تاریخ چې په ۳۲ پاڼو کې تشرېح کېده، اوس په ۱۲ پاڼو کې تشریح شوی. پر دې سربېره د مصر د نهم ټولګي زده کوونکي باید د یهودو او مصر تر منځ د ۱۹۷۹ کال د سولې معاهدې یادې کړي.

محمد سلیمان، چې د قاهرې یو سیاسي شنونکي دي د مصر او یهودي ښکېلاګرو تر منځ اړیکې یې «دوه اړخیزه ملګرتیا، ډیپلوماټیکې کړنې او نه شلېدونکې اړیکې» وبللې، په داسې حال کې چې ولید المدلال د غزې د اسلامي پوهنتون د سیاسي علومو رییس، الجزیرې ته وویل چې پرته له دې چې دغه اړیکې په نظر کې ونیسو، ده ته دا نه ده روښانه چې «مصر به څنګه وکولای شي چې په یهودو فشار راوړي چې د فلسطینیانو حقونه ورکړي» د دې په ځای «داسې ښکاري چې مصر به په فلسطینیانو نور فشار هم راوړي چې خپلې غوښتنې پریږدي ترڅو یهودیان خپلو موخو ته ورسیږي.»

ټول پوهیږو چې د خلافت له را پرځېدو وروسته، له فلسطین سره یوازې د مصر سیکولر دولت نه، بلکې د اسلامي خاورو ټولو حاکمانو او رژیمونو خیانت کړی.  دوی یوازې تش په خوله پر قدس او د دغه خاورې پر اهمیت خبرې کوي، پر دې سربېره اسلامي دولتونه له یهودي ښکېلاکګرو سره مرسته کوي چې د فلسطین ښکیلاک لا ځواکمن شي. په حقیقت کې، دوی یهودو ته د لویې شتمنۍ او قوي دفاعي ځواک په توګه په درد خوړلي. لکه څنګه چې، د ټرمپ له اعلان څو ورځې مخکې د سعودي شهزاده محمد بن سلمان په یوه ځانګړي پیغام کې د فلسطین ولسمشر محمود عباس ته ویلي وو چې د دولت په اړه دا نظر ومني چې دولت یې باید د بیت المقدس په ختیځ کې پلازمینه ونه لري. په حقیقت کې د ۲۰۱۷م کال د سپټیمبر په میاشت کې د یهودو مشر نتنیاهو د بهرنیو چارو وزارت کې په یو غونډه کې وویل چې لومړی ځل دی چې د یهودو ښکېلاک په تاریخ کې د عربي دولتونو سره دومره نژدې اړیکې لري.

د یو امت په توګه موږ باید دغو خاینو رژیمومونو ته د پای ټکی کیږدو او ژر تر ژره  پر نبوي منهج خلافت تاسیس کړو، چې د تل لپاره به دغه سپېڅلې خاوره ازاده کړي او د اسلام تر واکمنۍ لاندې به یې راولي او قدس به د مسلمانانو د دولت پلازمېنه وګرځوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د څانګې مشره

Last modified onجمعه, 23 فبروری 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې