جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
سعودیان په حج کې ځان ښودنه کوي، په داسې حال کې چې په یمن کې خپل جنایتونه پټوي
بسم الله الرحمن الرحيم
سعودیان په حج کې ځان ښودنه کوي، په داسې حال کې چې په یمن کې خپل جنایتونه پټوي

خبر:

بي بي سي د اګست پر ۲۵مه راپور خپور کړ، چې د ملګرو متلونو لوړ پوړو چارواکو یو ځل بیا په یمن کې د سعودي په مشرۍ د اييتلاف له لوري شوی هوایي برید وغنده، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۲ ماشومان او څلور مېرمنې وژل شوي.

د پنجشنبې په ورځ د دغه برید قربانیان د جنګ له وېري د حدیده ساحلي ښار په سوېل کې د الدریهمې له سیمې د تېښتې په حال کې و، چې د دوی ګاډی په نښه شو.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو د مشر، مارک لوکوک له خولې په همدې ورځ په یو بل هوایي برید کې څلور نور ماشومان هم و وژل شول.

دا پېښه داسې وخت کې رامنځ ته کېږي، چې څو اونۍ مخکې تر څلوېښت زیات ماشومان په بل برید کې وژل شوي وو. 

د سعودي په مشرۍ اییتلاف، چې د یمن له دولت سره د حوثي یاغیانو پر وړاندې د جګړې ملاتړ کوي، د ورستیو وژنو په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې ورځ  بي بي سي راپور خپور کړ، چې د بشري حقونو د څار بنسټ په وینا په یمن کې د سعودي په مشرۍ اییتلاف چې د حوثي یاغیانو پر وړاندې جنګېږي، پاتې راغلی چې هلته په سمه توګه د جنګي جرمونو تورونه وڅېړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ غړې سارا لیاه واټسن په وینا: «څېړونکو پرته له دې چې جنګي جرمونه پټ کړي، نور څه نه دي کړي».

د دې په وینا د ایتلاف اړوند څېړونکو دنده چې د پېښو د څېړنې د ګډ ټیم (JIAT)  په نامه مشهوره دی، له نړیوالو معیارونو څخه ډېر ټیټ او هیڅ د باور وړ نه دی.

د دې په وینا د پېښو د څېړنې د ګډ ټیم (JIAT)  د څېړنو ډېری پایلې د اییتلاف کړنې له قانون سره سمې بولي او یا هم ایتلاف د شوي برید مسول نه ګڼي او یا هم شوی برید د ایتلاف له لورې یو غیر عمدي خطا بولي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د منځني ختیځ مشر هغو دولتونو ته چې سعودي عربستان ته وسلې برابروي خبرداری ورکړ، چې دا «دروغجنې څېړنې» دوی له دې نه شي ژغورلای چې دوی د یمن په پېښو کې ونډه نه لري.

د یاغیانو پر وړاندې ایتلاف د امریکا، برتانیې او فرانسې له لورې لوجستیکي او استخباراتي ملاتړ له ځان سره لري.

د ښوونځۍ پر بس تر وژونکي برید وروسته سي این این راپور خپور کړ، چې په دې برید کې کارول شوی بم د امریکا له لورې چمتو شوی و او بیا د کانګریس ځینو غړو په یمن کې د امریکا د رول په اړه پوښتنې را پورته کړې.

په همدې ترڅ کې د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر جېرمي هنټ د انګلستان او سعودي تر منځ له اړیکو څخه دفاع وکړه او دې اړیکو ته یې د «ډېر زیات مهم پوځي اتحاد» نوم ورکړ.

تبصره:

سږ کال تر حج سم دستي وروسته، د سعودي دولت د احصایو ادارې په ګرافیکي بڼه د ځان ښودنې په پلمه مالومات خپاره کړل، چې څه ډول دغه شاهي نظام نړۍ په غېږ کې نیولې. دوی او د دوی ملاتړي په دې ډېر ویاړي چې څه ډول کارکوونکو ۲.۴ میلیونه د حج زیارت کوونکو ته خدمتونه چمتو کړي، چې له ډېرو سیمو یې ورغلي وو. که څه هم د ۲۲ میلیونه یمنیانو په اړه هیڅ یادونه نه ده شوې چې انساني مرستو ته اړ دي، یوازې یو میلیون یې له مرګونې کولرا مرض څخه کړېږي او ۵۵ زره یې ټپیان او ۱۰ زره یې وژل شوي.

دا ډول له شرمه ډکې احصاییې له پامه غورځېدلي او یا پټې شوي دي، تر څو د دوی اصلي رول، چې د امریکایي ایتلاف تر چتر لاندې یې د یمن پر وړاندې لري، څرګند نه شي.

دا د سعودي دولت د لېبرال کېدلو اصلي مفهوم دی، چې په ډېر ویاړ سره یې د ولي عهد محمد بن سلمان له لورې اعلان شوی. د سعودي غوړه‌مالي د امریکایي ګټو لپاره هغه مهال ښه جوته شوه چې محمد بن سلمان په ژوندۍ بڼه په تلویزوني خپرونه کې د ټرمپ له لورې سپک شو، چې دی د ټرمپ له انده له یوه بې وزله او اړ مزدور پرته بل هیڅ هم نه دی.

پر دې سربېره مسلمانان باید له ملګرو ملتونو او نورو لوېدیځ پلوو نړیوالو ملاتړو ادارو څخه له تشو غندنو پرته  د بل څه هیله ونه لري. که څه هم دوی د مزدورو رژیمونو ځینې جنایتونه په ډاګه کوي، لکه د سعودي د دولت جنایتونه، خو بل اړخ ته دوی ډېرو نورو جنایتونو ته د خپلو ټاکلو لاسوهنو پر مټ قانوني بڼه ورکوي.

د مسلمانانو نور پوځونه د عدالت په پلوۍ له لاسوهنې ډډه کوي، تر څو د ملکيانو ساتنه وکړي او دا ټول له دې وېرې چې د دوی دا کار د ملګروملتونو د منشور له مخې نامشروع ګڼل کېږي. ملګري ملتونه هر هغه نظامي خوځښت ته له قانوني بڼې ورکولو څخه ډډه کوي، چې د لوېدیځ ښکېلاکګرو بادارانو له ګټو سره په ټکر کې وي.

د ښکېلاک اړوندې ادارې ټولې په ګډه کار کوي، تر څو د نړۍ خلک وغولوي او د ښکېلاک هغو ظالمانه پالسیو ته دوام ورکړي، چې یوازې د لوېدیځ زبر ځواکونو ګټې پکې خوندي وي او لګښت یې هم له مسلمانانو او نورې نړۍ څخه اخلي.

په داسې حال کې چې الله سبحانه تعالی مخکې له مخکې مسلمانانو ته سپارښتنه کړې، چې سره یو ځای شي او یو ځای د ظالمانو او مستبدو حاکمانو پر وړاندې ودرېږي.

﴿وَإِن طَآئِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ۖ فَإِنۢ بَغَتْ إِحْدٰىهُمَا عَلَى الْأُخْرٰى فَقٰتِلُوا الَّتِى تَبْغِى حَتّٰى تَفِىٓءَ إِلٰىٓ أَمْرِ اللَّهِ ۚ فَإِن فَآءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوٓا ۖ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ

[الحجرات:۹]

ژباړه: او كه له مومنانو څخه دوې ډلې پخپلو منځو کې په جنګ شي، نو د هغوی تر منځ  سوله وکړئ. بيا كه له هغوی څخه يوه ډله پر بلې تېرى وکړي، نو له  تېريكوونکې ډلې سره وجنګېږئ، تر دې پورې چې هغوى د الله سبحانه تعالی دحكم خوا ته راوګرځي.  بيا كله چې هغوى را وګرځي، نو په منځ کښي یې په عدل سره سوله وکړئ، او انصاف وکړئ چې الله سبحانه تعالی انصاف كوونكي خوښوي.

نو پوښتنه داده، لا تر کومه به اسلامي امت همداسې وېشلی وي او په ناچارۍ سره به وحشت تر وحشت وروسته ویني او د ملګرو ملتونو تشو غندونو ته به سر خوځوي، په داسې حال کې چې د خپلو پولو او ملي بیرغونو له امله مو ځانونه فلج کړي دي او د لوېدیځ ښکېلاک د ظلمونو پر وړاندې د بې ګناه قربانیانو د مرستې کولو څخه عاجز پاتې یو؟

د حزب التحریر ولایه بریتانیا مطبوعاتي استازی

یحیی نصبت

ژباړن: عبدالله لطفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې