جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ښځو په ساتنه کې د اسپانیا د دولت ناکامیو د دغه هېواد ښځې اړ کړې، چې له تاوتریخوالي څخه د دفاع لپاره روزل شوي سپي وساتي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د ښځو په ساتنه کې د اسپانیا د دولت ناکامیو د دغه هېواد ښځې اړ کړې، چې له تاوتریخوالي څخه د دفاع لپاره روزل شوي سپي وساتي!

(ژباړه)

خبر:

د ۲۰۱۸م کال د مې په ۵مه بي بي سي د اسپانیا د ملي شمېرو د موسسې (INE) پر اساس راپور خپور کړی، چې په دغه هېواد کې هره اونۍ لږ تر لږه یوه ښځه د کورنيو تاوتریخوالو له امله د خپل مېړه په واسطه وژل کېږي. اسپانیا په اروپا کې د ښځو د فزیکي ځورونې په برخه کې د یوې لوړې کچې لرونکی دی او ښځې اوس په هر ځای کې د ځان د دفاع لپاره له تعلیمي سپیو څخه کار اخلي. دغه راپور د ښځو د هغه ناوړه حالت چې له دغو حملو څخه د دایمي وېرې پر اساس په پوره توګه بندیانې شوې او دا چې څه ډول یې د عادي ژوند ټولې وړتیاوې له لاسه ورکړې دي، ښکارندویي کوي.

تبصره: د اساسي حقوقو لپاره د اروپایي اتحادیې ماموریت په دې وروستیو کې په ۲۰۱۷م کې یوه بشپړه ټولپوښتنه (په دې تړاو لومړۍ بشپړه ټولپوښتنه) تر سره کړه، چې د اروپا په کچه پکې له ۴۰ زرو ښځو سره د دوی د هغو تجربو په اړه مرکه شوې چې له تاوتریخوالي او ځورونې څخه یې درلودلې. د دوی موندنې په یقیني توګه ټکان ورکوونکې دي؛ ځکه دغه موندنې په څرګنده توګه ښیي چې د اروپایي هېوادونو په هره ټولنه کې له وېرې او خطر څخه عادي حالت ته د دغو ښځو راوېستل څه ډول په جدي ستونزو بدل شوي دي. په دوی کې له هرو دوو ښځو یوه یې له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ ده او د دوی ډېریو یې د دا ډول پېښو راپور نه دی ورکړی، چې دا پخپله د خلکو د خپلو دولتونو پر وړاندې د هغو پوره بې باوریو ښکارندویي کوي چې دوی یې هر ډول عدالت او امنیت ته د رسېدو په برخه کې لري. ۵۰ سلنه ښځې وایي چې دوی خپلو مېړونو ځورولې دي او همداراز، هغه نور کسان هم پېژني چې له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. لږ تر لږه له هرو پنځو ښځو څخه یوه یې د یوه سړي لخوا ځورول شوې ده او دا د دې لامل شوې چې دغه ښځې په ازاده توګه ونشي ګرځېدلی.

له دغو حقیقتونو څخه د دغو ښځو ورځني پراخه کړاوونه درک کولی شو. د دوی عمر، دندې، مالي حالت او زده کړو له دوی څخه هېڅ ډول ساتنه نده کړې، ځکه دا د پانګوالۍ لېبرال ارزښتونه دي چې ښځې یې په بې ارزښته جامو بدلې کړي او د حقونو لپاره یې د خلکو د عزتمن ژوند په پرتله شخصي ازادۍ ته غوره والی ورکړی دی. دغه ټولنیزې خواشینۍ او بې نظمۍ هېڅکله د هر ډول قوانینو په رامنځته کولو یا د پانګې اچونې په پروژو سره نه حلیږي؛ ځکه د ستونزې اصلي علت د بشر په لاس جوړ شوي ناقص قوانین دي. پر همدې اساس موږ به هېڅکله د ښځو له حقونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې پای ونه وینو، که هر څومره مرکې او هڅې وکړو چې حقیقتونه پیدا کړو.

اسلامي دولت چې د الله سبحانه وتعالی د قوانینو په واسطه اداره کېږي، د بشر له حقوقو څخه یو اړخیز او متمرکز پوهاوی تیاروي، چې په هېڅ ډول د نورو خلکو له ګټو سره د ټکر لامل نه کېږي. د ټولو ښاریانو لپاره به برابري او امنیت موجود وي او د هغو کسانو لپاره سخته جزا شته چې د نورو ارامۍ ته زیان رسوي. دغه نظام د زده کړې له نظام نیولې تر کورنۍ او ټولنیز (شخصي او عامه) ژوند پورې او همداراز تر قضایي او اجرایوي نظامونو پورې داسې پوره او اغېزمن دي چې پکې د جرمونو او جزاوو ډېرې لږ قضیې ثبت شوې دي او د ټولنې هر پوړ ترې هر اړخیز لیدلوری درلود، چې د منلو وړو و.

هغه واقعیت چې د اروپایي اتحادیې راپور یې څرګندوي پر دې اساس دی چې له ښځو سره د بد چلند پر مهال حتا ډېری خلک مداخله نه کوي او دا ښيي چې د «ازادۍ او دیموکراسۍ» په دغه فضا کې اخلاقي ارزښتونه څومره بې ارزښته دي. د ځنګله د قانون واقعت داسې دی چې کمزوری پکې زیانمن وي او د ځواکمن لخوا ترې ناوړه ګټه اخیستل کېږي. د ښځو حالت په تجارت، کاري چاپېریال او د شخصي او ټولنیزې راکړې ورکړې په هره برخه کې همداسې دی.

قرآن کریم امر کړی چې ښځې په ټولنه کې یو حیاتي جزء دی او باید په امن کې وي او هغوی ته دې د ښځو په توګه د ژوند کولو فرصت ورکړل شي او باید له ټولو ضررونو او ناوړه ګټه اخیستنو څخه وساتل شي؛ لکه څنګه چې د توبې د سورت په ۷۱ آیت کې واضح شوي دي.

﴿وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

 [توبه: ۷۱]

ژباړه: نارینه او ښځینه مومنان یو د بل دوستان دي، یو او بل نېک کار ته رابولي او له بد کار څخه یې منعه کوي، لمونځ په داسې ډول کوي چې باید وشي، زکات ورکوي او له الله سبحانه وتعالی او پیغمبر ﷺ څخه پیروي کوي. دوی هغه کسان دي چې الله سبحانه وتعالی به یې په چټکۍ سره په خپل رحمت کې راونغاړي. له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی برلاسی او د حکمت خاوند دی.

د خلافت دولت په راتلو سره به ټول خلک دغه مسله درک کړي؛ حتا نامسلمانې ښځې به هغه واقعي خوند درک کړي، چې د سپکاوي له وېرې پرته به د خپل ځان په روزلو کې برلاسې وي او ښځې له ځانه د ساتنې لپاره له حیواناتو څخه د ګټې اخیستنې  پر ځای، یوازې د اسلام د لوړو ارزښتونو په راتلو سره، د خپلو ستونزو لپاره په واقعي حل لارو تکیه کولی شي.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

 لیکواله: عمرانه محمد

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې