جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د صليبي اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅو ترور او وحشت
بسم الله الرحمن الرحيم
د صليبي اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅو ترور او وحشت

خبر:

د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ پر هاشميه دارالعلوم باندې د دوشنبې د ورځې په هوايي بريدونو کې سلګونو عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې. د دشت ارچي ولسوال نصرالدين سعدي رسنيو ته پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې هوايي ځواکونو د دې ولسوالۍ په دفتاني کلي کې پر يوې مدرسې هوايي بريد کړی چې له ۱۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپيان شوي دي. د سيمې اوسېدونکي هم وايي چې په دغه برید کې هغه عام خلک، دیني عالمان، د مدرسي فارغان او ماشومان په نښه شوي، چې دغو مراسمو ته ورغلي وو. په پارلمان کې کې د کندز ولایت استازي هم په پېښه کې درنه مرګژوبله ملکي خلکو ته اوښتې بولي. مګر يوازې افغان حکومت او د هغه دفاع وزارت دا بريد د افغان هوايي ځواکونو له خوا د «ترهګرو» په هغه قرارګاه ګڼي، چې د دوی په وينا «ترهګريز» فعاليتونه پکې ترسره کېدل.

تبصره:

دغه وحشيانه بريد د ټرمپ د هغې خونړۍ ستراتیژۍ له مخې ترسره شو، چې په تېر اګسټ کې د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره اعلان شوه. د دغه ستراتيژۍ له اعلان وروسته امريکايي او افغان ځواکونو خپلو هوايي بريدونو ته سخت زور ورکړی ترڅو د هوايي بريدونو د فشار له لارې طالبان د خبرو اترو مېز ته کېنوي. مګر ډېری وخت دغه بريدونه پر ملکي موخو ترسره کيږي، چې وروستۍ بېلګه يې د کندز د دشت ارچي بريد يادولای شو. په دې اړه د پژواک خبري آژانس د وروستي راپور له مخې په مارچ مياشت کې ۱۷۱ بریدونه شوي چې له امله یې ۱۰۱۸ تنه وژل شوي او ۷۹۲ نور ټپيان شوي دي. د مرګ ژوبلې دغه کچه د فبرورۍ میاشتې په پرتله ۲۹ سلنه لوړه شوې ده.

 ټول افغانان او نړيوال د دې شاهدان دي، چې افغانستان د امريکايي اشغال له لومړۍ ورځې تر ننه د دا ډول ترور او وحشتونو ډګر دی. مګر له دغو وحشتونو سره-سره بيا هم د امريکا افغان لاسپوڅو له دغو صليبي تروریستانو سره لومړی ستراتيژيک او بيا امنيتي تړون لاسليک کړ؛ چې له امله يې رسماً امريکايي ځواکونو ته په افغانستان کې د شتون او د دا ډول وحشتونو د ادامې جواز ورکړل شو. دا دی اوس ټول دولتي او غير دولتي بنسټونه دا ډول بريدونه يوازې په لفظي توګه غندي، هېڅوک يې د عاملينو محاکمه څه چې له هغوی څخه په دې اړه د پوښتنې ګروېږنې غږ لا نه پورته کوي. آن تر دې چې د رسنيو په شمول ټول اړخونه د جنايت د مشروعيت لپاره بېلابېل دلایل لټوي، ترڅو له اشغالګرو ځواکونو او ګوډاګي دولت سره يې اړيکې خرابې او فردي او سازماني ګټې يې له خطر سره مخ نه شي.

دغه تروريستي بريد يو ځل بيا د امريکا جګړه ييز منطق او له مسلمان سره د هغوی کرکه په ډاګه کړه، چې د څو ګوماني مسلمانو وسله‌والو د وژلو لپاره د سلګونو ملکي وګړو، ماشومانو او سپين ږيرو ژوند اصلاً اهمیت نه ورته لري. بلکې ټولو ته يې ثابته کړه چې امريکا او افغان دولت چا ته تروریست وايي!؟ هغه مسلمان ته چې د امريکا او امريکايي افغان دولت ګټې وننګوي. بل پلو له «تروریزم» سره يې د امريکا د جګړې ماهيت يو ځل بيا بربنډ کړ، چې تر دغه نامه لاندې يې يوازې له اسلام او مسلمانانو سره سخته جګړه روانه کړې ده، حال دا چې اصلي تروريستان خپله امريکایان، د هغوی نړيوال ملګري او سيمه ييز ګوډاګي ځواکونه دي.  

دغه بريد د ماشوم او بشري حقونو تش په نامه غربي داعيې هم افشا کړلې، چې هغوی يوازې د غربي وګړو لپاره د پام او عمل وړ دي. مسلمانان او د هغوی ماشومان ورڅخه مستثنی دي. همداراز له افغان وسله والو مخالفينو سره یې د غربي ليبرالې سولې ماهيت هم څرګند کړ. یعنې تر هغه چې مسلمانان خپل سپېڅلی دين پرېنږدي او کفري ډيموکراسۍ ته تسليم نه شي، نو د هغوی د ښځو، ماشومانو او سپين ږيرو وژل به همداسې دوام ولري.

په ټولو اسلامي خاورو کې د دا ډول ترور، وحشت او جنايتونو دوام د دې جدي اړتيا ثابتوي، ترڅو مسلمانان حاکم کفري نظامونه و نړوي، لاسپوڅي رویبضه (احمق) واکمنان له واکه ليرې کړي، پر ځای يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر طريقه دويم راشده خلافت تاسيس او له هغه امام (خليفه) سره بيعت وکړي، چې د نړۍ د مسلمانانو د مقدساتو، وينو، مال، نواميسو، شتمنيو او خاورې دفاع وکړي. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

"إنما الإمام جنة يقاتل من ورائه و يتقى به"

له شک پرته امام (خليفه) هغه ډال دی، چې [امت] يې تر شا جګړه او له ځانه ساتنه کوي.

سیف الله مستنیر

د حزب التحرير - ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې