جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
سعودي مېرمنې د ريښتینې آزادۍ لپاره راشده خلافت ته اړتیا لري
بسم الله الرحمن الرحيم
سعودي مېرمنې د ريښتینې آزادۍ لپاره راشده خلافت ته اړتیا لري

خبر:

په دې وروستیو کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له سي بي اېس (CBS) امریکایي ټلویزوني شبکې سره مرکه وکړه. نوموړي له امریکایي ټلویزوني شبکې سره په لمړۍ مرکه کې پر ډېرو اقتصادي مسایلو او پراخو ټولنیزو اصلاحاتو بحث وکړ. همداراز، هغه د سعودي مېرمنو د آزادۍ د پلان په اړه خبرې اترې وکړې، چې د نارینه‌و په څېر به دوی ته مساوي حقونه ورکوي، لکه: د سوداګریزو چارو پر مخ وړل، د موټر چلونې حق، په پوځ، کنسرټونو او سپورټي لوبو کې ګډون او داسې نور.

ده زیاته کړه، چې ښځې کولای شي د نارینه‌و په څېر شریفې او له عزته ډکې جامې واغوندي او دا پرېکړه نوره په ښځو پورې اړه لري، چې څه ډول د خپلې خوښي وړ جامې په تن کوي. هغه اندېښنه ښودلې، چې یوازې ۲۲ سلنه سعودي مېرمنې تر کور دباندې کار کوي او دغه راز یې ښځي نورې هم وهڅولې، چې د هیواد په کاري ځواک کې برخه واخلي. ده څرګنده کړه، چې سعودي مېرمني له خپلو ټولو هغو حقونو چې اسلام ورکړي، نه دي برخمنې شوي. په داسې حال کې، چې دوی اوږده لاره وهلې او لا هم لږ لار پاتې، چې سعودي مېرمنې خپلو حقونو ته په بشپړه توګه لاس رسی ومومي.

تبصره:

نړۍ او په ځانګړې توګه اسلامي امت ته جوته شوې، چې په سعودي عربستان کې له فساد سره د مبارزې، ټولنیزو اصلاحاتو او د مېرمنو د آزادۍ په نامه څه روان دي. او دا هم له نړۍ څخه نه ده پټه، چې له لسیزو راهيسې د سعودي عربستان او امریکایي دولت تر منځ اړیکه د غلام او بادار په څېر ده. اوسمهال د سعودي حاکم رژیم د ۸۲ کلن پاچا سلمان په مشرۍ او د ده زورواکه زوی محمد بن سلمان په دې لټه کې دي، چې د لسیزو زاړه بادار ته ځان وفادار ثابت کړي.

که څه هم زیاتره سعودي مېرمنو د محمد بن سلمان له لورې مېرمنو ته د «آزادۍ» له وړاندې شوې نظریې څخه هر کلی کړی او د یو داسې هیواد په هیله دي، چې دوی به پکې له هر راز تاوتریخوالي څخه وژغورل شي او خپل ټول حقونه او آزادۍ به تر لاسه کړي، خو اصل د دوی د تصور او خیالي خوب پر خلاف دی. ځیني دلایل په لاندې ډول دي:

۱- د ښځو د آزادۍ ریښتینې مانا دا نه ده چې دوی باید د موټر چلولو حق تر لاسه کړي، یا د نارینه‌و په څېر سوداګرۍ ته مخه کړي او یا د کانسرټ لیدلو لپاره تالار ته او د سپورټي لوبو نندارې لپاره لوبغالو ته لاړې شي. که حقیقت دا وي، نو غربي مېرمنې باید په نړۍ کې تر ټولو خوشحاله مېرمنې وای او له هر راز تاوتریخوالي او ځورونو څخه به خوندي وای. د ګالپ (Gallup) د نوي راپور پر بنسټ، په امریکا کې په هرو دریو مېرمنو کې یوه یې په دوامداره ټوګه له جنسي ځورونې څخه په وېره کې ده. د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په ۷۷ هیوادونو کې سویډن، برټانیا، بوتسوانا او اسټرالیا هغه هیوادونه دي، چې په اړه یې تر ټولو زیات د جنسي تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي. په ځانګړې توګه، په امریکا کې د جنسي تېریو کچه تر ټولو لوړه ښودل شوې. له دې څخه جوتېږي، چې څه ډول په لوېدیځ کې د «آزادۍ» مفکورې د مېرمنو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، چې مېرمن په کې د یو جنسي توکې په څېر ارزښت لري او د نارینه‌و د نا مشروع غوښتنو پوره کولو لپاره ترې ګټه اخستل کېږي.

۲- د معتدل(منځلارې) اسلام تر نامه لاندې محمد بن سلمان د خپل بادار په غوښتنه هیواد د سیکولر کېدو لوري ته بیایي. په تېر کې د دې هیواد مزدورو حکامو یو په بل پسې د وهابیت مفکوره پلې کړې او دغه وهابیت د برټانیې له لورې د اسلام یو تحریف شوی ډول دی، چې مېرمنې یې د اسلام تر نامه لاندې له تاوتریخوالې او ځورونې سره مخ کړې وې. اوس محمد بن سلمان د هیواد د سیکولر کولو له لارې د اسلام د هرې نښې له منځه وړلو په هڅه کې دی. د آزادۍ او حریت تر سرلیک لاندې سعودي مېرمنې د تاوتریخوالي او ځورونو له نویو ډولونو سره مخ کېدونکې دي. له شکه پرته په نږدې راتلونکې کې به دغه دروغجنه آزادي د مسلمانو مېرمنو درنښت له منځه یوسي او  دوی به د ګڼ-ملتي کمپنیو لپاره پر جنسي توکو واړوي.

۳- که څه هم محمد بن سلمان منلې چې اسلام د ښځو لپاره حقونه ډاډمن کړي، خو سعودي مېرمنې باید وپوهېږي چې سیکولر سعودي عرب او ګوډاګۍ نظام یې؛ چا چې اسلام په لمړي سر کې تر پښو لاندې کړی هېڅکله هم مېرمنو ته د حقونو ورکولو په موخه شرعي قانون نه پلی کوي.

هره مسلمانه مېرمن، چې د اسلام په ویاړلي تاریخ خبره وي، په دې پوهېږي، چې د اسلام د واکمنۍ پر مهال مسلمانې مېرمنې په سیاست کې د ګډون، د سوداګریزو چارو په تنظیم، په ټولنیزو فعالیتونو او په علمي برخه کې له ستورو پېژندنې نیولې تر طبابت پورې د بریالیتوب لوړو پوړنو ته رسېدلې وې. تر دې ټولو مهمه دا ده، چې د یو بشر په توګه دوی د غربي مېرمنو د آزادۍ په پرتله له ځانګړي درنښت او خوندیتوب څخه برخمنې وې. د اسلامي تاریخ په اوږدو کې شرعي قانون د مسلمانو مېرمنو له حقونو څخه د یوې لور، مېرمنې او مور په توګه دفاع کړې. په خلافت دولت کې دوی له ځانګړي درنښت څخه برخمنې دي او دغه دولت په هر قیمت د دوی له عزت څخه دفاع ته تیار دی. پر همدې بنسټ، د سعودي مېرمنو د ریښتنې آزادۍ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو د لاروۍ لپاره باید سعودي مېرمنې د رښتیني اسلامي نظام د بیا راتګ لپاره د ثاني راشده خلافت تر بیرغ لاندې خپلو هڅو ته دوام ورکړي، د آزادۍ او خپلواکۍ نورې ټولې حللارې باید څنډې ته ووهي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکواله:فهمیده بنت ودود

ژباړن: عبدالله لطفي

Last modified onپنج شنبه, 05 اپریل 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې