شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
مسلمانه افغانه ښځه؛  په ډیموکراسۍ کې د رقابت، خوند او سیاسي فشار وسیله او په اسلام کې د نسلونو او اتلانو روزونکې!
بسم الله الرحمن الرحيم
مسلمانه افغانه ښځه؛ په ډیموکراسۍ کې د رقابت، خوند او سیاسي فشار وسیله او په اسلام کې د نسلونو او اتلانو روزونکې!

خبر:

بریتانوۍ ګارډين او ځينو نورو ورځپاڼو د جمعې په ورځ (د نومبر په ۳۰مه) یو راپور خپور کړ، چې پکې راغلي؛ د افغانستان د ښځو د فوټبال ټيم پورې اړوندو مهمو څېرو تور پورې کړی چې په فبرورۍ کې د افغانستان د ننه د فوټبال د فدارسیون په ګډون او د اردن په یوه ښوونیز کمپ کې د نوموړي ټیم پر غړو جنسي تېری او ورسره ناوړه چلند شوی. د افغانستان د لويې څارنوالۍ له اعلان وروسته چې ویلي یې دي، د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې د جنسي تېري ادعاوې څېړي، د افغانستان د ښځو د فوټبال پخوانۍ لوبغاړې او مسووله مدیره خالده پوپل او ځينې نورې لوبغاړې چمتو دي، چې په دې اړه لویې څارنوالۍ ته اسناد او شواهد وسپاري. دوی زیاتوي چې د خپلو ادعاوو په اړه انځورونه او ویډیوګانې لري او تر دې وړاندې يې د فوټبال له نړیوال فدراسیون «فیفا» سره شریک کړي دي. (آزادي رادیو)

تبصره:

ټول ښه پوهېږي چې د حاکم کفري نظام تر سیوري لاندې د ټولنې په ټولو ډګرونو او د انساني معاملاتو په بېلابېلو برخو کې له ښځو سره دا ډول ناوړه چلند او جنسي تېري دوام لري. مګر ځينې وختونه د خلکو حساسیتونه او شخصي رقابتونه او اکثره د بهرنیو موسسو لمسونې او د کفارو پروګرامونه د دې لامل کېږي چې د مسلمانانو په ټولنو کې دا ډول ناوړه پېښې رسنیزې شي او د عامه افکارو فضا ونیسي. دا هم د دې لپاره چې کفار د مسلمانانو په ټولنو کې ډېر حساس موضوعات غیر حساس او عادي کړي. بېشکه دا یو له همدغو مواردو څخه دی.

که څه هم ښځه په افغانستان کې د اسلامي دولت په نشت کې پرلپسې له دا ډول مهلکو خطرونو سره مخ ده؛ خو بیا هم په افغانستان کې د ښځې عزت، کرامت، عفت او جامه د افغانانو سره کرښه وه، مګر د ناټو او امریکا لخوا د افغانستان له اشغال وروسته -د ۱۸ کلونو په اوږدو کې- ښځه او مسلمانه کورنۍ د کفارو د سفارتونو د پروګرامونو یوه اساسي موخه ګرځول شوې، چې د بېلابېلو موسسو، بنسټونو او د افغانستان د دولت د ټولو ادارو په وسیله پلي کېږي. تر دې چې هېڅ پروژه تر هغه د تمویل کوونکو علاقه نه جلبوي، ترڅو چې د جنډر (جنسیت) امریکايي-غربي پالیسۍ ته پکې پام نه وي شوی. حتی د جنیوا په ګډون په اکثرو نړیوالو کنفرانسونو کې نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د دولت یوه ژمنه همدا موضوع وه. نو امریکا او غرب د افغانستان د دولت او غیر دولتي موسسو په وسیله مسلمانه ښځه له دا ډول ناوړه برخلیک سره مخ کړې ده.

د ښځې پر وړاندې دا ټولې فاجعې د ظاهراً ښکلو خو غولوونکو شعارونو لکه؛ فردي آزادي، د ښځو حقونه، د ښځو او ماشومانو ملاتړ، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې جنسیتي برابري او... لاندې تر سره کېږي. خو که ټول هغه پروګرامونه چې د دغو موخو او شعارونو د تطبیق لپاره چمتو او پلي کېږي، په هر اړخیز ډول مطالعه شي، په کره ډول دا پایله ترلاسه کوو چې امریکا، غرب او د افغانستان دولت کلکه اراده کړې، ترڅو هغه لږ څه چې د اسلام له آدرسه د افغانانو په ژوند کې پاتې دی، د هغوی له ژونده بشپړ لرې کړي او پر ځای يې هڅه کوي د افغانو ښځو او نارينه وو افکار په غربي افکارو مسموم کړي، کوم چې له لوړو اسلامي ارزښتونو سره بشپړ په ټکر کې دي. ترڅو د افغانستان مسلمانه ښځه له خپلې شخصي ازادۍ څخه په ګټې اخیستنې، چې په دا ډول دیموکراټیکو دولتونو کې ورکړل شوې ده، خپله شرعي جامه له تنه وباسي او د تبرج په حالت بازار ته راووځي. په داسې توګه چې له سړیو سره په ټولو برخو کې همکاره وي، عفت یې له ګواښ سره مخ وي او حتی په ځينو مواردو کې يې ټولنیز ژوند پر زنا پای ومومي؛ خو ولي (سرپرست) یې د دې د ممانعت، محاسبې او کنټرول اجازه ونه لري.  

په داسې حال کې چې ښځه په اسلام کې عِرض (د شرف، عفت، عزت او کرامت خاوند نفس) دی او ساتنه یې پر مسلمانانو واجب ده. ښځه په اسلام کې خور، مور او مېرمن ده. ښځه د کورنۍ په چارو کې سرپرسته او د سړي ځایناستې ده. ښځه د امت د نسلونو او اتلانو روزونکې ده. ښځې د سړیو شقایق (نیمايي یا بشپړوونکې) دي او رسول الله ﷺله دوی سره په چلند کې تل د خیر توصیه کړې ده. 

غرب د خپل بشري نیمګړي عقل په وسیله ښځه د جنډر (جنسي برابرۍ) تر مفهوم لاندې له ټولو فطري او طبیعي توپيرونو جلا کړې او په دروغو یې دا ورته تفهیم کړې چې سړی او ښځه دواړه په ټولنه کې یو د بل رول ادا کولی شي. حتی په دې وروستیو کې یې د جنسیت د بدلون پروګرامونه هم پیل کړي او د بشر په ټولنیز ژوند کې يې تبا کوونکی طوفان رامنځته کړی. دا د بشري فکر پايله ده چې د ښځې مقام یې له بشریت څخه دنیوي متاع ته راټيټ کړی او له هغې څخه په سوداګریزو اعلانونو، د ښکلا په مسابقو، د جامې د موډ په نندارتونو، ګډو کاري دفترونو، د نڅا او موسیقي په ګډو محفلونو، نیمه بربنډو ورزشي مسابقو او نورو کې بېباکانه ګټه اخلي.

اسلام د بشر د خالق دین دی، چې ښځې ته یې خپل اصلي مقام ورکړی. ښځه په اسلام کې انسان ده، نه متاع؛ د کرامت خاونده ده، نه د سپکاوي؛ مور ده او تر قدمو لاندې یې جنت دی. ساتنه یې پر نارينه وو واجبه ده، ترڅو د هغې د حیاء، عفت، پاکۍ او کرامت سبب شي. مسلمانان د مرګ تر پولې د هغې د ساتنې لپاره غیرت کوي او له هغې څخه د دفاع په حالت کې که ووژل شي، د شهادت لوړ مقام ته رسېږي. همدا مفکوره په ټولنه کې د دیوثۍ، رذالت، فحشا او منکر د له منځه تلو لامل کېږي. ګني له دې پرته د هرې ښځې او نجلۍ برخلیک د دنیا او آخرت له رسوايۍ او ګواښ سره مخ کېږي.

نو اې مسلمانې خورې! اې د افغانستان غیرتمنو خلکو! د اسلامي دولت (خلافت) د تاسیس او د اسلام د هر اړخیز تطبیق لپاره له موږ سره راپاڅئ او د استعمارګرو کفارو، لاسپوڅي دولت او د دوی د موسسو د ټولو موخو، شعارونو، پروګرامونو، اسالیبو او وسایلو پر ضد لاس په کار شئ او د مسلمانې ښځې، مسلمانې کورنۍ او د مسلمانانو د ټولنیز ژوند پر وړاندې دا ستره دسیسه په نطفه کې خنثی کړئ، ترڅو په ټولنه کې د زنا او د رذایلو او فحشا د ټولو ډولونو مخه ونیسئ. نو له یوې خوا به په دنیا کې د الله سبحانه وتعالی رضایت تر لاسه کړو او له بلې خوا به په آخرت کې هغه جنت وګټو، چې پراخوالی یې له ځمکې او اسمانونو څخه زیات دی.

سیف الله مستنیر

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې