جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ژوند که مرګ؛ الجزایر ۱۳۰۰۰ کډوال د صحارا په دښته کې له سرپرست پرته پریښي
بسم الله الرحمن الرحيم
ژوند که مرګ؛ الجزایر ۱۳۰۰۰ کډوال د صحارا په دښته کې له سرپرست پرته پریښي

خبر:

الجزایر له تېرو څوارلسو میاشتو راهيسې د ماشومانو او امیندوارو مېرمنو په ګډون تر دیارلس زرو زیات کډوال د صحارا په دښته کې له سرپرست پرته پریښي. وږي او تږي یې شړلي او کله کله خو یې لا د ټوپک په زور تر سوځونکي لمر لاندې پلي تګ ته اړ کړي. له دې دښتنې څخه د ځینو کسانو د ژوندي وتلو تمه هیڅکله هم نه شي کېدای.

د شړل شويو کډوالو او پناه غوښتونکو ډلې په سلګونو  دپاسه ښکاري او له لرې دا ډلې د یوې نکتې په څېر برېښي، په داسې حال کې چې د هوا درجه په دې دښته کې د سانتي ګراډ ۴۸ درجو ته رسېږي.

د نایجریا په کډوالو کې نېکمرغه کسان ۱۵ کیلومتره په داسې ځمکه تېریږي، چې څوک ژوند نه پکې کوي او دوی هڅه کوي ګاونډي کلي اصامکا ته ځانونه ورسوي.

نور یې د ورځو ورځو لپاره په دې تمه پلي تګ ته دوام ورکوي، چې د ملګرو ملتونو ژغورونکې ډله یې ومومي. (سرچینه: الجزیره.کام)

تبصره:

د الجزایر دولت داسې ناوړه چلند د دغه هیواد د ښکېلاکې بادارې فرانسې له وحشت سره د پرتلې وړ دی او د کډوالو په نړیوال کرکېچ کې دې هیواد ته په بشپړه توګه د ملامتیا ګوته نیول کېدای شي.

دا د یو هیواد د ملي حاکمیت په کچه یو ارزښتناکه ګام دی، چې د بې ګناه او بې وزلو انسانانو شړلو په موخه یې اخلي. شړل شوي کسان چې لا له وړاندې د هر راز ظلم او تېري له خطر سره مخ وو اوس نور هم له بېلابېلو خطرونو سره مخ کېدونکي دي، لکه: د جنسي ګټې اخیستنې په موخه انساني قاچاق او د بدن د اندامونو پرېکول یې یو له هغو بېلګو څخه دي، چې هیڅ د زغم وړ نه دي. دا هر څه د لیبرال نظام او ديموکراتیکو بنسټونو د ناکامیو بېلګې دي، لکه: ملګري ملتونه، چې یوه زره هم د محاسبې صلاحیت نه لري، ترڅو بشري قوانین پلي کړي. دوی د دوه مخۍ له مخې ځان اتل ښیي او په غیر اخلاقي بڼه خدمت ته دوام ورکوي.

الجزایر د مزدورو رژیمونو یوه ښه بېلګه ده چې ان نه شي کولای انساني ارزښتونو ته په درنه سترګه وګوري، اسلامي ارزښتونه خو لا لیرې خبره ده. دا ډول بې رحمه کړنلاره یې ځکه غوره کړه، چې د خپلو لوېدیځ پلوو لګښت ورکوونکو بادارانو امرونه ومني او هغوی ته وفاداره پاتې شي. دا ډول کړنلاره په هغې خاوره کې پلي کېږي، چې یو وخت د فقهاوو او د اسلام ریښتني مرکزونو پکې وو.

د یو مسلمان په توګه موږ ته باید پر داسې کړنو غوسه راشي، لکه څرنګه چې موږ د سعودي له لورې په یمن کې د کېدونکي وحشت پر وړاندې ولاړ یو او د اردغان د تېر ایستونکو او مکارو پالیسو پر وړاندې، چې د ګډوالو په اړه یې د اروپایي قوانینو په ړنا کې پلې کوي په غوسه یو.

تر هغې چې د مسلمانانو په توګه موږ د خپلو ملتونو د رهبرانو پر وړاندې یوموټي نه شو، د هر ډول ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندې ونه درېږو، د دې ظلمونو او بې عدالتیو سرچینې ونه پېژنو، نو دا به تل زموږ د کمزورۍ او بې اتفاقۍ لامل وي او پایله به یې د شرعي احکامو د پلي کېدلو پر وړاندې خنډ وي. همداراز حالت به مو مخ پر ځوړ روان وي.

الله سبحانه تعالی په خپل پاک کلام قرآن کریم کې فرمایي:

﴿لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلاَ مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَالٍ﴾

[الرعد:۱۱]

ژباړه: د هر چا وړاندې او وروسته ټاكل شوي څارونكي دي، چې د الله سبحانه تعالی په حكم سره د هغه څارنه او ساتنه كوي.  حقيقت دا دى چې الله سبحانه تعالی د هیڅ قوم حالت نه بدلوي، ترڅو هغوى خپل اوصاف نه وي بدل کړي او كله چې الله سبحانه تعالی كوم قوم ته د سزا وركولو فېصله وکړي، نو د هغه مخنيوى هېڅوک نه شي کولی او نه هم  څوك د الله سبحانه تعالی پر وړاندې د  داسې قوم ملاتړ او ساتندوى ګرځېدلای شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکنه: ملیحه حسن

ژباړن: عبدالله لطفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې