جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اردوغانه! په هوا کې ماڼۍ نه جوړېږي
بسم الله الرحمن الرحيم
اردوغانه! په هوا کې ماڼۍ نه جوړېږي

خبر:

اردوغان یهودي بنسټ پر سختو الفاظو وغنده. د اقتصادي اړیکو پرېکولو ګوت څنډنه یې وکړه او د اسلامي همکاریو له سازمان څخه یې د یو موټي کېدو او له هغوی سره پر اړیکو یې د بیا غورکولو غوښتنه وکړه.

تبصره:

ایا موږ دا مخکې نه دي اورېدلي؟ هو، دا لمړۍ ځل نه دی، چې اردوغان خپل ځان د عثماني خلفاوو په څېر د مسلمانانو د چارو ساتونکی ګڼي. دی د احساساتو له ډکې وینا او د غندنې د ډکو الفاظو  پر مټ غواړي د ځینو مسلمانانو پام ځان ته واړوي. خو زه ده ته د ریښتیني عثماني خلیفه وینا ور یادوم، چې ویل یې: « په هوا کې ماڼۍ نه جوړېږي».  یعنې له عملي ګام اخستلو پرته تش الفاظ هیڅ ارزښت او ګټه نه لري.

لکه څرنګه چې یوه امام ویلي و، چې زه له اردوغان سره مینه لرم او دی خلیفه ګڼم. خو زه حیران شوم، ما ویل زه د ناخوالو پر وړاندې غبرګون ښیم، دی(اردوغان) هم غبرګون ښيې، زه هیڅ واک نه لرم چې خپلو خبرو ته د عمل جامه ور واغوندم؛ خو اردوغان له یو ستر ځواک سره بیا هم هیڅ عملي ګام نه اخلي.

د خواشینۍ ځای دا دی، چې هغه د یهودي بنسټ له لوري د لاریونکوونکو او په هغه کې د ماشومانو وینې توېدل غندي او له مسلمانو خاورو څخه د یو موټي کېدو او له یهودي بنسټ سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د بیاځلې غور کولو غوښتنه کوي. 

په پارلمان کې، د عدالت او پراختیا ګوند د اپوزیسیون هغه خوځښت ردوي، چې له یهودي بنسټ سره د ټولو سیاسي، اقتصادي او نظامي هوکړو د پای ته رسېدو او د اقتصادي بندیزونو د لګولو په موخه یې ترسره کوي.

سره له دې د اردوغان د واکمنۍ په پېر کې د ترکيې او اسراييلو تر منځ دوه اړخیزې اقتصادي اړیکې لا تر پخوا هم نورې غښتلې شوي. د سوداګرۍ په برخه کې د دوی تر منځ دغه اقتصادي اړیکې په چټکی سره د تېرو ۱۵ کلونو په ترڅ کې زیاتې شوي او دغه راز د دفاعي صنعت په برخه کې د دوی دوه اړخیزې ګټې له پامه نه شي غورځېدلی. ترکیه د یهودي ښکېلاکګر ښپږم سوداګریز ملګری دی، چې په ۲۰۱۴م کې یې د راکړې ورکړې کچه ۵.۵ میلیاردو ډالرو ته رسېده. 

که څه هم د اسراييلو د څارګرې ادارې وزیر، اسراییل کاتز د اردوغان هغه څرګندونې رد کړې، چې اسراييل یې جنګي جنایتکار ګڼلی و او ویلي یې و، چې د ملګري په جامه کې دښمني کوي. ده زیاته کړه چې اردوغان پر موږ بریدونه کوي او موږ یې ځواب ورکوو، خو دی د ترکیې ۲۵ سلنه صادراتو مخه چې د خلیج له لارې د هایفا (Haifa’s port ) له بندر څخه تېرېږي نه شي نیولی. 

اردغان خپل ځان په نړيوال ډګر کې د مسلمانانو رهبر ګڼي، پر همدې بنسټ د دې اړتیا ویني چې په دوام لرونکي ډول پر اسراييلو برید وکړي، خو واقعت داسې نه دی چې دی یې ګوري. ترکي هوايي شرکت، یو ستر نړیوال شر کت دی چې په اسراييلو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارتي اړیکي پر مخ بیايي او دغه شرکت د مرمرا (Marmara) له پېښې سره سمه پراختیا وکړه.

اوس پوښتنه دا ده، چې د امت پر وړاندې د روانو جنایتونو په اړه ډېر ګناهګار څوک دي؟ هغه کس چې بل تېر باسې او یا هغه کس چې خپله تېروتنه کوي. پر همدې بنسټ له واقعتونو او حالتونو څخه سطحي دید د امت پاملرنه په پرله پسې توګه له بنسټیزې مسلې او واقعي حللارې اړوي.

 ترڅو د یوه واحد امت په څېر له اسلامي معیارونو سره سم چې اسلام راته ټاکلي، خپل  فکري لوری بدل نه کړو، نو د ښکېلاکګر کافر، د هغوی د ملګرو او مزدورانو د ترحم په جال کې به راګېر یو.

هغه څوک چې د اسلام او مسلمانانو د دښمنې امریکا پلانونه پلي کوي، په ښکاره له سیکولریزم څخه ساتنه کوي او په ډاګه د اسلامي دولت له بیا ځلي جوړېدو سره مخالفت کوي، د شریعت پر ځای دیموکراسۍ ته وده ورکوي او که موږ یې په اړه فکر وکړو چې اسلام به بیا واکمن کړي؛ نو بیا موږ فکري ستونزه لرو او د ژوند معیارونه مو ستونزمن دي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: اوکې پالا په نیدرلند کې د مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړن: خبیب

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې