شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
يواځې د خلافت تاسیس د يمن ماشومان ژغورلی شي
بسم الله الرحمن الرحيم
يواځې د خلافت تاسیس د يمن ماشومان ژغورلی شي

خبر:

 یکشنبه د نومبر په ۳مه د منځني ختيځ او شمالي افريقا د ماشومانو لپاره د يونيسف سيمه‌ييز مشر ګيرت کیپلاري(Geert Cappelaere) يمن  دوزخ وباله. دی وایي: «د سعودي په مشرۍ ايتلاف او د حوثي ياغيانو د روانې وحشي جګړې په ترڅ کې د خوار ځواکۍ له امله هر کال ۳۰۰۰۰ ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د يمن نيمايي(۱.۸ میلیونه) تر ۵ کالو کم عمره  ماشومان له تل پاتې خوار ځواکۍ څخه ځورېږي، په داسې حال کې چې ۴۰۰۰۰۰ ماشومان سخت خوار ځواکه شوي دي او دوی له درملنې پرته مري. د دې ترڅنګ تر يوه میلیون زياتې بار داره يا پۍ ورکوونکې ښځې د کم خونۍ په ناروغي اخته دي، چې دا د دوی پر ماشومانو اغېز کوي او په هرو لسو دقيقو کې يو ماشوم د معالجوي ناروغۍ او لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. تېره مياشت د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستيال مارک لوکوک(Mark Lowcook) څرګنده کړه: «که جګړه دوام پيدا کړي، لوږه به د دریو مياشتو په ترڅ کې په ټول هيواد کې خوره شي، له ۱۲-۱۳ مېليونو خلکو پورې (د هيواد نيمايي وګړي) به د لوږې له خطر سره مخ وي. سه شنبه د نومبر په ۶مه، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونيسف)  يوه بيانيه خپره کړه او خبرداری يې ورکړ، چې د حديده په ښار الثوره روغتون ته څېرمه سخته جګړه روانه ده - هغه روغتون ته څېرمه چې ګڼ شمېر د هغو ماشومانو درملنه پکې کېږي چې د مرګ له ګواښ سره مخ دي او د نورو خوار ځواکو او زیانمنو ماشومانو له ننوتلو څخه مخنیوی کوي.

تبصره:

 د اوسني پانګوال نظم سترګې ړندې، غوږونه کاڼه دي او د بشريت پر ضد په ياد جرم کې شريک دی. دغو بوږنوونکو شمېرو او د خوارځواکو مړه شويو ماشومانو پرله پسې انځورونو د دوی وجدان ته کوم ټکان ور نه کړ. په حقيقت کې د امريکا او برتانيې ښکېلاکګر دولتونه په بې ننګۍ سره د يمن د ماشومانو پر ژوند باندې لوبې کوي، د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو د لاسته راوړلو په موخه په ياده وحشي جګړه کې خپل ګوډاګيان په وسلو سمبالوي او استخباراتي معلومات ورته چمتو کوي.

په ورته وخت کې سعودي عربستان او نورو لاسپوڅو رژيمونو د وينه زبېښونکي ایتلاف له لارې د خپلو لوېديځو بادارانو په غوښتنه په ياده جګړه کې د اسلامي امت ماشومان حلال کړل. ټولې ښکېلې غاړې په دغه بې مانا جګړه کې د يمن د ماشومانو په وژنه کې لاس لري!

په ۲۱مه پېړۍ کې دا يوه ډېره کمزورې عقيده ده، چې د يوه دولت ټول نفوس او د هغوی ماشومان دې د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکوي او د ټولې نړۍ په شتون کې دې دوی په بې رحمۍ سره بمبارېږي او هيڅ يو حکومت د هم د دوی د دفاع په موخه څه نه کوي. اوسنی نړيوال نظم دومره شوم او کرغېړن دی، چې د اوربند له خبرو سره سره بیا هم دواړې ښکېلې غاړې جګړې ته دوام ورکوي او هيڅ يو داسې ځواک پيدا نه شو چې دواړه لوري د يمن د بې ګناه مسلمانانو پر ضد جرمونو کې مسوول وګڼي.

نړيوالې ټولنې د يمن ماشومان يواځې پرېښودل، د اسلامي نړۍ جنایتکارو او نامشروع حکامو هم د يمن ماشومان يواځې پرېښودل... خو موږ امت دوی يواځې نه شو پرېښودلی، ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«الْمُسْلِمُ أَخُوْ الْمُسْلِمِ، لا يَظْلِمُهُ، وَلا يَخْذُلُهُ»

«يو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، نه به پرې ظلم کوئ او نه به يې يواځې پرېږدئ»

 د يوه مسلمان په توګه، موږ بايد په يمن کې د خپلو وروڼو او خويندو د ټولوژنې موضوع ته جدي پاملرنه وکړو. له ملګرو ملتونو او دې ته ورته نور لوېديځو بنسټونه څخه بې ځايه تمې و نه لرو چې دوی به زموږ ستونزې حل کړي. دوی د يادو وحشي جرمونو اصلی عاملان دي، دوی اور ته تېل شيندي او سترګې پرې پټوي. د دې لپاره چې د مسلمانانو په توګه د يمن د مسلمانانو ستونزې حل کړو، بايد له خپل دين څخه حللاره واخلو. اسلام په حقيقت کې د يمن، سوريې، کشمير، ميانمار، فلسطين او نورو سيمو اوسېدونکو ناورين ته چې دوزخ ته ورته دی، د پای ټکی ږدي. له اسلامي حللارې پرته به زموږ د وروڼو او خويندو په حق کې لويه بې پروايي وشي او د دوی کړاو او ماتم به هم نور اوږد شي.

اې مسلمانانو! ايا دا د شک ځای دی، یوازینی مشرتابه چې د اسلام او اسلامي امت د ګټو استازيتوب کوي کولی شي چې د يمن ماشومان له ژوندۍ بلا څخه ژغوري، د دوی ساتنه وکړي او د ښه ژوند زمینه ورته برابره کړي؟ د ياد مشرتابه بنسټ اسلام دی، چې د همدغه بنسټ لپاره کار کوي او د نبوت پر طريقه د خلافت په اډانه کې د خپلو موخو ملاتړ کوي او خپلې اړتياوې پوره کوي. دا هغه دولت دی چې الله سبحانه و تعالی ته ژمن دی، د خپلو ټولو اتباعو سني، شيعه، مسلمانو او غیرمسلمانو ساتونکی دی. د دوی لومړنۍ اړتياوې پوره کوي، د دوی لپاره يو معياري سرلوړی ژوند برابروي، له توپیر پرته د دوی د وينو، عزت او شتمنيو ساتنه کوي. ځکه، دا يو داسې سياسي نظام دی چې ټول اتباع يې له عقيدې، نژاد، او ملت پرته برابر او د وګړیتوب له حقونو څخه برخمن دي. زموږ د يمن لويه تاريخي ښېرازي او اقتصادي وده په یاد ده، چې د اسلام دویم خليفه عمر فاروق رضي الله عنه خپل استازی معاذ ابن جبل يمن ته ولېږه او هغه په يمن کې هيڅ يو داسې کس پيدا نه کړ چې راټول شوی زکات واخلي! خلافت یو خپلواک دولت دی. د بهرنيو ځواکونو له نفوذ پرته يې حاکم د خلکو چارې په خپلواکه توګه تنظيموي او په ریښتنې توګه د خلکو د ګټو ساتنه کوي. دا هغه دولت دی چې د مسلمانانو هره چاره د خپلو امکاناتو پر مټ ترسره کوي او د اسلام تر حاکميت لاندې ټول مسلمانان سره وروڼه ګرځوي. موږ وليدل چې څرنګه سني او شيعه مسلمانانو په يمن، عراق او نورو سيمو کې څنګ په څنک په سوله کې له پېړيو راهېسي په ورته مسجدونو کې لمونځ کاوه او د خلافت په اډانه کې د اسلام د دښمنانو پر ضد ګډه جګړه کوله.

نو که موږ په ریښتینې توګه د يمن ماشومانو د ژوند ژغورل غواړو، نو بايد ټولې هڅې د نبوت پر طريقه د خلافت پر تاسيسولو متمرکزې کړو. 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: ډاکتر نسرين نواز

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې مشره

ژباړن: صديق احمدزی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې